د ابراهیم رئیسي او نورو وژل شویو جسدونه تهران ته ولېږدول شول

د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه د جنازې د مراسمو لپاره قم ته وړل شوي، هغه ځای چې د ډېری شیعه مذهبي چارواکي به ګډون پکې کوي. د الوتکې غورځېدو پېښه کې د رئیسي او ورسره مل کسانو د وژل کېدا د خبر له رسمي اعلان یوه ورځ وروسته د ایران د رهبرۍ د کارپوهانو شورا شپږمه غونډه پیل شوه. ایران پنځه ورځې عمومي ویر اعلان کړ. چارشنبه به تهران کې د رئیسي د جنازې مراسم وشي. د نړۍ ګڼو مشرانو د رئیسي او ورسره مل کسانو پر وژل کېدو د غمشریکۍ پیغامونه اعلان کړي، خو په ایران کې د ننه او بهر د رئیسي وژل کېدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ترکیې بې پیلوټه الوتکې د چورلکې غورځېدو سیمه کې حرارت ليدلی

    ایراني رسنيو راپور ورکړی چې د عاشورا قول اردو قومندان تائيد کړې چې د الوتکې پرېوتو سيمه کې يې د تودوخې ځای موندلی. دوی وايي دا ښايي د ولسمشر د چورلکې د تودوخې له امله رامنځ ته شوې وي.

    تر دې مخکې د ترکيې دولتي خبري اژانس ليکلي وو چې د دغه هېواد بې پیلوټه الوتکې د ایران د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو احتمالي ځای موندلی او په دې اړه يې لهایراني چارواکو سرههمغږي کړې ده.

    د ایرنا خبري اژانس هملیکلي چې د ترکیې ډرون الوتکې "حرارتي ټکی" کشف کړی او اړوند معلومات يې د ايران له حکومت سره شریک کړي دي.

  2. د ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په سیمه کې د هوا حالت

    د ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځېدو په سیمه کې د هوا د حالاتو په اړه يوه ویډیو خپره شوې ده.

    د ځوانو خبريالانو ټولنه لیکي چې د تيارې او باران له کبله په سيمه کې د لټون چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

    ځينو رسنيو دا هم ويلي، په کومه سيمه کې چې د ولسمشر رئيسي چورلکه غورځېدلې د دنګو غرونو له کبله د مخابراتي اړيکو ټينګولو امکان نشته چې د ژغورنې عمليات يې ستونزمن کړي.

    د ویډیو تشریح، د ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په سیمه کې د هوا حالت
  3. تسنیم خبري آژانس په یوه خبرکې ویلي، په هغه سیمه کې چې دغه پیښه رامنځ ته شوې، د دنګو غرونو له کبله ټولې "مخابراتي، راډیويي او ټلیفوني اړیکي" پرې دي.

    دغې رسنۍ لیکلي چې د ژغورنې عملیاتو کې د ټيليفوني اړيکو نشتوالي لويه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

    تسنیم د خپل خبريال له خولي لیکلي چې په سیمه کې هوا ډېره سړه او باراني ده.

  4. د ابراهیم رئیسي د چورلکې پېښه؛ د ژغورنې موټرونه د مرستې لپاره ولاړ دي

    د ایران د خبريشبکې له خوا خپاره شوي عکسونه او ويډيوګانېښيي چې د ژغورنې ډلې سره د مرستې لپاره زیات شمېر ژغورونکي ګاډي په سیمه کې دي.

    د ویډیو تشریح، د ژغورنې ډلې ګاډي د مرستې لپاره ولاړ دي
  5. ايران سره کومو هېوادونو د مرستې وړانديز کړی

    د ايراني ولسمشر ابراهيم رئيسي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير د چورلکې پرېوتو د راپورونو له خپرېدو وروسته روسيې، اذربايجان، ارمينيا او عراق د چورلکې موندلو لپاره د مرستې وړانديز کړی دی.

    روسيې ويلي چې د الوتکې د غورځېدو د علت په څېړنه کې به مرسته وکړي.

