سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه
د خپرېدو وخت
د خيبر پښتونخوا د سوات په کبل سيمه کې په زرګونو کسانو چې ګڼ شمېر ښځو هم په کې وې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې ګډون کړی و.
د غورځنګ مشرانو یوځل بیا له چارواکو د خپلو غوښتنو پوره کېدل وغوښتل چې له پښتني سیمو نه د پوځ ایستل او د تري تم شویو وګړو موندل او خوشې کول یې تر ټولو مهمې دي.