پېښور کې د ډول له غږ سره د وزيرستان د سوداګرو احتجاج

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
- د خپرېدو وخت
د شمالي وزیرستان یو شمېر سوداګرو نن (پنجشنبه فبروري شپږمه) هم د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د ډول په غږولو هغه احتجاجي لاریون پیل کړ، چې له یوې اونۍ راهیسې یې هره ورځ کوي.
دوی دغه ډول احتجاج د پېښور له پریس کلبه پیلوي او له احتجاجي بنرونو او شعارونو سره د صوبايي اسمبلۍ یا ایالتي پارلمان تر ودانۍ پورې لاریون کوي.
دغه سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې له دوی سره شوې ژمنې دې پوره شي. یو ګډونوال عبدالخلیل وزیر بي بي سي ته وویل:
"په ۲۰۱۴ کې چې کوم پوځي عملیات وشول، د میرانشاه بازار یې له بیخه ونړاوه، بیا حکومت راسره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې د هرې نړول شوې مرلې بدل کې به ۴۵ لکه روپۍ او د هر نړېدلي دکان د مربع فوټ بدل کې به نژدې درې نیم زره روپۍ راکول کېږي، خو وروسته ځايي ډي سي عبدالناصر په خپله خوښه ولیکل، چې د ۴۵ پر ځای به ۱۵ لکه روپۍ ورکول کېږي او د هر دکان بدل کې به ټولټال درې لکه روپۍ ورکول کېږي، له هغه وروسته موږ وزیرستانیانو په شریکه پرېکړه وکړه، چې دا نه منو."
ښاغلی وزیر وايي، دوی له دې مخکې په وزیرستان کې هم یوه نیمه میاشت احتجاج کړی او له هغه وروسته یې په پېښور کې له دودیز ډول سره احتجاج پیل کړی دی.
دغه احتجاجیان وايي، د ضرب عضب په نامه د پاکستان له پوځي عملیاتو مخکې په میرانشاه کې لږ تر لږه ۶۰۰۰ دکانونه وو، چې ډېری یې وران شوي دي، چې په وینا یې د هر دکان بیه میلیونونو روپیو ته رسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی میر کلام وزیر ادعا کوي چې صوبايي چارواکي د اغېزمنو کسانو د ستونزو په حلولو کې جدي نه دي.
نوموړي رسنیو ته وویل، له چارواکو سره یې څو ځله خبرې کړې، چې په وینا یې کومه پایله یې نه درلوده.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.




















