په پېښور کې ښځینه پولیس
د خپرېدو وخت
په پېښور کې اوس د نجونو او ښځو خونديتوب لپاره ښځينه پوليسې پر دندو ګومارل شوې دي. دمګړۍ، د پېښور په دوو بازارونو کې ښځینه پولیسانې کار کوي. کله چې د نورو ښځو ورته اړتیا وي نو پر یوه شمېره زنګ وروهي. په دوديز ډول په خيبر پښتونخوا کې کورنۍ په ډېره سختۍ خپلې لوڼې او ښځې پرېږدي چې پولیسې شي ځکه خو دغلته د ښځینه پولیسو شمېر هم بیخي کم دی. اوس چارواکي وايي په رسنيو کې د ښځينه پوليسو په اړه د تبليغاتو له مخې حالت په بدلېدو دی. رحمان الله رپوټ لري.