د ملالې له ګواښلو وروسته د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند ټوېټر وتړل شو

د عکس سرچینه، AFP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستاني طالبانو غورځنګ د پخواني ویاند احسان الله احسان ټوېټر له هغه وروسته وتړل شو چې د نجونو د زدکړو پښتنې فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ ته یې خبرداری ورکړ چې که دا ځل پاکستان ته ورغله نو له دې او پلار سره به یې "حساب کتاب وشي".
خو تر دې ګواښ وروسته د نوموړي ټوېټر حساب تړل شوی دی.
د ډیجټل رسنیو برخه کې د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان یوه سلاکار ډاکټر ارسلان خالد ادعا کړې چې احسان الله احسان ته منسوب دغه ټوېټر اکاونټ جعلي دی او دوی په دې اړه د توېټر له ادارې سره اړیکه نیولې.
خو پخپله احسان الله احسان بي بي سي ته استول شوي غږیز پیغام کې منلې ده چې تړل شوی ټوېټر حساب د ده خپل و.
بل لور ته د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي ویلي، پوره ډاډ لري چې تړل شوی توېټر حساب د احسان الله احسان و، خو اصلي پوښتنه دا ده چې نوموړی څرنګه دپاکستاني حکومت له بنده په تېښته بریالی شو.
پخواني طالب ویاند ملالې ته څه لیکلي وو؟
احسان الله احسان پر ټوېټر ملالۍ یوسفزۍ ته د هغې په اړه د بي بي سي د یوې تازه لیکنې په ځواب کې دا خبرداری لیکلی وو.
په دې لیکنه کې ملالې ویلي وو چې د بریتانیا برمنګهم ښار اوس ورته لکه دویم کور داسې دی.
د دې لیکنې په ځواب کې احسان الله احسان ملالې ته لیکلي: "ژر خپل لومړي کور (پاکستان) ته راشه. تا او ستا پلار سره ډېر حساب پاتې دی. تا پسې چې کوم پور دی هغه باید درنه واخیستل شي. دا ځل به د حساب لپاره یو ماهر کس در واستول شي چې هېڅ شک پکې پاتې نشي".
د ملالې غبرګون

د عکس سرچینه، Twitter
د دې په غبرګون کې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او ددغه هیواد د پوځ له ویانده پوښتنه کړې، چې احسان الله احسان د دوی له بنده څنګه خلاص شوی.
ملالې پر خپله ټوېټر پانه لیکلي: "دا د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند دی چې پر ما او ګڼو نورو بېګناه کسانو د برید مسئولت مني. دی اوس پر خواله رسنیو خلکو ته ګواښنې کوي".
احسان الله احسان بیا هم د ملالې یوسفزۍ د همدې پوښتنې په ځواب کې ورته لیکلي: "له هغو کسانو چې ته ځواب غواړې هغوی هېڅ ځواب نه لري. که غواړئ نو زه چمتو یم چې د خپلې تېښتې کیسه درته وکړم. په یاد ولری چې زه د ای اېس پي ار (د پاکستاني پوځ ویاند) او عمران خان په څېر درواغجن نه یم".
د پاکستانیو طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان تېر کال په فبرورۍ میاشت کې پر خواله رسنیو ادعا وکړه، چې دی او کورنۍ يې د پاکستانیو استخباراتو له زندانه خلاص شوي او دا وخت په یوه خوندي ځای کې له کورنۍ سره ګډ ژوند کوي.
تردې وړاندې د ۲۰۱۷م عیسوي کال په اپرېل میاشت د پاکستان پوځ د احسان الله احسان یو داسې بیان خپور کړ، چې په کې نوموړي ویلي وو، چې پوځ ته تسلیم شوی دی.
تېر کال په فېبرورۍ میاشت کې بیا د احسان الله احسان یو غږیز پېغام پر خواله رسنیو خپور شو، چې په کې نوموړي دا اعلان وکړ، چې د پاکستاني پوځ له بنده خلاص شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانیو چارواکو او پوځ لومړی د دوی له بنده د نوموړي د تښتېدو په اړه له څه ویلو انکار کاوه، خو وروسته بیا د یاد هېواد د هغه وخت د کورنیو چارو وزير اعجاز شاه له رسنیو سره خبرو کې ومنله، چې احسان الله احسان د دوی له بنده تښتېدلی او دوی يې پلټنې کوي.
د ویلو وړ ده چې پر ملالې یوسفزۍ شاوخوا ۹ کاله وړاندې د پښتونخوا په سوات کې هغه مهال وسلوالو طالبانو برید وکړ، چې نوموړې له ښوونځي بېرته خپل کور ته پر لاره وه. اغلې یوسفزۍ په هغه برید کې تر ټپي کېدو وروسته بریتانیې ته د درملنې لپاره ولېږدول شوه او له همغه راهیسې هملته مېشته ده.
پر ملالې یوسفزۍ ددغه برید مسوولیت هغه وخت د پاکستانیو طالبانو ویاند احسان الله احسان قبول کړی و.
ملاله یوسفزۍ تېر کال د بریتانیا له مشهور اکسفورډ پوهنتونه فارغ شوه او څه موده وړاندې یې د بي بي سي راډیو له یوې خپرونې سره د خپل اوسني ژوند په اړه غږېدلې وه.



