    متحده عرب اماراتو هم خپل ملاتړ اعلان کړی او ويلي دي چې د ايران تر څنګ ولاړ دي.

    ترکيې هم د ژغورنې ډله ايران ته استولې ده. تر دې وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دې اړه خپله خواشيني څرګنده کړې وه. ښاغلي اردوغان پر خپله اېکس پاڼه يوه پوست کې ليکلي وو، "هيله لرم چې ژر به د رئيسي او ورسره پلاوي په اړه ښه خبر ترلاسه کړو."

    د ترکيې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې ترکيې د ايران تبريز ته يوه چورلکه او ژغورونکي وسايط استولي دي.

    د امریکا سپینې ماڼۍ وياند ويلي چې ولسمشر بايډن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش هم د پېښې په اړه تازه معلومات څاري. د ملګرو ملتونو يوه وياند ويلي، ښاغلی ګوتېرېش "هيله لري چې ولسمشر او د هغه ملګري يې خوندي وي."

  6. ابراهيم رئيسي په څه ډول چورلکه کې سپور و

    د ايراني خبري اژانسونو او رسنيو له خوا د خپرو شويو عکسونو له مخې د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي، د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان او يو شمېر چارواکي په بېل ۲۱۲ چورلکه کې سپاره وو .

    دغه چورلکه په ۱۹۷۰ کال د امریکا په ټکساس کې جوړه شوې وه.

    بېل ۲۲ چورلکه د ملکي موخو، د ژغورنې عملياتو، اور وژنې او لېږد لپاره هم کارول کېږي. دغه دوه ماشينه الوتکهکولی شي ۱۵ کسان او دوه ټنه بار ولېږدوي. د لارښود له مخې چورلکه په پنځه کيلومتره ارتفاع ۲۲۰ کيلومتره پر ساعته تر ۴۴۰ کيلومترو پورې سفر کولی شي.

    چورلکه

    د عکس سرچینه، IRNA

  7. وروستی, د رئیسي اجرایي مرستیال: د چورلکې یوې سپرلۍ او د الوتنې یوه کادر سره اړیکه ټینګه شوې

    ایران

    د عکس سرچینه، شبکه خبر

    د عکس تشریح، محسن منصوري د ابراهیم رئیسي اجرایي مرستیال

    د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي جرايي مرستیال محسن منصوري ویلي، چې تر پېښې وروسته د ولسمشر د لېږدونکې چورلکې له یوې سپرلۍ او د الوتنې کادر سره اړیکه ټینګه شوې ده.

    هغه دا څرګندونې د لټون سیمه کې د ایران خبر شبکې سره مرکه کې کړې.

    ښاغلي مصنوري وویل "د ولسمشر چورلکې ته له پېښې یو هیله بښونکی ټکی دا دی چې د چورلکې له یوې سپرلۍ او د الوتنې له یوه کادر سره اړیکه ټینګه شوې – او دا ښيي چې د پېښه د شدت کچه لوړه نه ده."

    تر دې مخکې د کلیبر یوه استازي ویلي وو چې د چورلکې له سپرلیو یوه سره هم اړیکه نه ټینګه شوې.

    ښاغلی مصنوري وايي، درې چورلکې په حرکت کې وې، چې د ولسمشر له لېږدونکې الوتکې سره د اړیکې له پرې کېدو وروسته دوو نورو چورلکو لنډه موده د هغه لټون کړی، خو د خرابې هوا له کبله اړ شوې چې سیمه پرېږدي.

    هغه ویلي، د دې ځای دوه کیلو مترو پورې سیمه کې کې لټون کېږي او هیله شته چې خلک ته "د خوښۍ خبر" ورکړ شي.

  8. وروستی, سعودي عربستان او عراق له ایران سره مرستې ته چمتووالی وښود

    د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس اعلان کړی چې دغه هېواد له ایران سره د ولسمشر ابراهیم رئیسي د بې درکه شوې چورلکې د لټون په عملیاتو کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

    د دغه رپوټ له مخې د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د دې پېښې په اړه رپوټونه له اندېښنو سره تعقیبوي.

