ملاله یوسفزۍ: پاکستان دې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا سره یوځای کړي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
پاکستان کې چاپیدونکې ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د نوبل جایزې ګټوونکې ملاله یوسفزۍ د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا ایالت سره یوځای کړي.
ورځپاڼې د ملالې یوسفزۍ هغه ویډیوي پیغام چې نوموړې ټویټ کړی، خپور کړی دی. په دغه پیغام کې ملاله یوسفزۍ وايي:
د قبایلي سیمو خلک پر پاکستان هماغومره حق لري چې د نورو سیمو خلک یې پرې لري، خو له بده مرغه له تېرو څو لسیزو راهیسې د قبایلي سیمو خلک له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي ځکه نو له حکومت نه په کلکه غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په برخه کې نور ځنډ ونه کړي او ژر تر ژره قبایلې سیمې له خېبر پښتونخوا ایالت سره یوځای کړي.
ګارډین:
پلاستکي کڅوړې نړیوالې اوبه ګواښي تر سرلیک لاندې د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي:
له پلاستکي کڅوړو نه له حده ډېر کار اخیستنه د سمندرونو او سمندري ژوو د اوسیدو د ځایونو د ککړیدو سبب شوې ده.
ګارډین لیکي چې په راتلوونکو لسو کلونو کې به له دې امله پر بحري خوړو ناوړه اغیزه وشي چې ښې پایلې به ونه لري.

د عکس سرچینه، MAIKE NICOLAI/GEOMAR
نیویارک ټایمز
مصر کې د ترهګرۍ په تړاو د ۱۵ کسانو اعدامولو د اسلامپالو ترمنځ اندېښنه پارولې تر سرلیک لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي:
پرون مصري چارواکو په ۲۰۱۳ کال کې په سینا ټاپو کې د برید کولو له امله ۱۵ کسان په دار وځړول چې د دولتي رسنۍ له خوا رپوټ شو.
ورځپاڼه لیکي چې دا له ۲۰۱۵ کال راپدې خوا چې شپږ کسان په کې یو ځای اعدام شول ډېر کسان وو چې په یو وار اعدام شول او د بشري حقونو فعالانو او سخت دریځو وویل چې له دې سره به ګڼ شمېر ځوانان له داعش ډلې سره یوځای کېدو ته وهڅېږي.
یوه وکیل چې د اخوان المسلمین ګوند د ګڼو غړو وکلات یې کړی وايي دا د ظلم یوه نوې څپه ده چې په وینا یې له امله به یې ګڼ مصري ځوانان له داعش ډلې سره یوځای کېدو ته وهڅېږي.
ورځپاڼه لیکي چې په مصر کې د محکمو له خوا د مرګ سزا ورکول ډېر شوي او رپوټونه وايي چې تېر کال ۶۰ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې وه او سږکال تراوسه دا شمېر ۱۸۶ تنه دی.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY
همدا نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت خپل عملیات په ټوله نړۍ کې پراخوي او د دې وزارت ۲۰۰۰ مامورین په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې فعالیت کوي.
یوه امریکايي چارواکي ورځپاڼې ته له هېواده بهر د عملیاتو په اړه په خبرو کې ویلي امریکا ته ډېری اصلي ګواښونه له هغو هېوادونو راځي چې د کورني امنیت وزارت مامورین په کې په فعالیت بوخت دي.
د یوه رپوټ له مخې همدې امریکايي مامورینو په ۲۰۱۵ کال کې امریکا ته د ۸۱۰۰ مشکوکو کسانو د سفر کولو مخه ونیوله.

د عکس سرچینه، AFP
ټوډې ورځپاڼه
چینایۍ ورځپاڼه چېنا ټوډې د کارپوهانو له قوله په یو مطلب کې لیکي:
په چین کې به له پولې زیرمو نه د کار اخیستلو په برخه کې محدویتونه ډېر شي او له دې سره به د چین اقتصاد لا پیاوړی شي.
ورځپاڼه لیکي چې چارواکي د اقتصادي ودې په خاطر غواړي چې له پولې زیرمو نه پر کار اخیستنې خپل کنترول ډېر کړي.




















