له ۱۷ کاله وروسته سوات هوايي ډګر بېرته فعال شو

د پاکستان حکومت د پښتونخوا شمالي سیمو کې د ګرځندوی صنعت او سوداګرۍ ودې ته پام اړولی دی.
دې لړ کې له شاوخوا ۱۷ کلونو وروسته د سوات سیدو شریف هوايي ډګر بېرته فعال شوی دی.
له څه مودې راهیسې د پښتونخوا شمالي سیمو کې د سیلګرۍ یا ګرځندوی د ودې لپاره هوايي ډګرونه بېرته فعال او خدمات بیا په پیلېدو دي.
د سوات سیدو شریف هوايي ډګر د دې لړۍ څلورم ډګر دی او تر دې وړاندې د سکردو، ګلګت او چترال هوايي اډو کې هم خدمات له سره پیل شوي دي.
د پاکستان نړیوال هوايي کرښې یا پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ خان بي بي سي ته ویلي چې سیدو شریف ته به د اوونۍ دوه الوتنې کېږي:
"لومړنۍ الوتنه نن جمعه د سهار ۸ بجې لاهور د اسلام اباد له لارې سوات ته کېږي او د ماښام ۵ بجې به بېرته راوګرځي. له اسلام اباد تر سوات کرایه ۶۲۰۰ او له لاهور سوات ته کرایه ۷۸۰۰ روپۍ ټاکل شوې ده."
پي ای اې به د دغو الوتنو لپاره له کوچنیو سپرلي 'ای ټي ار' الوتکو ګټه واخلي.
د سیدو شریف هوايي ډګر سوات کې د توندلارۍ د څپې او هلته د پوځي عملیاتو له کبله له ۲۰۰۴ کال راهیسې تړلی و.
اوس وضعیت کې د ښه والي د څرک لګېدو او د ثبات د ټینګښت له شونتیا وروسته سیمه کې سوداګریزې او سیاحتي چارې بېرته پیل شوې دي.
پخوا الوتنې څنګه وې؟

د عکس سرچینه، NOMAN SHAH
سوات ته له پېښور او اسلام اباد د الوتنو تر بندېدو وړاندې د پاکستان نړیوال هوايي شرکت پي ای اې مشر پیلوټ عمران سهیل شاوخوا اووه کاله په دې لار الوتنې کړې دي.
هغه بي بي سي ته وویل هغه مهال د فوکر الوتکې پیلوټ و او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۴ کال پورې سوات ته د فوکر الوتکو د پیلوټ او مرستیال پیلوټ په توګه تللی راغلی دی.
هغه وايي د سیدو شریف هوايي ډګر د سوات درې تل کې د غرونو منځ کې پروت ښکلی ډګر دی.
نوموړی د خپلو تجربو یادونه کوي او وايي له اسلام اباد او پېښور تر الوتنې وروسته به چې الوتکه د سوات پولو ته تر رسېدو وړاندې له غرونو څنګه تېرېده نو نظاره به بدله شوه او لاندې به شنې درې او چټکې بهیدونکې اوبه ښکارېدې.
عمران سیهل وايي هغه مهال به یې چې سوات، چترال او ګلګت ته الوتنې کولې نو پر کورنیو سیلانیانو سربېره به یې ګڼ بهرني سیلانیان هم د سفر ملګري وو.
هغه وايي هغه مهال وضعیت ښه و، وخت ناوخت به مساپرو ته د هغوی د غوښتنې له مخې د پیلوټانو خونې ته د ورتګ اجازه هم ورکول کېدله.
هغه د داسې یوې بهرنۍ ښځې او د هغې د مېړه یادونه هم کوي، چې د الوتکې د کنټرول خونې ته ورغلي او دوی سره یې کیسې کړې دي.
ښاغلی سهیل وايي دې ښځې او خاوند یې ورته وویل، له امریکا راغلي او غواړي د پاکستان شمالي سیمې وګوري، په ځانګړې توګه د ګلګت د هنزه ښار د لیدو ډېر لیوال دي.
هغه وايي دغه امریکايي سړي خپله ښځه د واده د کلیزې په مناسبت او خوښۍ د هنزه ښار لېدو ته راوستې وه.
د الوتنو پیل به پر سیمه مثبته اغېز وکړي؟

