BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د عکس په ښۍ خوا کې اسلم خان په اوبرنګه کالیو او جګري رنګه واسکټ کې ناست دی او د عکس چپ لور ته د برید ښکار شوی کور ویجاړ برېښي.

    د پاکستان هوایي برید کې وژل شوي پکتیاوال ځوان په لنډیو کې د زړه حال وایه

    "بیا مې لیدل اسانه نه دي-که مې ملګري په مزار مات کړي سرونه قبر سوری کړه حال مې واخله-رټ مې خوږېږي د مرمیو پرهرونه" دا د اسلم خان د خولې هغه لنډۍ ده چې ده پرخپل ټېکټاک په یوه ویډيو کې ویلې ده. د پاکستان له هوایي بریده څو ساعته مخکې په خپلې یوې وروستۍ ویډيو کې اسلم خان زرغون رنګه کالي اغوستي چې غاړه او لستوڼي یې په خامک جوړ دي او د ویډيو په کونج کې لیکل شوي، "زموږ کډه اوس له دې کلي نه لاړه...ژوند لنډ دی، ما بښلي یئ، تاسې هم راته بښنه وکړئ"

  • اشرف غني

    د طالبانو حکومت ته د اشرف غني ګوتڅنډنه: "هغه امنیت چې په ویاړ یې یادونه کېده، چېرته دی؟"

    د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان "داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی" چې نه یې څوک غږ اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. هغه دا څرګندونې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې(د جون ۲۹مه) بریدونو ته په غبرګون کې کړې. ښاغلي غني په ایکس کې په خپره کړې وینا پاڼه کې لیکلي، "د پاکستان پرله پسې تېري داسې ترسره کېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري،" ځکه د ده په وینا "هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي."

  • په پکتیا کې د پاکستان برید

    ملګري ملتونه: ملکي وګړي او ځایونه باید په نښه نه شي

    افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي‌ بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو لړۍ دوام موندلې. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي د دغې ادارې عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د ناپوځي بنسټونو او ولسي وګړو پر خوندیتابه یې ټینګار کړی.‌ ویاند زیاته کړې د تېرې یکشنبې په څېر بریدونه د کورنیو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي او مرستندویې ادارې د بېړنیو مرستو د رسونې او زیانمنو شویو د اړتیاو پر ارزونې بوختې دي.

  • وېټکاف او کوشنر

    په قطر کې د ایران او امریکا ترمنځ غونډه کېږي؟

    قطر وایي، د ډونلډ ټرمپ لوړپوړي استازي په دوحه کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې کومه غونډه نه ده پلان شوې. د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري وايي، د ټرمپ استازي سټېو وېټکاف او جراډ کوشنر دوحې ته له منځګړو سره د لیدنې او د ''سیمه‌ ییزو موضوعاتو'' په اړه د خبرو لپاره راغلي دي.

  • د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره

    برېتانیا: له پناه غوښتونکو به نژدې "۱۰ زره پاونډه" بېرته واخیستل شي

    په برېتانیا کې د کډوالۍ د نویو مقرراتو له مخې له هغو کسانو چې په دې هېواد کې ورته پناه ورکول کېږي، د دندې له موندلو وروسته شاوخوا "لس زره پونډه" بېرته اخیستل کېږي. دا پیسې د استوګنې او مالي ملاتړ د لګښتونو په بدل کې له یادو کډوالو بېرته اخیستل کېږي. د نوي مقرراتو له مخې، چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په راتلونکې لایحه کې شامل دي او د سې شنبې پر ورځ به پارلمان ته وړاندې شي، هغه بالغ کسان چې کافي مالي وس لري، له هغوی به وغوښتل شي چې دا پیسې د وخت په تېرېدو سره د قسطونو په بڼه بېرته حکومت ته ورکړي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • a woman
  • پکتیا کې یو ځايي اوسېدونکی د برید حال وايي
  • Reuters
  • پکتیا، څمکني
  • په فضا کې ماشوم انځور
  • ایران کې تازه بریدونه
  • کراچۍ
  • Reuters/Getty Images
  • عاشورا
  • شرپا

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • په پکتیا کې د پاکستان برید

    ملګري ملتونه: په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې ملکیان په نښه شوي

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې استازولۍ، یوناما، ویلي چې پر پکتیا، پکتیکا، او کونړ ولایتونو یې د پاکستان د دوشنبې شپې هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه اته ویشتو ملکي وګړو د وژل کېدو او د نژدې پنځوسو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. دې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د لوړېدو امکان یې شته. یوناما نړیوال بشري قانون ته د درناوي او د ولسي وګړو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده.

  • دوحه

    سې‌اېن‌اېن وايي د ټرمپ ځانګړی استازی دوحې ته روان شوی

    دوو امریکايي چارواکو سي‌اېن‌اېن تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېف ویټکاف دوحې ته روان شوی دی. تر اوسه مشخصه نه ده چې له هغه سره په دغه سفر کې د ټرمپ زوم جارېد کوشنر هم ملګری دی، که څنګه.‌ تر دې ورمخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر نن (سې‌شنبه د جون ۳۰مه) په دوحه کې د خپلو استازو او ایران ترمنځ د نویو مذاکراتو اعلان کړی او ویلي وو چې دا خبرې "ښايي مهمې" وي.

  • هاشمي او ګڼ خلک ښکاري چې د جنازې مراسمو ته ورټول دي.

    په څمکنيو ولسوالۍ کې د پاکستان بریدونو پر مهال عیني شاهدانو څه ولیدل؟

    "زه همدا اوس په جنازه کې وم. ډېر بد حالت و. ډله‌ييزه جنازه مو وکړه. تقریباً د ۱۱ کسانو جنازه یو ځای وشوه. د درېیو بل ځای وې او د دوو نورو په یوه بل ځای کې وشوې او د دوو شهیدانو جنازې لا پر لاره دي". دا د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ نه د یوه ځايي اوسېدونکي او عیني شاهد هاشم‌خېل هاشمي خبرې دي. دی د هغو کسانو د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته له بي‌بي‌سي سره غږېده چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي او د ده په وینا، خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې له ډنډې پټان، لژې منګل او په خپله د څمکنۍ ولسوالۍ "زرګونه خلکو" ګډون کړی و.

  • کوټه - د جبري بې‌درکه کسانو کمپ کې د نادیه بلوڅ خبري کنفرانس

    د ماه رنګ بلوڅ خور: هغه کسان هم نیول کېږي چې ملاتړ ته راځي یا اوبه راکوي

    د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماه رنګ بلوڅ خور نادیه بلوڅ یکشنبه (جون ۲۸مه) د جبري بې‌درکه شویو کسانو موندلو لپاره په کوټه کې جوړ شوي احتجاجي کمپ کې په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته. له هغې سره ځینې وکیلان،‌ د بشري حقونو فعالان او د څو سیاسي ګوندونو ځايي مشران هم مله وو. دا خبري کنفرانس داسې حال کې ترسره کېده چې د کمپ شاوخوا د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای او د زندان یو موټر هم وروستل شوی و.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي