د کندهار انار او انګور ولې پاکستان کې په کمه بیه پلورل کېږي؟

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي اردو - تورخم
  • د خپرېدو وخت

نجیب خان د یکشنبې په ګهیځ د تور خم له لارې د انګورو ډکه لارۍ پاکستان ته ورسوله. ډېورنډ کرښې ته څېرمه له ګڼو نورو ډرېورانو سره یو ځای دمې ته ناست و.

نجیب خان راته وویل، له کابله تر تورخمه یې دوې شپې مزل کړی او د پېښور تر منډيي پورې د یوې بلې ورځې سفر ورته پاتې دی. هغه په لارې کې بار انګورو ته اندېښمن و، چې په وینا یې نازکه مېوه ده او ژر خرابېږي. دی وايي: ''له کابله تر پېښوره پورې درې ورځې سفر دی، ځکه اسلام اباد یا لاهور ته مخامخ میوې نه رسېږي، چې د خرابېدو وېره یې وي، ان تر پېښوره پورې رسېدو کې ډېر انګور خرابېږي. ''

نجیب خان وايي، تورخم دروازې تېرېدو ته یې په نوبت کې دوې شپې تېرې کړې.

د نجیب خان په وینا له تورخم دروازې تېرېدو ته په لس کیلومتره کتارونو کې څلور، پنځه سوه لارې انتظار کوي او پاکستان ته د ننوتو اجازې ورکولو بهیر خورا سوکه پر مخ ځي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هوايي دهلیزونو له لارې له متحده عرب اماراتو او هند سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او له همدې کبله پاکستان ته له افغانستانه صادرات ډېر شوي دي.

تورخم کې د پاکستان ګمرک چارواکي وايي، چې هر ورځ تر ۴۵۰ پورې باري لارۍ له افغانستانه پاکستان ته ځي او تر ۳۵۰ پورې لارۍ له پاکستانه افغانستان ته اوړي.

مسوولین وايي، افغانستان ته روانو لاریو کې د افغان ټرانزټ سوداګرۍ په مالونو بار لارۍ هم شاملې دي او یو شمېر تشې لارې هم هلته ځي.

د ګمرک یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه یادولو په شرط راته وویل، چې د طالبانو واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د بې باورۍ وضعیت و، خو وروسته د بارچالانۍ لړۍ پیل شوه او په یوه ورځ کې له افغانستانه پاکستان ته د تلونکو لاریو شمېر ۶۰۰ ته هم رسېدلی و، چې بیا وروسته دا شمېر کم شو.

له افغانستانه خټکي، هندواڼې، انګور، انار، مڼې او داسې نورې مېوې پاکستان ته لېږدول کېږي، او له پاکستانه هم د امرود او کیلې په ګډون ځینې افغانستان ته لېږدول کېږي، خو د چارواکو په وینا له پاکستانه افغانستان ته د لېږدول کېدونکو میوو اندازه کمه ده.

پاکستانی سوداګر او د سرحد سوداګرۍ او صنایعو خونې مخکینی مشر فیض محمد فیضي وايي، هند له هوايي لارې د سوداګریزو مالونو لړ کې له افغان سوداګرو خورا لږ مالیه اخیسته چې له کبله یې له افغانستانه ډېره میوه او نور توکي هغه هېواد ته لېږدول کېدل، خو اوس چې له هند او متحده عربي امارات سره د افغانستان هوايي راکړه ورکړه نشته، د ځمکې له لارې دغه مالونه پاکستان ته لېږدول کېږي.

له افغانستانه پاکستان ته د میوو پرېمانه لېږد د پېښور په بازارونو کې د میوې پر بیه هم اغېز کړی.

د بېلګې په توګه سږ کال د انارو موسم له پیل سره پېښور کې د یوې کیلو انارو بیه تر ۱۷۰ روپیو پورې رسېده، خو له افغانستانه د انارو له رارسېدو وروسته دغه بیه تر ۱۳۰ روپیو پورې ټیټه شوه.

دغه راز کاروباریان وايي، د افغانستان سندرخاني ډوله انګور چې پروسږ کال یې پېښور کې یوه کیلو د ۲۵۰ روپیو بدل کې پلورل کېده، سږ کال له ۱۸۰ تر ۲۰۰ روپیو پورې پلورل کېږي.

د پېښور منډيي یو کاروباري خالد زمان وايي، سږ کال له افغانستانه پرېمانه میوې پېښور ته رسېږي، چې له کبله یې پر بیو اغېز شوی، خو په وینا یې د بیو کموالي ګټه عامو خلکو ته ځکه نه رسېږي، ځکه چې دکانداران او کاروباریان یې ډېره برخه ترلاسه کوي.

خالد زمان وايي، د میوې میوې د میوې معیار ته په کتلو سره ټاکل کېږي او له افغانستانه تر پاکستان پورې د میوې لېږدولو بهیر کې ډېری مهال میوه ضایع کېږي او یا داغي کېږي، چې له کبله یې پر بیه هم اغېز کېږي.

د میوې منډيي سوداګر وايي، هغه میوه چې له افغانستانه په ښه حالت کې پېښور ته رسېږي، مناسبه بیه مومي، خو په وینا یې د پروسږ کال پرتله سږ د ښې میوې بیه هم کمه ده.