د عکس سرچینه، SHAHUDDIN
د پښتونخوا د ګرځندوی مسئول عابد مجید بي بي سي ته ویلي د دغو الوتنو له پیلېدو سره به نه یوازې د سوات چکر وهونکو ته بلکې له دې درې د هېواد نورو ښارونو ته تلونکو خلکو ته هم اسانتیاوې برابرې شي.
هغه وايي ډېر خلک د وخت سپمولو لپاره هوايي سفر غوره ګڼي.
نوموړی زیاتوي دغو سیمو ته له بهر خلک راځي او د هېواد د سویلي سیمو یانې لاهور، کراچۍ، اسلام اباد، پېښور او نورو سیمو خلک هم غواړي ورشي.
هغه وايي د هوايي اړیکو په ټینګېډو به له سوات کبان، مڼې او نورې مېوې هم په اسانۍ د پاکستان نورو سیمو ته رسول کېدای شي او دغه کار سره به سوداګري وده وکړي.
هغه وايي له دې کبله چې اوس اوونۍ کې یوازې دوه الوتنې کېږي او هوايي ډګر فعال شوی، نو د سیاحت او ګرځندوی د ودې لپاره به کوچنیو الوتکو او ګلائیډرونو ته هم اجازه ورکړ شي او د دغه کار غوښتنه اعلی وزیر ته استول شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې شل کاله وړاندې سوات کې دود د غرختنې د روزنې لړۍ به هم له سره پیل شي.
د پښتونخوا د ګرځندوی مسوول وايي حتمي نه ده چې ټول دې ایورسټ غره ته ختل وغواړي، بلکې د کمې تجربې خلکو ته سوات کې د غرختنې برخه کې د روزنې د اسانتیاو د برابرېدو چارې روانې دي او له دغه کار سره به خلک خامخا په دغو سیمو ورمات شي.
سوداګري به وده وکړي؟

د عکس سرچینه، BHASKER SOLANKI
سیاحت او سوداګرۍ لپاره کم وخت کې د ډېر کار او ګټې تګلاره تعقیبېږي او کله چې د لارې سفر ډېر وخت واخلي نو بیا خلکو ته د چکر او ګرځېدو لپاره وخت کم پاتېږي.
سوات کې د هوټلونو د ټولنې مشر احد خان بي بي سي سره خبرو کې وویل د الوتنو له بېرته پیلېدو سره به دغو سیمو کې د هوټلونو او میلمستونونو د صنعت پر وده سربېره نوره راکړه ورکړه هم وغوړېږي.
هغه وايي کله چې په ۲۰۰۴ کال هوايي خدمات درېدل نو د توندلارۍ او ترهګرۍ څپه یې یو او د هوايي لیکو زیان بل لامل بلل شوی و.
احد خان زیاتوي حتمي نه ده چې ټولې الوتنې دې د ګټې لپاره وي، بلکې ځینو سیمو ته الوتنې د ځايي وضعیت د کتو له مخې هم اړینې دي.
هغه وايي د دغو الوتنو کرایه دې ټیټه او الوتنې دې ډېرې شي او پرې دې سربیره دې حکومت د سړکونو رغولو ته هم پام واړوي.
د احد خان په وینا د سوات او نږدې نورو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي له هېواد بهر کارونه کوي او دا الوتنې به هغوی ته هم تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړی وايي روان کال د لویې لارې جوړېدو د سیاحت او ګرځندوی پر صنعت او د سوداګرۍ په وده ډېر ښه اغېز شندلې او که دغه هوايي لارې هم فعالې شي، نو ګټه به یې لا زیاته وي.



















