کوټه کې د پخوانیو توکو عجیبه نندارتون

- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي کوټه
- د خپرېدو وخت
د پاکستان سترو ښارونو کې کله کله په یوه بله پلمه نندارې جوړېږي، خو د بلوچستان مرکز کوټه کې داسې نندارتون جوړ شوی چې له مختلفو اړخونو توپیر لري.
دا دوه ورځنی نندارتون د حکومتي یا ناحکومتي ادارې په ځای هغو کسانو چې له لرغونتوکو سره مینه لري او هم هغو سوداګرو جوړ و چې دا توکي پېري او پلوري.

کوټه کې دا نندارتون کوم لوی هوتل یا ځانګړي ځای کې نه و، بلکې یوه پلازه کې جوړ شوی و.
دې توکو کې د خوراک څښاک پخواني څيزونه، ګاڼې، د سینګار وسایل او ګرانبیه ډبرې وړاندې شوې.

د دې نندارتون یو جوړوونکی محمد زمان وايي، خلک پر پخوانیو توکو نه پوهېږي، ځکه یې ارزښت او قدر هم ور سره نشته:
"د نندارتون موخه خلکو کي دا شعور پیدا کول دي چې پخواني توکي قېمتي دي او باید ویې ساتي".

د ښاغلي زمان په خبره، دې نندارتون ډېر توکي له سلو کلونو پخواني دي.

بلو چستان د دریو تمدونونو- بدهمت، ګندهارا او اسلامي کلتور- ځای پاتې شوی چې له امله یې د پخوانیو او لرغونتوکو له مخې د نړۍ یوه بډایه سیمه ده.
د نندارتون جوړوونکی مصدق صدیق دعوه کوي چې د بلوچستان ډېر لرغوني توکي غلا یا قاچاق کېږي.


د هغه خبره ده، چې که دې توکو ته ښه مارکېټینګ وشي، نو د غلا او قاچاق مخه یې نیول کېږي.
مصدق صدیق زیاتوي، بلوچستان کې ګرانبیه ډبرې هم ډېرې دي.


دې نندارتون کې هم د بروکایټ په نوم هغې ډبرې د خلکو پام خپل کړی و چې خاران ضلع یا ولسوالۍ کې موندل کېږي او د ښکلا له امله نړۍ کې ډېر مینوال لري
۔


















