پېښور پوهنتون د استادانو لپاره تنخواه نه لري

- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
- د خپرېدو وخت
د پاکستان تاريخي پوهنتون پېښور خپلو کارکونکو ته د مياشتني معاش ورکولو پيسې هم نه لري.
دا پوهنتون خپل تاريخ کې له لوی مالي کړکېچ سره مخ دی.
د پېښور پوهنتون د کلنۍ بوديجې کسر نژدې ۱.۳ ميليارد روپۍ دى.
د پوهنتون د مالي بحران بېلابيل لاملونه دي، خو يو لوی لامل يې د عالي زدکړو کمېشن يا (کمېسيون) لخوا د پوهنتونونو لپاره بوديجه کې کمی دی.
د پېښور پوهنتون د استادانو د اتحاديې مشر پروفيسر ډاکټر فضل ناصر بي بي سي ته وويل چې له ۲۰۰۷ م کال مخکې دې پوهنتون مالي ستونزه نه لرله. هغه زياتوي وروسته حکومت په صوبه کې ګڼ شمير نوي پوهنتونونه جوړ کړل:
"د پوهنتونو د شمېر زياتېدو سره په کار خو دا و چې حکومت د پوهنتونو بوديجه اضافه کړې وای خو برعکس یې بوديجه کمه کړه چي ورسره پوهنتونونه له مالي بحران سره مخامخ شول".
نوموړی زياتوي اوس د پيښور پوهنتون دا حال دی که پوهنتون خپلو متقاعد کسانو ته د تقاعد پيسي ورکوي نو بيا د کارکوونکو معاش پاتېږي او که معاش ورکوي نو د تقاعد پيسی پاتېږي.
د پېښور پوهنتون د کارمنانو شمير ۲۸۰۰ دی چې په دوی کې تقريبا" شپږ سوه استادان دي.
پېښور پوهنتون د مالي ستونزو د کمولو لپاره زياتو زدکوونکو ته داخلې ورکړې چي ورسره د زدکوونکو شمېر له لس زرو نه اتلس زرو ته ورسېد.
دا وخت په پوهنتون کې د پنځه ويشت زده کوونکو په سر يو استاد دی او د پوهنتون چارواکي نه غواړي چي د زده کوونکو شمېر له دې نه زيات کړي.
د پوهنتون د مالي کړکيچ سره ښوونکي هم اغېزمنېږي، خو نېغ په نېغه اثر يي په زدکوونکو پرېوځي.

د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو يا انټرنېشنل ريلشنز ځانګې مشرې پروفيسر ډاکټر منهاس مجيد بي بي سي ته وويل په دې څانگه کې يوازې څلور ښوونکي دي.
"په دغه څانګه کي د بي ايس، ماسټري، ايم فل او پي ايچ ډي کي زدکړې کېږي. څلور ښوونکي دغو ټولو ټولګيو لپاره پوره نه دي نو ځکه مو بيا عارضي (قراردادي) ښوونکي وگمارل خو پوهنتون دومره پيسې نه لري چي عارضی ښوونکو ته هم تنخواه ورکړي چي بيخي په لږو پيسو کار کوي".
هغه زياتوي د استادانو د کمي له کبله د زدکوونکو زدکړې اغېزمنېږي.
د پیښور پوهنتون چارواکو په تېرو څو مياشتو کي د خيبر پښتونخوا اعلی وزير محمود خان او والي يا ګورنر شاه فرمان ته د پوهنتون د مالي ستونزو په اړه يو شمير ليکونه هم استولي خو د دغو لیکونو کومې مثبتې پايلې مخې ته نه دي راغلې.
د پېښور پوهنتون د ريس يا وايس چانسلر پروفيسر ډاکټر اصف خان په مشرۍ د پوهنتون د عالي چارواکو يا سېنډېکېټ بيړنۍ غونډه کي د مالي ستونزو د حل لپاره د لنډ مهاله اواوږد مهاله پلانونو خبرې شوې".
د پوهنتون چارواکي د مالي ستونزو لنډ مهاله حل د حکومت لخوا د پوهنتون لپاره په مالي مرستو کي ګوري.

د پېښور پوهنتون وياند پروفيسر ډاکټر علي عمران بنګش بي بي سي ته ويلي د عالي چارواکو يا سينډيکټ غونډه کې د حکومت نه په سملاسي توګه د پوهنتون سره د مالي مرستې غوښتنه شوې.
هغه زياتوي چارواکو دا غوښتنه کړې چې د حکومت لخوا د يوې يا دوو مياشتو لپاره د معاشونو د پيسو ورکول د دې ستونزي حل نه دی بلکې که حکومت غواړي چې دا مسله د تل لپاره حل کړي نو پکار ده چې پوهنتون ته هره مياشت لږ تر لږ ۲۰۰ ميليون روپۍ ورکړي.
د پښتونخوا صوبايي حکومت په پوهنتون فشار اچوي چې پخپله د خپل لګښت د پوره کولو لپاره مالي وسیلې پراخې کړي او زياتې وسیلې ولټوي.
پوهنتون په تيرو څو کالونو کي د زدکوونکو فيس زيات کړی چي د مالي کمي په پوره کولو کې د پوهنتون لپاره يو لويه وسيله ده.
پوهنتون له خپلو وسیلو نه ۶۳ سلنه مصرف پوره کوي خو د ۳۷ سلنه مصرف لپاره د حکومت نه بوديجه غواړي.
که پوهنتون د زدکوونکو فيس زياتوي نو د دغه کار اثر هم نېغ په نېغه په زدکونکو پريوځي.
زده کوونکي څه وايي؟

د پېښور پوهنتون د بين المللي تعلقاتو يا انټرنېشنل ريلشنز څانګې يوې زده کوونکې ثمن ګل بي بي سي ته وويل که حکومت غواړي چي پوهنتون د دوی فيس نور هم زيات کړي نو دا ممکنه نه ده ځګه چي زدکوونکي د ليليو پيسې ورکوي نور هم ډير مصرف کيږي.
د زده کوونکو د فيس زياتولو سره به د ډېرو زده کوونکو زدکړې متاثرې شي او هغه خلک چي د يو نه زيات ماشومان لري هغوی لپاره به په خپلو ټولو ماشومانو زدکړې کول خورا ګران کار وي.
دا يوازي پېښور پوهنتون نه دی چې د مالي بحران سره مخامخ شوی؛ د صوبې دوه نور پوهنتونونو (ګومل او ډيره اسماعيل خان) او د پېښور زراعت یا کرنې پوهنتون هم د سختو مشکلاتو ښکار دي.
د پېښور پوهنتون چارواکو او د صوبايي چارواکو تر منځ څو وارې غونډې شوې خو حکومتي چارواکي تر اوسه د دې ستونزې دوامداره حل ته نه دي رسيدلي.
د پيښور پوهنتون چارواکو اندېښنه څرګنده کړې که حکومت د پوهنتون د مالي کړکيچ د دوامدار حل هڅه ونکړي نو دا پوهنتون د بنديدو له خطر سره مخامخ کېدای شي.


















