د معلولیت پر څوکۍ یم، خو له نورو ډېره فعاله یم

د خپرېدو وخت

خبریال موسی یاوري د کوټې یو شمېر اوسېدونکو سره لیدلي او د دوی پر مسایلو یې ورسره خبرې کړې. د دغې لړۍ برخه کې د هغو کوټه مېشتو ښځو حال راته وايي، چې معلولیت یې د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه دی. دغو معلولو مېرمنو د 'برېکنګ بریرز ' په نامه یو ګروپ یا ډله جوړه کړې، چې هدف یې له معولو ښځو سره په ټولنیز ژوند کې پر ځان باور موندل او له خپلو حقونو خبرتیا ده.

د ګروپ یوه غړې مېرمن زرغونه وايي:

زرغونه نومېږم، د ماسټرۍ او اېل اېل بي تر حده مې زده کړې کړې دي او نن سبا د یوې مدني فعالې په توګه له 'برېکنګ بریرز ' ګروپ سره فعالیت کوم. د ګروپ هدف دا دی، چې معلولې ښځې د ټولنې فعالې غړې شي او له خپلو حقونو خبرتیا ومومي. موږ څو میاشتې مخکې دغه ګروپ له څلور یا پنځو غړو سره پیل کړ، خو اوس ۱۲ غړې لرو او ځانګړتیا یې دا ده، چې څوک پکې ځانګړی دریځ نه لري، بلکې هره چاره د ټولو په مشوره کوو. ''

زرغونه وايي، 'زموږ لپاره په بلوچستان کې د داسې ډلې جوړول خورا مهم دي، ځکه د بلوچستان له نامه سره خلک فکر کوي، چې هلته به ښځې له کوره بهر ګام نه ږدي، خو دغه ایالت کې د معلولو ښځو دومره لوی ګروپ رامنځته کول، چې په ټولنیزو چارو کې پراخ ګډون هم کوي، پر خپل ځای لویه بریا ده.

د زرغونې په وینا 'په ټولنه کې ټول خلک له مسایلو سره مخامخ دي او زموږ په هکله دغه مسایل نور هم زیات شي، خو هر چېرې چې ځو له څه وړاندې وروسته کولو وروسته مثبت ځواب راکول کېږي.

د ګروپ یوه بله غړې فوزیه لوڼۍ وايي، مخکې به که کوم دفتر ته د خپلو مسایلو د حل لپاره تلو، هلته به پوړۍ یا زینې وې، چې له کبله به موږ لپاره ورتګ ګران و.

که څه هم خلکو راسره مرسته کوله، خو موږ به ناهیلي کېدو. وروسته مو دغسې ځایونو ته د ډلې په توګه تګ پیل کړ او هلته به مو ودانیو ته د ریمپ (هواره لار چې معلول کسان پرې ودانیو ته ننوځي) جوړولو غوښتنه کوله.

په بېلا بېلو ځایونو کې د دغو لارو جوړول زموږ لپاره مهمه بریا ده. '

نوموړې زیاتوي 'څو کاله مخکې کله نا کله له کوره بهر تلم، فکر مې کاوه یوازې زه یم، چې وهیل چییر (د معلولو کسانو څوکۍ) کارووم، خو له ماسټرۍ وروسته چې په دنده پسې بېلا بېلو ادارو ته لاړم، نو پوه شوم چې نور هم دغسې ډېر کسان شته. سوکه سوکه زموږ د ګروپ غړې ډېرېدې. '

شازیه بتول چې د ښکلیو هنرونو زده کړې یې کړې، وايي، بلوچستان کې د دوی ډله یوازینی ګروپ دی، چې معلولو ښځو لپاره کار کوي. نوموړې وايي، 'دلته ډېرې معلولې ښځې له کورونو بهر ته نه ځي او له همدې کبله ان له خپلو شته حقونو هم بې خبره وي. '

اغلې بتول وايي، 'موږ دغسې ښځو ته روزنه ورکوو چې ژوند کې پرمختګ وکړي او داسې مراسم تشکیلوو، چې د دوی وړتیاوې برالا شي. '

نوموړې د بېلګې په توګه وايي، 'زه انځورګره یم او د خپلو تابلوګانو نندارتونونه جوړوم. دغه راز یو شمېر ښځې په لاس ګنډل شوي توکي پلور ته ږدي، چې ورسره نا څه عاید هم مومي. د بتول په وینا موږ غواړو له موږ وروسته نسلونه له هغو ستونزو سره مخامخ نه شي، چې موږ ورسره مخامخ شوو. موږ له همدې کبله هڅه وکړه، بانکونو، تعلیمي ادارو او رستورانونو کې ریمپ لارې جوړې شي، چې خلکو ته تګ راتګ اسان شي. دغه راز د معلولو کسانو لپاره د دولتي دندو ونډې عملي کولو هڅه کوو او په ښاري ټرانسپورټ کې د معولو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوو چمتو کولو زیار باسو هغه خلک معذور دي، چې هر څه لري، خو هېڅ نه کوي، موږ پر ویل چییر ناستې یوو، خو هغه ټولې چارې کوو، چې د ټولنې نور خلک یې کوي، بلکې کله نا کله له نورو ډېر فعالیت کوو. '