طالبان: له امریکا سره نهایي شوي هوکړه لیک ته اوس هم ژمن یو

د ویډیو تشریح، طالبان: ټرمپ دې پر خپل ټويټ بيا غور وکړي
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیرعباس ستانکزي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ وغوښتل چې د امریکايي او طالب لوري تر منځ د افغان سولې خبرې بیا پیل کړي.

عباس ستانکزي وویل، د امریکا له لوري ور سره شوي وروستي هوکړه لیک ته لا ژمن دي او له لاسلیکېدو وروسته به له امریکايي لوري سره اوربند هم اعلان شي.

نژدې دوه اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ له هغه وروسته د افغان سولې روان بهیر لغوه اعلان کړ، چې په کابل کې په یوه موټر بم چادونه کې دوه بهرني سرتېري او لس ولسي افغانان ووژل شول.

خو هغه مهال د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، دوی لا هم له امریکايي مرکچي پلاوي سره تماس لري او په دې تړاو یې رسمي وضاحت غوښتی.

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو له خبرو وروسته نژدې دوه اونۍ مخکې په کابل کې وویل، له طالبانو سره په اصولو کې وروستۍ هوکړې ته رسېدلي او دغه هوکړه به د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تایید وروسته له طالبانو سره لاسلیک شي.

خو ولسمشر ټرمپ وویل د کابل د وروستي برید له کبله- چې طالبانو یې مسؤولیت منلی- ده له دې ډلې سره د سولې روانې خبرې درولې دي او همدا راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خپله پټه لیدنه هم لغوه کړې.

د ښاغلي ترمپ له لوري د افغان سولې خبرو درول، په افغانستان کې او نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه راوپارول، ولسمشر محمد اشرف غني د ټرمپ د یادې پرېکړې هرکلي وکړ، خو طالبانو وویل، د سولې خبرو لغوه کېدو تر ټولو لوی زیان به امریکا وویني.

د طالبانو سفرونه

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې پرمختیا وروسته د طالبانو د قطر دفتر مرکچي پلاوي څو کسان د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته لاړل چې د دغه مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي د روسیې له یوه تلوېزیون سره مرکه کې ویلي وو، "موږ سل کاله نور هم جنګېدلی شو".

هغه مهال سهیل شاهین وویل، چې دوی د سولې په هکله د رامنځ ته شوي حالت په اړه له خپلو ملاتړو او ملګرو سره سلا مشورې وکړې.

شیر محمد عباس ستانکزی (ښۍ خوا) او عبدالسلام حنفي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالسلام حنفي (کيڼ) ایران ته د تللي پلاوي مشري کوي

ویل کېږي د طالبانو دغه پلاوی له روسیې وروسته چین ته هم تللی دی، خو طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

په تازه پرمختیا کې سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دې ډلې یو څلور کسیز پلاوی ایران ته تللی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.