پښتو ژبی نامتو شاعر افګار بخاري ووژل شو

د عکس سرچینه، Social media
د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ماښام نامالومه وسلوال نامتو شاعر افګار بخاري کور ته ورغلي او هغه یې پخپل کور کې دننه وژلی دی.
لا هم روښانه شوې نه ده چې افګار بخاري چا او ولې وژلی، خو پولیسو له دغې پېښې وروسته پلټنې پيل کړې دي.
ازاد خبریال عرفان خټک وايي، افګار بخاري شیعه فرقې سره تعلق ساتلو او تر اوسه له شویو پلټنو داسې ښکاري چې هغه وژنه فرقه ییزه ده؛ ځکه له دې مخکې پرې هم بریدونه شوي وو چې ترې بچ وتلی و.
د نوموړي په خبره، پولیس وایي افګار وژنه فرقه ییزه ده او که نه په دې تړاو یې پلټنې پيل کړې دي.
د نوموړي په وژنه خواله رسنیو کې ډېر غبرګون ښودل شوی او پر حکومت غږ شوی چې وژونکي یې مالوم او محاکمه کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم خپل فیسبوک کې لیکلي:
"تر څو چې د پښتونخواه په خاوره امن نه وي راغلی تر هغه با دا غمونه وي او دا ریاست لا خوا انصاف خو هسې هم دا پښتنو لپاره نشته ".
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
افګار بخاري خپل نوم سید ظهور عباس شاه و او د افګار په نوم به خلکو پېژاند، د ده تر اوسه کتاب نه دی چاپ شوی، خو په مشهوره سندرو کې یې شعرونه ویل شوي:
لا مې چې زړګي ته را نږدې نه وی
لا مو چې تر منځه فاصلې نه وی
دغه سندره د پښتو وتلي سندرغاي خیال محمد په غږ کې تر خلکو غوږونو رسېدلې او مشهوره شوې.
ان ځینې کسانو د خپل موبایل زنګ ته هم دا سندره غوره کړې ده.
د نوموړي نورې سندرې، غزلې، ټپې او چار بیتي هم نورو پښتنو سندرغاړو ویلې چې له کبله یې افګار بخاري په پښتنو کې خورا مشور شوی و.
د افګار جنازه وشوله دلبره
ته لا هغسې اودس کوې لګیا یې
دا او دې ته ورته نور شعرونه د افګار بخاري د ګوتو لیکل شوي شعرونه دي چې لر او بر پښتانه یې خوښوي.
خواله رسنیو کې د نوموړي له عکس سره د نوموړي شعرونه هم شریک شوي دي.


















