د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ملګري یې خوشي شول

منظور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال هم منظور پښتین پېښور کې پولیسو ونیو
د خپرېدو وخت

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څو نور غړي یې چې د پاکستان پولیسو نیولي وو، بېرته خوشي شول.

ښاغلی پښتین او ملګري یې د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا کوهاټ کې پولیسو هغه مهال ونیول، چې په یوه پرلت کې د ګډون لپاره بنو ته روان وو.

د منظور پښتین د نیول کېدو د لامل په هکله پولیسو څه نه دي ویلي، خو هغه مهال د منظور پښتین رسمي فیسبوکپاڼه کې دا نوموړي نیول غندل شوي او د خوشي کېدو غوښتنه یې شوې وه.

اوس دغه فیسبوکپاڼه کې د نوموړي او د ملګرو خوشي کېدل تایید شوي دي:

"د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او زموږ نور ملګري ادريس پښتين ، بلال پښتون او زوهيب پښتين د کوهاټ پوليس لخوا را خوشي کړل شوي دي .زموږ مبارزه به دوام داره وي "

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم خواله رسنیو کې د نوموړي د خوشي کېدو خبره کړې ده.

یو سیمه ییز خبریال ګوهر وزیر سهار له بي بي سي سره خبرو کې وویل، منظور پښتین جاني خېل پرلت ته روان و چې پولیسو ونیو: "دا پرلت ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ ځوانانو له پنځو ورځو راهیسې پیل کړی دی. "

د نوموړي په خبره، دا پرلت له هغه وروسته پیل شو چې سیمه کې د امن کمېټې یو پخوانی مشر او قومي مخور ملک نصیب خان د وسلوالو برید کې ووژل شو.

منظور پښتین هم د جون پر دویمه یوه ویډیو پیغام کې د جاني خېل او همزوني پر وژونو خواشیني ښودلې او ویلي چې د دغه غورځنګ غړي دې پرلتونو کې له خلکو سره دي او ملاتړ به یې کوي.

بنو

د عکس سرچینه، ZAMEER KHAN

د عکس تشریح، جاني خېل کې د تېر مارچ پرلت.

تېر مارچ کې د جاني خېل قام د څلورو ځلموټو د مړو موندل کېدو وروسته ځايي خلکو سیمه کې لاریون وکړ.

دا لاریون پر پرلت بدل شو، خو له حکومت سره تر خبرو وروسته د مارچ پر ۲۹ پای ته ورسېد.

ځايي خلکو دغه سیمه کې د خلکو د وژنې د عاملانو موندلو او سیمه کې د امن راوستو غوښتنه کوله.

اوس دا خلک وايي، چې حکومت یواځې د هغو څلورو وژل شویو کورنیو سره مالي مرسته کړې او وژنې لا هم روانې دي، ځکه یې پرلت پیل کړی دی.

ګوهر وزیر وايي، دا پرلتوال د ژمنو پوره کېدو په تړاو د ځايي چارواکو په ځای د مرکزي حکومت سره نوی تړون غواړي.

پخواني نیول

منظور پښتین د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې ونیول او بیا همغه میاشت کې خوشی شو.
د عکس تشریح، منظور پښتین د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې ونیول او بیا همغه میاشت کې خوشی شو.

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۲۶ هم منظور پښتین نژدې د پېښور په تهکال کې د پاکستاني پولیسو لخوا نېول شوی و.

هغه مهال پر ده تور لګول شوی و چې د پاکستان اساسي قانون پر ضد یې وینا کړې او کرکې خورولو هڅه یې کړې.

د منظور پښتین د زنداني کولو په اړه هغه مهال بي بي سي د ډېره اسماعیل خان پولیسو یو رپوټ ترلاسه کړی و چې ادعا پکې شوي وه، ښاغلي پښتین په دغه ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.

خو د همغه کال د جنورۍ پر ۲۶ محکمې منظور پښتین بري کړ.

هغه مهال د نوموړي نیول کېدو افغانستان، پاکستان د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو ا پراخ غبرګونونه پارولي وو او د خوشي کېدو لپاره یې مظاهرې هم وشوې.

هغه مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بښنې نړیوال سازمان هم د نوموړي د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.