تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مایا له ټیمونو ځان ته مصنوعي پښې جوړې کړې
عرب فعالانو د مایا په نوم له هغې سوریایۍ نجلې سره خپله خواخوږي شریکه کړې، چې دواړې پښې یې غوڅې دي او له اوسپنیزو څیزونو یې ځان ته د پل اخیستو مصنوعي پښې جوړې کړې دي.
پر خواله رسنیو د دغې کوچنۍ سوریایۍ نجلۍ وېډیو او انځورونه ډېر لاس په لاس شوي، دې له اوسپنیزو ټیمونو ځان ته پښې جوړې کړې.
دغه اته کلنه نجلۍ د حلب شاوخوا یوه کلي اوسېدونکې ده، له خپلې کورنۍ سره د ادلب د کډوالو یوه کمپ کې اوسېږي.
د خواله رسنیو فعالانو د #مايا_محمد_المرعي هشتګ ډېر لاس په لاس کړی او ددغې نجلۍ لپاره یې د مالي مرستې کمپاین کړی چې د خپلو غوڅو شویو پښو لپاره پرې مصنوعي طبي پښې واچوي.
ټویټر کارنو ددغې کوچنۍ نجلې پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې وايي دا د روانې جګړې د زرګونو قربانیانو یوه کوچنۍ بېلګه ده.
دوی له نړیوالو بشري مرستندویانو هم سوري کډوالو ته د سم پام اړولو غوښتنه کړې ده.
ددغې نجلۍ دغو انځور اخیستونکي خبریال احمد الاحمد بي بي سي ته ویلي، د نجلۍ مورزادي پښې خرابې وې چې ان د پښو په غوڅېدو یې تمامه شوه. دی وايي، د هغې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي؛ ځکه چې سوریه کې وضعیت خرابېدونکی دی او کافي روغتیايي پاملرنه نه شته.
د ام انس په نوم یوې ټویټر کارنې ویلي: "په سوریه کې جګړې څومره ماشومان قرباني کړي؟ مایا محمد المرعي هغه سوریایۍ نجلۍ ده چې پښې یې غوڅې شوې، د شمال یوه کمپ کې اوسېږي.. له بې کاره ټیمونو پرته بل څه په لاس نه ورځي چې د ځان لپاره پرې مصنوعي پښې جوړې کړي."
د روغتیا نړیوال سازمان رپوټونه وايي، په سوریه کې د معلولینو شمېر په ډېرېدو دی چې د دغه هېواد له ټول ټال نفوس نه اوس شاوخوا ۱۰ سلنه یې معلول شوي دي.
د سوریې د روغتیا وزارت د رپوټ له مخې، په سوریه کې د روانې جګړې له کبله د معلولینو شمېر د تېر ۲۰۱۷ کال تر پایه شاوخوا ۴۰۰ زرو کسانو ته رسېدلی.
یونیسیف په تېره مارچ میاشت کې وویل، په سوریه کې د هغو وګړو شمېر کابو ۸۶ زو کسانو ته رسېدلی، چې په یوه ډول نه یوه ډول یې د بدن یو غړی غوڅ شوی یا معلول ګڼل کېږي.