د "عامر تهکالي" قضیه: افغان سفیر د پېښور پولیسو د ناروا چلن په اړه ځواب وغوښت

پېښور

د عکس سرچینه، .

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې افغان سفیر وايي، د پېښور پولیسو له خوا له یوه افغان وګړي سره د نا انساني چلن موضوع له نږدې څاري او د پاکستاني‌ چارواکو لخوا ډاډ ورکړل شوی چې دا قضیه به په عادلانه توګه څارل کېږي.

اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"موږ له نږدې او په جدیت د افغان وګړي ردیع الله، چې د عامر په نوم هم یادیږي، ربړونه او له هغه سره نا انساني چلن څارو. لوړ پوړو پاکستاني چارواکو ډاډ راکړی چې د حقوقي او قضايي بنسټونو له لارې به د هغه په حق کې عدالت تامینیږي".

اصله قضیه څه وه؟

څو ورځې وړاندې پر خواله رسنیو د عامر تهکالي په نامه د یو داسې کس ویډیو رامخې ته شوه چې ظاهراً د نشې په حالت کې یې پولیسو ته سپکې سپورې ویلې.

وروسته په یوه بله ویډیو کې ښکاري چې همدا کس د پېښور پولیسو لخوا نیول کېږي، او د نیول کېدو پر وخت یې نیم بربنډ کړی او د پولیسو افسران تشدد پرې کوي.

د دې کس د نیول کېدو پېښه څو ورځې وړاندې د پېښور ښار په تهکال سیمه کې رامنځته شوې.

مشعل

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan

د عکس تشریح، افغان سفیر عاطف مشعل وايي، موضوع له نژدې څاري

پر خواله رسنیو د دې دویمې ویډیو له راڅرګندېدو وروسته ګڼو کسانو د پېښور پولیسو پر چلن او دې کس سره د دوی پر ناروا چلن سختې نیوکې وکړې.

وروسته د پېښور پولیسو چارواکو وویل چې د خپلو افسرانو چلن په اړه څېړنې کوي‌ او د اړوندې تاڼې مشر یې هم له دندې ګوښه کړی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو له خوا په یوه لنډ بیان کې ویل شوي چې د دې ایالت د پولیس مشر ثناء الله عباسي د پنجشنبې پر ورځ پېښور کې له افغان کونسل نجیب الله احمدزي سره د پولیس په مرکز کې کتلي دي.

بیان زیاتوې چې دې غونډه کې افغان کونسل ته د "پولیسو لخوا د ناوړه چلن او د دې خپګان وړ پېښې په اړه مالومات ورکړل شول".

له دې وړاندې ځايي چارواکو ویلي وو چې پرون ( چارشنبه جون ۲۴ ) دې قضیه کې د څلور پولیسو افسرانو پرضد قضیه ثبت شوې او درې پولیس افسران نیول شوي دي.

د دې قضیې د څېړلو لپاره لا له وړاندې د خیبر پښتنوخوا د ایالتي حکومت د چارواکو په وینا د لوړې کچې یوه څېړونکې کمېټه ټاکل شوې ده.

پېښور

د عکس سرچینه، Peshawer police

د عکس تشریح، د خیبر پښتونخوا پولیسو له خوا په یوه لنډ بیان کې ویل شوي چې د دې ایالت د پولیس مشر ثناء الله عباسي د پنجشنبې پر ورځ پېښور کې له افغان کونسل نجیب الله احمدزي سره د پولیس په مرکز کې کتلي دي.

په پیل کې داسې ویل کېدل چې د عامر تهکالي په نامه مشهور دا کس د پېښور اصلي اوسېدونکی دی، خو اوس ویل کېږي چې دی د ردیع الله په نامه یو افغان کډوال دی.

پېښې ته په غبرګون کې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ایالتي سلاکار اجمیل وزیر ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر له دې پېښې خبر دی او د ټولو ښکیلو پولیس افسرانو پرضد د څېړنو لپاره لومړنی راپور (ایف آی ار) ثبتیږي او د ده په وینا تر ټولو سخته سزا به ورکول کېږي.

بله خوا د خیبر پښتونخوا ایالت مېنګورې ښار کې سلګونه اعتراض کوونکو له عامر تهکالي سره د پولیسو چلن و غانده او غوښتنه یې وکړه چې دې پېښه کې ښکیلو پولیس افسرانو ته دې د قانون سره سم سزار ورکړل شي.

دې اعتراضي غونډې ته یوه وینا وال ادریس پاچا خپله وینا کې وویل چې دې پېښه کې ښکیلو پولیس افسرانو ته دې داسې سزا ورکړل شي چې د ده په وینا راتلونکې کې څوک د پولیس یونیفارم بې ځایه ونه کاروي.

له دې وړاندې هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن رپوټونه ورکړل شوي.

د پاکستان حکومت پخوا هم د ورته قضیو په لړ کې افغان چارواکو ته د پلټنو ډاډ ورکړی او د افغان سفارت او کونسګلریو اندېښنې یې ځواب کړي، خو دا ډول پېښې بیا بیا تکرار شوي او د خلکو غبرګون یې پارولی دی.