تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ پښتونخوا کې د اختر له رانژدې کېدو سره ټولبندیز پیل شو؛ هند کې یوه ورځ کې ۴ زره کسان مړه شوي
د عیدالفطر یا کوچني اختر له رارسېدو یوه اونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په پنجاب ایالت او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د اتو ورځو لپاره قرنطین پیل شو.
پاکستان کې تېره ورځ د کورونا دریمې څپې بهیر کې له ۴۰۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبت او د ۱۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړ شوی دی.
له دې ډلې ۲۵ کسان یوازې خیبرپښتونخوا کې مړه او ۶۳۰ نور تازه په کورونا اخته شوي دي.
پښتونخوا کې تر دې دمه د کورونا ټولې تشخیص شوې مثبتې پېښې یو لک ۲۳ زره ۱۵۰ ته رسېدلي او ۳۵۶۲ کسان ترې مړه شوي دي.
پاکستان کې چارواکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴۸ زره ټیسټونه کړي او پایلې ښيي چې دغه هېواد کې د کورونا د نویو پېښو سلنه په ټیټېدو ده.
خو له دې سره سره، سر له نن شنبې (د می له اتمې) پښتونخوا، پنجاب او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مې له اتمې تر ۱۶ پورې عمومي لاک ډاون یا قرنطین پیل شوی دی.
دا په دې معنا ده چې د دغو ایالتونو او کشمیر اوسېدونکي به کوچنی اختر هم په قرنطین کې تېروي.
د دغو بندیزونو په لړ کې د پېښور-اسلام اباد او اسلام باد-لاهور ترمنځ لویې لارې (موټروې) ته د عامه ترانسپورت ننوتل هم بند شوي دي.
په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د اکسفورډ لخوا د جوړ شوي اسټرازېنېکا واکسین لومړۍ جوپه ور رسېدلې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر د روغتیا برخې ځانګړي مرستیال ډاکتر فیصل سلطان بي بي سي ته ویلي په لومړۍ ټولګه کې د اسټرازېنېکا یو میلیون ۲۳۰ زره ۴۰۰ ډوزه واکسین شامل دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې نږدې همدومره نور واکسین هم ترلاسه کړي.
هند کې وضعیت څنګه دی؟
هند کې په لومړي ځل په یوه ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۴۱۹۱ کسانو مړینه ثبت شوې ده. له دې مړینې سره د کورونا وبا له پیل راهیسې هند کې په کوویډ-۱۹ د اخته کېدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۳۰ زرو واوښت.
له دې سره دا اندېښنه هم شته چې هند کې به په کورونا وېروس د مړو شویو کسانو اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ وي.
هند کې د اکسیجن او د روغتونونو بېړنیو څانګو کې د بسترونو کمښت په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د مړینې عمده عوامل بلل کېږي.
له تېرو څو ورځو راهیسې دغه هېواد کې هره ورځ د کورونا وېروس له ۴۰۰ زرو ډېرې مثبتې پېښې هم ثبتېږي.
روغتیايي متخصصانو هند کې د قرنطین د محدودیتونو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد کې د کورونا دویمه څپه ښايي د روانې می میاشتې تر وروستیو اوج ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د اپوزیسیون ګانګرس ګوند مشر راهول ګاندي له لومړي وزیر نرېندرا مودي غوښتي چې عمومي قرنطین اعلان کړي.
په دې لړ کې په سویلي تامیل ناډو ایالت کې سر له نن (شنبه مې اتمه) او کارناتاکا کې له څو ورځې راهيسې د دوو اونیو لپاره محدودیتونه لګول شوي دي.
اندېښنه دا ده چې دغه وېروس به د هند کلیوالي سیمو کې چې د ښارونو پرتله کمو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري، د ډېرو مړینو لامل شي.
د هند ګاونډی نیپال وضعیت
د هند په شمالي ګاونډي نیپال کې هم کورونا وېروس په چټکۍ سره خپرېږي او دغه هېواد کې له هرو ۵ معایناتو د دوو کسانو کورونا مثبته خېژي.
د هند او نیپال ترمنځ پولې پرانیستې او خلک یې د تګ راتګ لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.
دغه هېواد کې تر دې دمه له ۳۵۰۰ ډېر کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي.
د سویل ختیزې اسیا فېلیپین کې هم روغتیايي سیستم د کورونا د نویو زیاتېدونکو پېښو تر فشار لاندې دی.
دغه هېواد تر اندونیزیا وروسته ډېرې پېښې لري او سختو او اوږدو بندیزونو یې اقتصاد ته زیان اړولی دی.