    عراق هم له ایران سره د لټون عملیاتو کې مرستې ته چمتووالی ښودلی.

    د عراق حکومت په یوه اعلامیه کې خپل کورنیو چارو وزارت، سرې میاشتې او نورو اړوند ادارو ته امر کړی چې له ایران سره د ابراهیم رئیسي د چورلکې د لټون او موندلو په عملیاتو کې مرسته وکړي.

    هممهاله د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دا پېښه په خواشینۍ سره څاري او د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ته د سلامتۍ هیله ښيي.

    ترکیې دا هم ویلي چې د لټون او ژغورنې عملیاتو په ملاتړ کې یې ځینې ګامونه اخیستې دي.

  9. وروستی, وحیدي: مرستندویه ځواکونه د هوا خرابوالي له کبله تر اوسه د پېښې ځای ته نه دي ورسېدلي

    د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، مرستندویه ځواکونه د خرابې هوا او سختو لوخړو له کبله تر اوسه په پام کې نیول شوي ځای ته نه دي رسېدلي.

    هغه د وروستي وضعیت په اړه وویل: "په دې ځای کې ځنګل دی او د ډېرو شدیدو لوخړو له کبله لید هم ستونزمن دی. خو ځواکونه تر اوسه په سیمه کې حضور لري او هیله من یو چې پام وړ نقطې ته ورسېږي او خلک پیدا کړي."

  10. وروستی, د ایران د حکومت ویاند: هېڅ نوی خبر نه لرو

    د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې تر اوسه د ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په اړه "هېڅ نور خبر" نشته.

    ښاغلي بهادري جهرمي زیاته کړې: "سخت او پیچلي شرایط تجربه کوو. دا د ایران د خلکو او رسنیو حق دی چې د ولسمشر د چورلکې په اړه وروستي خبرونه ورسره شریک شي، خو د پېښې د ځای ځانګړتیاو او د هوا شرایطو ته په کتو تر دې دمه هېڅ نوی خبر نشته دی."

    له دې سره د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقر هم ویلي چې د پوځ، سپاه پاسداران او انتظامي قومندانۍ ټول امکانات، تجهیزات او ظرفیتونه د ابراهیم رئیسي او له هغه سره د ملو کسانو د چورلکې د موندلو او مرستې رسونې لپاره کارول شوي دي.

  11. وروستی, د طالبان حکومت: هیله من یو د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ملګري یې وژغورل شي

    طالبان

    د عکس سرچینه، MoFA

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې پر اېکس پاڼه یې خپره شوې، ویلي چې دوی د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغوی د نورو ملګرو د لېږدونکې چورلکې د برخلیک په اړه رپوټونه په هیله منتیا سره څاري.

    په دې اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې ژغورنکې ډلې د ایران د ولسمشر او د هغه د سفر ملګرو پر ژغورلو بریالۍ شي.

    علامیه وايي "د افغانستان اسلامي امارت په دغه سخت وضعیت کې د ګاونډي ایران له حکومت او ورور ملت سره ولاړ دی.".

  12. وروستی, سپینه ماڼۍ: ولسمشر بایډن سره خبرونه شریک شوي

    سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر جو بایډن ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د لېږدونکې چورلکې د پېښې خبر ورکړ شوی دی.

    تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د لېږدونکې چورلکې د نامالوم وضعیت په اړه د رپوټونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی په دې تړاو خبرونه "په غور سره" څاري.

  13. د ابراهیم رئیسي د چورلکې وروستی عکس

    ایران

    د عکس سرچینه، IRNA

    د عکس تشریح، ایرنا خبري اژانس وايي دا عکس د بند له پرانیستې وروسته د بېرته روانېدو پر مهال اخیستل شوی

    دا تر ننۍ پېښې مخکې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د لېږدونکې چورلکې تر ټولو وروستی خپور شوی عکس دی.

    ایرنا خبري اژانس وايي، دا عکس د "قیز قعله سي" بند تر پرانیستې وروسته د بېرته روانېدو پر مهال اخیستل شوی دی.

