بنو کې د جاني خېلو لاریون له حکومت سره تر خبرو وروسته پای ته ورسېد

بنو

د عکس سرچینه، ZAMEER KHAN

د خپرېدو وخت

د پښتونخوا په بنو ضلعه کې جاني خېلو لاریون چې له تېرې اونۍ روان و او پرون له څلورو مړیو سره د اسلام اباد په لور وخوځېد، نن له حکومت سره تر خبرو وروسته پای ته ورسېد.

له حکومت سره د دې لاریون د مرکچي پلاوي یو مشر او د پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ پخوانی غړی عدنان وزیر له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د دوی ټولې غوښتنې حکومتي چارواکو منلې دي او تر هغه وروسته دوی خپل لاریون ختم کړ او اوس به خپل مړي په جاني خېلو کې خاورو ته سپاري.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، دوی له حکومتي چارواکو لیکل اخیستي، ځکه چې د ده په خبره، چارواکو په تېر کې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي.

تېره اونۍ د څلورو ځلموټو د مړیو تر موندل کېدو وروسته دا لاریون پیل او پرون د اسلام اباد په لور وخوځېد.

خو ځايي امنیتي ځواکونو یې د اسلام باد په لور د تګ مخه نیوله او سیمې ته د صوبایي او مرکزي حکومت چارواکي ورسېدل.

"ښه او بد طالبان نه پرېږدو"

KP GOVERNMENT

د عکس سرچینه، KP GOVERNMENT

د عکس تشریح، حکومت جرګې ته لیکلی سند ور کړی دی.

د جاني خېل پرلتوالو او حکومت د استازو ترمنځ د دوشنبې تر سهار خبرې روانې وې او صوبايي وزیر کامران بنګش وویل، د حکومت او ځايي مشرانو ترمنځ خبرې بریالۍ شوې دي.

د پښتونخوا سر وزیر یا اعلی وزیر محمود خان رسنیو ته ویلي، د دې پېښې د پلټنو لپاره به هر ډول وسایل او لارې چارې وکاروي:

"حکومت هوډمن دی، څېړنې وخت نیسي، خو له اغېزمنو کسانو هیله ده چې د صبر لمن ونیسي."

نوموړي دا هم ویلي، چې حکومت د هر وژل شوي کس پر سر د هغه کورنۍ ته ۲۵ لکه روپۍ ور کوي او جاني خېل کې یې د امن ټینګولو لپاره درې میاشتې وخت غوښتی دی:

"د څلورو ځوانانو د مرګ روڼه پلټنه کېږي، جاني خېل کې شري عناصر که ښه طالبان وي یا بد نه یې پرېږدو."

SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، څلور ځلموټي چې په ښکار وتلي وو او مړي یې وموندل شول.

لاریون لا هم د بنو لنک روډ پر ادمي پل روان و او مشرانو یې ویل کله یې مرکچیان ور شي بیا به خپل قام له پرېکړې خبر کړي، چې لاریون ختموي او که نه.

پرلت کې موجود ډاکټر ګل عالم وزیر بي بي سي ته وویل، پرېکړه قام کوي، که قام له مذاکراتي ډلې سره جوړ وي، نو پرلت به ختم کړي او که جوړ نه وي، بیا به مشران پرېکړه کوي چې اسلام اباد ته وخوځېږي که نه.

خبریال محمد زبیر خان وايي، پرلتوالو بېګا شپه شنه اسمان ته تېره کړه او خوراک څښاک ور ته ځايي خلکو برابر کړی دی.

پولیسو پر انډس لویه لار د شپې مختلفو ځایونو کې خنډونه درول پیل کړل. د بنو سره تړلو کرک، کوهاټ او نورو لورو ته یې سخت امنیتي تدبیرونه ونیول.

د منظور پښتین او محسن داوړ نیول

حکومت مختلفو سیمو ته ډېر امنیتي ځواکونه اېستلي دي.

د عکس سرچینه، ZAMEER KHAN

د عکس تشریح، حکومت مختلفو سیمو ته ډېر امنیتي ځواکونه اېستلي دي.

خواله رسنیو کې پر صوبايي او مرکزي حکومت نیوکه کېږي چې اته ورځې یې له لاریونوالو سره خبرې ونه کړې، مګر کله چې دوی د اسلام اباد پر لور روان شول، نو بیا یې د خبرو هڅه وکړه.

پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین او قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د لاریون په لور وخوځېدل، خو لار کې ونیول شول.

د غورځنګ مشران وايي، لا هم مالومه نه ده چې دوی رسمي نیول شوي او بنو ته له تګ منع شوي دي.

له دواړو مشرانو سره د غورځنګ نور غړي هم ملګري وو.

د ځلموټو مړي څنګه وموندل شول؟

حکومت پر لاریونوالو اوښلن ګاز وکاراوه.

د عکس سرچینه، ZAMEER KHAN

د عکس تشریح، حکومت پر لاریونوالو اوښلن ګاز وکاراوه.

د جاني خېل قام دا څلور ځلموټي نږدې ۲۷ ورځې مخکې په ښکار وتلي او ورک شول، خو تېره یکشنبه یې مړي وموندل شول.

په همغه ورځ ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل چې په دغو زلموټو کې د یو سر پرې کړی مړی، بل په ډزو او دوه نور په تیږو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

د یوه ځلموټي احمدالله تره سبحان ولي بي بي سي ته ویلي، د دې ځلموټو د موندلو هڅه یې وکړه، خو هیڅ درک یې ونه شو:

"بیا یو شپون راغی ویل یې کوڅه ډبو سپو ځمکه کې مړي را خرلي دي، خلک چې هغه ځای ته لاړل دلته ځلموټي ښځ کړل شوي وو."

نوموړی وايي، دوی له چا سره دوښمني نه لري او لا هم مالومه نه ده چې دا کسان چا ووژل، ځکه اوس پرلت سره له حکومت غواړي چې وژونکي یې پیدا کړي.