منظور پښتین: غورځنګ هیڅکله سیاسي ګوند نه جوړوي

وزیرستان
د خپرېدو وخت

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، دا غورځنګ هیڅکله نه غواړي چې سیاسي ګوند جوړ کړي.

د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د دې غورځنګ یو مخکښ غړي او په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازي محسن دوړ وویل، د نوي ګوند پر جوړولو کار کوي.

خو منظور پښتین د ښاغلي دوړ له یادولو پرته خپل فیسبوک کې بېګا ناوخته وویل: "یو بحث روان دی چې نوې پارټۍ جوړېږي، ملګرو اول دا خبره کووم، چې تحریک هیڅ پارټۍ نه جوړېږي او د تحریک له پارټۍ سره هیڅ اړیکه نشته او پارټۍ جوړولو سره تحریک اړیکه نه لري. "

نوموړی زیاتوي د غورځنګ د چارو او غړیتوب د تنظم لپاره به هڅې چټکې روانې وي: "درې کلونو کې له ډېرو سختو ازموینو تېر شوي یو او راتلونکي کې به هم هر ډول ازموینې ته تیار یو: د خپل وطن او خپل قام په خاطر چې راته کومه لار په ګډه وټاکل شوه، په هغه لار به په مضبوطۍ او حوصلې سره ځو. "

که څه هم محسن دوړ وايي، ګوند ته ځکه اړتیا ده چې کوم ملګري پارلماني سیاست غواړي د دې ګوند له لارې خپلې موخې ته رسېدلی شي، خو منظور پښتین وايي، د ګوند یو غړی یا چارواکی د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی نه شي کېدلی او نه ایین کې د دې اجازه شته:

"د پي ټي اېم ایین کې دا ډېر واضح لیکل شوي چې د بلې پارټۍ غړی او چارواکی د دې تحریک غړی نه شي کېدلی."

منظور پښتین تر دې مخکې هم مرکو کې بیا بیا ویلي چې دا غورځنګ په ګوند نه بدلېږي او پارلماني سیاست نه کوي، خو د دې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن دوړ د ۲۰۱۸ کال جولای کې له وزیرستان د قامي اسمبلۍ ټاکنو ته ودرېدل او بریالي هم شول.

هغه مهال منظور پښتین له بي بي سره مرکه کې وویل، غورځنګ يې لاهم غیر پارلماني دی او د علي وزیر او محسن دوړ پارلمان ته تلل د هغوی شخصي پرېکړه وه.

غورځنګ څنګه جوړ شو؟

غونډه

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې د پولیس افسر راو انوار د وزیرستان یو اوسېدونکی نقیب مسید په دې تور وواژه چې ګواکې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

خو پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او پښتنو سیاسي مشرانو تور ولګاوه چې د راو انوار په مشرۍ د پولیسو یوې ډلې په یوه جعلي نښته کې نقیب الله مسید بېګناه وژلی دی.

د ۲۰۱۹ کال مارچ کې د کراچۍ د ترهگرۍ ضد يوې محکمې راو انور د نقيب مسيد پر وژنه تورن کړ.

د نقیب مسید د د وژنې غبرګون کې وزیرستان کې د مسید ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین لاریون وکړ او دا لاریون اسلام اباد کې په ۱۱ ورځني پرلت بدل شو او د مختلفو سیمو پښتنو پکې ګډون وکړ.

د غورځنګ غوښتنې

نقیب محسود

د عکس سرچینه، facebook/NaqibMehsud

د عکس تشریح، نقیب الله مسید چې له وژل کېدو وروسته یې پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو.

اسلام اباد کې د غورځنګ پرلتوالو او مشرانو له حکومت بېلابېلې غوښتنې وکړې، خو مهمې یې د سند د پولیسو د افسر راو انوار نیول، د هغو لادرکه پښتنو برخلیک مالومول چې قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال تری تم شوي او له قبایلي سیمو د هغو ځمکنیو ماینونه پاکول دي چې د پاکستان پوځ ځای پر ځای کړي.

وروسته دا غورځنګ د خپل مشر منظور پښتین په مشرۍ په پښتون ژغورنې غورځنګ بدل شو او له هغه راهیسې مختلفو سیمو کې وخت ناوخت غونډو کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.