مومندو کې د مرمر ډبرو غر ښویېدو اتلس کسان ووژل

TWITTER/@SECKERMANI

د عکس سرچینه، TWITTER/@SECKERMANI

د عکس تشریح، لا هم تر ډبرو خلک لاندې دي.
د خپرېدو وخت

د پښتونخوا پخوانۍ قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د مرمر ډبرو د غرښو یېدو له امله اتلس کسان وژل شوي دي.

پېښه د مومند ایجنسۍ په زیارت کلي کې پرون شوې، چې د دې ایجنسۍ له مرکز غلنۍ ۲۵ کیلومتره لرې پروت دی.

د پېښې ځای ته لومړی رسېدلی خبریال نور سلام وايي:

"غر ښویېدو پسې لویې لویې ډبرې لاندې غورځېدلې او کان غورځېدلی، کله چې زه ورسېدم خلک خپله لاس په کار او سخت خپه وو."

چارواکي وايي، دې پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي او همدومره ټپیان دي.

سیمې ته ژغورنډلې رسېدلې او چارواکي دا هم وايي، چې ښايي په لسګونو کسان لا هم له ډبرو لاندې وي.

کان پرون مازیګر په داسې مهال غورځېدلی چې پکې ډېر کسان په کار بوخت وو.

ځايي خلکو بي بي سي ته وویل، خپلو هڅو سره یې لومړیو کې لس مړي وايستل او وروسته امنیتي ځواکونه هم ورغلل.

عیني شاهدان دا هم وايي، چې له ډبرو رایستل شوي مړي د پېژندلو نه دي.

د دې پېښې د ځینې مړو جنازه هم وشوه.

د عکس سرچینه، KHANZEB

د عکس تشریح، د دې پېښې د ځینې مړو جنازه هم وشوه.

د ژغورنډلې مرستیال ساجدالله وايي، له نژدې سیمو یې هم مرستندویه ډلې ورغوښتې دي.

که څه هم ژغورونکي سیمه کې دي، خو ویل کېږي پرمختللي وسایل نه لري.

د ځايي دولتي روغتون یوه کارمن مظفرخان بي بي سي ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۱۲ مړي او شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.

یو سخت ټپي پېښور ته ولېږدول شو او پاتې کسانو دلته علاج کېږي.

ځايي خبریال نور سلام چې اول ځل دې سیمې ته ورسېد وايي، یو ځوان ژړل او ویل یې له خپل ورور سره یې یوه ټرک کې مرمر ډبرې ټولولې، خو دې پېښه کې یې ورور او ټرک له ډبرو لاندې شول.

یو ژغورونکی ساجدالله هم وايي، له ډبرو لاندې یې ټرک پیدا کړی چې درې مړي هم پکې وو.

د مرمر ډبرو غر سره نژدې استوګنځي هم شته، خو تاوان نه دی ورته رسېدلی.

غر ولې ښویېدلی؟

RESCUE 1122

د عکس سرچینه، RESCUE 1122

د باجوړ ایجسنۍ بلال یاسر چې خواله رسنیو کې ډېر فعال دی وايي، مرمر ډبرو کان کې تر ډېره ځايي ځوانان کار کوي، دې کانونو کې له باران ورېدو تر یوې اونۍ پورې کار نه کېږي، خو دا ځل دوه ورځې مخکې باران پسې دلته کار پیل شو.

دی زیاتوي دلته سلګونه کسان کار کوي او چې د ماشینونو په مټ ډبرې لرې شوې نه وي، نو دا ستونزمنه ده چې څومره کسان لاندې شوي دي.