تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نقیب مسید وژنې یوازینی شاهد تري تم شوی
- Author, عرفان خټک
- دنده, کراچۍ
- د خپرېدو وخت
د شنبې پر ورځ د پاکستان کراچۍ کې ترهګرۍ ضد محکمې ته د وزیرستان وژل شوي ځوان نقیب مسید قضیې لړ کې پلټونکي افسر ډاکتر رضوان له خوا رپوټ سپارل شوی چې وايي، د دغې قضیې یوازینی عیني شاهد یا ګواه تري تم کړل شوی او هیڅ مالومات یې نه شته.
محکمې ته وړاندې شوي رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې د تورن افسر راو انوار په ګډون پېښه کې تورن افسران زورواکي دي او د دوی له ډاره عیني شاهد له مخکې لا له شاهدي ورکولو لاس پر سر شوی دی.
رپوټ وايي، د فراري پولیس افسرانو په اړه یې پلټنه بشپړه کړې ده او داسې احتمالي خطر شته، چې د نیول شویو افسرانو له ډاره شاهدان له شاهدۍ ورکولو پر شا شي.
ډاکتر رضوان چې خپله د سند پولیسو یو افسر دی عدالت نه یې خواست کړی چې نور دې د راو انوار او د هغه د ملګرو ضمانت له منلو تېر شي، ځکه په وینا یې که محکمه بیا بیا د دوی ضمانت مني نو بیا ګواهان خپله خبره بدلولی شي.
محکمې د قضیې څېړونکي افسر ډاکتر رضوان رپوټ منلی او په رسمي توګه یې د راو انوار او د هغه ملګرو تورنولو لپاره د فبرورۍ نهمه نېټه ټاکلې ده.
نقیب مسید د ۲۰۱۸ کال جنورۍ پر ۱۳ د کراچۍ په شاه لطيف سیمه کې د پولیسو لخوا د ترهګرۍ په تور له دریو نورو ملګرو سره وژل شوی و.
د نقیب مسید له وژل کېدو وروسته ټول پاکستان کې مظاهرې پیل شوې او اسلام اباد کې د مختلفو سیمو پښتنو لس ورځې پرلت وکړ.
راو انوار له مظاهرو وروسته ونیول خو وروسته په ضمانت سره خوشی شو. تېرو ورځو کې راو انوار له هېواد د وتلو وړاندیز کړی و، خو محکمې ونه مانه.
اسلام اباد کې د پښتنو پرلت سره د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو، چې له هغه راهیسې د خپلو حقونو لپاره په مختلفو سیمو کې مظاهرې کوي.
سږ کال د تېرې میاشتۍ وروستیو کې بیا د پاکستان کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې په ترهګرۍ، وسله او باروتو لرلو په تور وژل شوی نقیب الله مسید بې ګنا وباله.