هغه سړی چې یوه شپه کې میلیونر شو

د عکس سرچینه، Tanzania Ministry of Minerals
تانزانیا کې د ټیټې کچې هغه کان اېستونکی چې یوه شپه کې میلیونر شو، نه یواځې خپل ټول ژوند بلکې د هېواد په کچه یې داسې لویې ګرانبیه ډبرې وموندې چې تراوسه ساری نه لري.
د سانینو لیازر دا دوه لویې تانزانېټ ډبرې ۱۵ کیلوګرامه وزن لري.
دا ګرانبیه ډبرې چې د ځمکې پر مخ ناویاتې دي، نوموړي ته یې ۳،۴ میلیون ډالر جوړ کړل.
کله چې بي بي سي وپوښت د تانزانیا له کانونو وزارت د دومره ډېرو پیسو ترلاسولو وروسته یې غبرګون څه دی، نو ځواب یې وو: لویه مېلمستیا به جوړوم.
تانزانېټ څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP
تانزانېټ ګرانبیه ډبرې یوازې د تانزانیا شمال کې پیدا کېږي او ډېرو منلو ګاڼو لکه په ګوتمیو، غاړکیو او بنګړیو او هم نورو سینګار توکو کې کارېږي.
دا د ځمکې پر مخ ناویاتې ګرانبیه ډبرې دي او د یوه اټکل له مخې ممکن تر شلو کلونو ختمې شي.
د دې ګرانبیه ډبرې جذابیت هم د هغې د مختلفو رنګونو له امله دی، لکه شین، سور، بانجاني او اسماني.
څومره یې چې رنګ او روښنايي ښه وي هغومره یې بیه ډېره وي.
ښاغلي لیازر تېره اونۍ دا ډبرې وموندلې چې د یوې وزن ۹،۲ او د بلې ۵،۸ کیلوګرامه دی.
د چارشنبې په ورځ یې دا ډبرې شمالي سیمه منیارا کې په مېله یا بازار کې وپلورلې.
له دې مخکې د تر ټولو لویې موندل شوې ډبرې وزن ۳،۳ کیلوګرامه و.
ولسمشر جان ماګفولي د ټلیفون له لارې ښاغلي لیازر ته د دې موندنې مبارکې ور کولو سره وویل:
"دا د ټیټې کچې کان اېستونکو ګټه ده او دا زبادوي چې تانزانیا شتمنه ده".
ښاغلي ماګفولي پر ۲۰۱۵ کال واکمنېدو سره ژمنه وکړه چې د کانونو برخه کې ملي ګټي خوندي کوي او له دې لارې د حکومت عاید زیاتوي.
دا میلیونونه ډالر څنګه لګوي؟

د عکس سرچینه، Tanzania Ministry of Minerals
۵۲ کلن لیازر څلور ښځې او ۳۲ بچیان لري.
نوموړی وایي د دې شتمنۍ په خوشالۍ کې یوه غوا حلالوي.
نوموړی د منیارا ولسوالۍ په خپله سیمه سیمنجارو کې د پانګونې پلان هم لري:
"ستر پلورنځی او ښوونځی جوړوم. دا ښوونځی خپل کور ته نږدې جوړوم. دلته ډېر غریب خلک دي چې ښوونځي ته د خپلو بچيانو د لېږلو وس نه لري".
دی وايي، خپله نالوستی دی، خو په مسلکي ډول د چارو چلول خوښوي، ځکه غواړي چې بچیان یې دا کاروبار په مسلکي ډول وچلوي.
د ښاغلي لیازر په څېر د ټیټې کچې کان اېستونکي د کان پلټلو لپاره د حکومت جواز ته اړتیا لري، خو لا هم د سترو کمپنیو ملکیت کې کانونو سره بې قانونه کان اېستنه روانه ده.
پر ۲۰۱۷ کال ولسمشر ماګفولي پوځ ته امر وکړ چې منیارا کې د مبرلاني کانونو سیمه باندې ۲۴ کیلومتره دېوال را تاو کړي.
باور دی چې دا کان نړۍ کې د تانزانېټ یواځنۍ سرچینه ده.
په داراسلام کې د بي بي سي خبریال سامي اوامي وايي، کال وروسته حکومت د کانونو برخې عاید کې د پام وړ زیاتوالي خبره وکړه او دا یې هم د دې دېوال له برکته وبلل.
دا باد را وړې شتمني به یې ژوند بدل کړي؟

ښاغلی لیازر وايي، د دې نوې شتمني له پیدا کولو سره احتیاطي ګامونو پورته کولو ته اړتیا نه لري:
"پوره امنیت دی، مشکل به ونه لرم، ان د شپې هم ګرځېدلی شم".
هغه زیاتوي، له نوي شهرت او بخت سره سره لا هم د خپلو دوو زرو غواوو د ساتلو او چوبولو پلان لري.



















