د ابراهیم رئیسي او نورو وژل شویو جسدونه تهران ته ولېږدول شول

د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه د جنازې د مراسمو لپاره قم ته وړل شوي، هغه ځای چې د ډېری شیعه مذهبي چارواکي به ګډون پکې کوي. د الوتکې غورځېدو پېښه کې د رئیسي او ورسره مل کسانو د وژل کېدا د خبر له رسمي اعلان یوه ورځ وروسته د ایران د رهبرۍ د کارپوهانو شورا شپږمه غونډه پیل شوه. ایران پنځه ورځې عمومي ویر اعلان کړ. چارشنبه به تهران کې د رئیسي د جنازې مراسم وشي. د نړۍ ګڼو مشرانو د رئیسي او ورسره مل کسانو پر وژل کېدو د غمشریکۍ پیغامونه اعلان کړي، خو په ایران کې د ننه او بهر د رئیسي وژل کېدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د لټون عملیات, د ابراهیم رئیسي د چورلکې د لوېدو ځای دیزمار ځنګل

    د ایران پارلمان کې د ختیځ اذربایجان استازي محمد رضا میرتاج الدیني وايي، "د ولسمشر لېږدونکې چورلکه تر اوسه نه ده موندل شوې" او دا چې د نوموړي د سلامتیا په اړه لا احوال نشته.

    هغه زیاتوي چې د تبریز د امام جمعه له تلېفون شمېرې سره چې له ولسمشر سره په الوتکه کې مل و، اړیکه نه نیول کېږي.

    هممهاله ایرانا خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ۲۰ مرستندویه ډلې او بې پیلوټه الوتکې د لټون عملیاتو لپاره استول شوې، خو دا چې سیمه غرنۍ او ځنګلي ده او د هوا حالات هم مناسب نه دي (خړه خپره ده) نو تر اوسه د چورلکې په موندلو نه دي بریالي شوي.

    د لوېدو سیمه

    د عکس سرچینه، entekhabCopyright

  2. د کورنیو چارو د وزیر خبرې

    د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي رسنیو سره خبرو کې تایید کړې چې د ابراهیم رئیسي د کاروان یوه چورلکه د پېښې ښکار شوې.

    هغه 'خبر شبکې' ته ویلي، "دې ته منتظر یو چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته ورسېږي."

    د ایران ایرنا خبري اژانس ویلي، چې د ولسمشر رئیسي لېږدونکې چورلکه د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ په "دیزمار ځنګله" کې د پېښې ښکار شوې.

    ښاغلي وحیدي د هغې سیمې جغرافیايي موقعیت چې دا چورلکه پکې د پېښې ښکار شوې، "پېچلی" بللی دی.

    نوموړي ویلي ښاغلی رئیسي او ملګري یې د بند له پرانیستې وروسته په څو چورلکو کې بېرته راګرځېدل چې په سختو شرایطو کې "ناستې" او "بېړني کیوتلو" ته اړ شول.

  3. د پېښې ښکار شوې الوتکه کې پر ولسمشر ابراهیم رئیسي، د هغه د ساتونکو پر مشر او یوه ساتونکي سربېره د ایران بهرنیو چارو زویر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز امام جمعه 'محمد علي آل هاشم'، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، پیلوټ او مرستیال پیلوټ سفر کاوه.

    ښاغلی رئیسي نن (یکشنبه د می ۱۹مه) له اذربایجان سره پولې ته نږدې پر راس سیند د 'قیزقلعه سي' په نوم د اوبو بند د پرانیستې لپاره د ایران ختیځ اذربایجان ولایت ته سفر کړی و.

  4. ایرانۍ رسنۍ وايي د دغه هېواد له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره نن ختیځ اذربایجان ولایت ته د سفر پر مهال د کاروان له دریو ملو چورلکو یوه په جلفا سیمه کې د پېښې ښکار شوې ده.

    د رپوټونو له مخې د ښاغلي رئیسي چورلکې "بېړنۍ ناسته" کړې او د پېښې ځای ته د رسېدو هڅې روانې دي خو سیمه کې د هوا حالات خراب بلل شوي دي.

    د ختیځ اذربایجان استازي محمد رضا میرتاج الدیني ویلي، "د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه له غورځېدو وروسته لا هم نه ده موندل شوې او د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه هم معلومات نه شته."

    هغه وویل چې د تبریز او د امام جمعه ټیلیفون چې په دې چورلکه کې سپور و، د لاسرسي وړ نه دی.

    تر اوسه په دې پېښه کې د مرګژوبلې رسمي راپور نه دی ورکړ شوی.

    رئیسي

    د عکس سرچینه، IRAN PRESIDENTIAL WEBSITE