  14. وروستی, رویټرز د یوه ایراني چارواکي له خولې: د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ژوند په خطر کې دی

    یوه ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د چورلکې له پېښې وروسته د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ژوند له خطر سره مخامخ دی.

    د رپوټ پر بنسټ دغه ایراني چارواکي ویلي: "تر اوسه هیله من یو. خو د پېښې له ځایه چې کوم مالومات راځي ډېر اندېښمنوونکي دي."

  15. تر اوسه پر څه پوهېږو

    • د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي لېږدونکې چورلکه تبریز ښار ته پر لاره د پېښې ښکار شوې. هغه له اذربایجان سره پر سرحدي 'ارس' سیند د رغول شوي 'قیزقعله سي' بند پرانستې ته تللی و.
    • د ایران د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ عمومي محدوده کې "دیزمار ځنګل" د پېښې اصلی ځای بلل شوی دی.
    • له هغه سره چورلکه کې بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز والي او امام جمعه هم سپاره وو.
    • د نامناسبې هوا، سختو لوخړو او د شپې را رسېدو له کبله د هوا له لارې د لټون عملیات نور ممکن نه دي.
    • ګڼو مرستندویه ډلو او ډرون الوتکې سیمې ته استول شوي، خو د پېښې ځای ته نه دي رسېدلي.
    • د ایران د اساسي قانون ۱۳۱مې مادې پر نبسټ که د دغه هېواد ولسمشر مړ کېږي، نو د ستر مذهبي مشر د هوکړې له مخې به د ولسمشر لومړی مرستیال د هغه واکونه او مسوولیتونه پر غاړه اخلي او د استازو مجلس، د قضائیه قوې د رئیس او د ولسمشر د لومړي مرستیال په غړیتوب شورا به دا ډاډمنوي چې په حد اکثر ۵۰ ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.
  16. وروستی, امریکا: خبرونه په غور څارو

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لېږدونکې چورلکې د نامالوم وضعیت په اړه د رپوټونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی "په غور سره" دغه خبرونه څاري.

    هغه زیاته کړه "دمګړۍ ویلو ته نور څه نه لرو."

  17. د ایران د ولسمشرانو چورلکې او هوايي پېښې

    د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د لېږدونکې چورلکې پېښې د هغو نورو هوايي پېښو یاد هم راتازه کړی چې د ایران پخواني ولسمشران ورسره مخامخ شوي وو.

    د ابوالحسن بني صدر او محمود احمدي نژاد چورلکې هم د دوی د ولسمشرۍ پر مهال له پېښو سره مخامخ شوې وې.

    د ۱۳۵۹ هجري لمریز کال د زمري/اسد پر ۲۵مه د ایران د لومړني ولسمشر 'بني صدر' چورلکه له پېښې سره مخامخ شوه.

    د ایران د اسلامي انقلاب مشر روح الله خمیني تر دې پېښې وروسته نوموړي ته لیکلي وو "دا معجزه ډوله عنایت پر دې دلالت کوي چې تاسې او ملګري مو د اسلامي هېواد خدمت کې رښتیني وئ او یاست به."

    د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي/جوزا پر ۱۲مه بیا د محمود احمدي نژاد لېږدونکې الوتکه د البرز غرونو لړۍ کې د پېښې ښکار شوه خو سپرلۍ ته یې زیان ونه رسېد.

    هغه پر ځمکنۍ لار د یوه تونل پرانیستې لپاره دغه ځای ته روان و، خو لېږدونکې الوتکه یې د پروژې ځای ته نږدې له پېښې سره مخامخ شوه.

  18. د ویډیو تشریح، د ایران د ولسمشر چورلکې لوېدو ژغورندویه عملیات (وېډیو: تسنیم)
  19. د پېښې سیمه کې د هوا حالات

    تسنیم

    د عکس سرچینه، tasnim

    تسنیم

    د عکس سرچینه، tasnim

  20. د ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځېدو په ځای کې د ژغورنې ډلو د لټون لومړني انځورونه

    د ویډیو تشریح، د ایران د ولسمشر یوې الوتکې د سفر پر مهال "بېړنۍ ناسته" کړې