د ابراهیم رئیسي د الوتکې لوېدو ځای

د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه د جنازې د مراسمو لپاره قم ته وړل شوي، هغه ځای چې د ډېری شیعه مذهبي چارواکي به ګډون پکې کوي. د الوتکې غورځېدو پېښه کې د رئیسي او ورسره مل کسانو د وژل کېدا د خبر له رسمي اعلان یوه ورځ وروسته د ایران د رهبرۍ د کارپوهانو شورا شپږمه غونډه پیل شوه. ایران پنځه ورځې عمومي ویر اعلان کړ. چارشنبه به تهران کې د رئیسي د جنازې مراسم وشي. د نړۍ ګڼو مشرانو د رئیسي او ورسره مل کسانو پر وژل کېدو د غمشریکۍ پیغامونه اعلان کړي، خو په ایران کې د ننه او بهر د رئیسي وژل کېدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.


د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د ابراهیم رئیسي، حسین امیرعبداللهیان او د هغوی د ملګرو د وژل کېدو له خبر څو ساعته وروسته، د ایران د رژیم د مخالفینو یوه ډله د جرمني په برلین ښار کې د ایران د سفارت مخې ته راغونډه شوه.
مظاهره چیانو د ۱۹۶۰ کلونو په اعدامونو کې د هغه د رول له امله ابراهیم رئیسي "۶۷ جلاد" بللی او د ایران خلکو ته یې د هغه د مړینې مبارکي ویلې ده.
ښاغلی رئیسي د ۱۳۶۷ کال په اوړي کې د ایت الله خمیني په حکم د سیاسي او ایډیالوژیکي بندیانو د وضعیت د څېړنې د پلاوي غړی و، چې څو زره کسانو ته یې د مرګ سزاوې صادرې کړې او له همدې امله د "مرګ پلاوي" په نوم مشهور شو.
ایت الله حسین علي منتظري چې کله د ایران د ولسمشر مرستیال و، دا د اسلامي جمهوریت تر "ټولو ستر جنایت" وباله چې په "تاریخ کې به یاد وساتل شي".

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
په ایران کې چورلکې غورځېدو پرونۍ پېښه کې د دغه هېواد له مخکېني ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د هغه د بهرنی چارو وزیز امیرعبداللهیان هم وژل شوی.
د هغه له مړینې سره د ایران د اساسي قانون له مخې د نوموړي معین علي باقري کني د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
علي باقري کني په ۱۳۴۶کال کې زیږیدلی، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او له ۱۴۰۰ کال راهیسې په ویانا کې ایران د اټومي تړون د بیا پرځای کولو د مرکچي پلاوي مشر و.

د عکس سرچینه، ENTEKHAB
د ايران دولتي تلويزيون وايي، ولسمشر ابراهيم رئیسي، د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او يو شمېر نور کسان د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې د لوېدو پېښه کې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ابراهیم رئیسي د وژل کېدو په اړه نړیوال غبرګونونه لا هم روان دي او د ګڼو هېوادونو مشرانو په دې اړه څرګندونې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم خپله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د چین خلکو "یو ښه ملګری له لاسه ورکړ."
د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د کردستان سيمې ولسمشر نيشروان بارزاني، د عرب ليګ، د ماليزيا لومړي وزير، د جاپان حکومت او د وينزوېلا ولسمشر هم په دې اړه پیغامونه خپاره کړي.
د ایټالیا لومړي وزیر جیورجیو میلوني هم وویل: "زه هیله لرم چې د ایران راتلونکې مشرتابه به په سیمه کې ثبات او سولې ته ځان ژمن وګڼي."
د اروپا د شورا رئیس چارلس میشل د خواشینۍ پیغام کې ویلي: "اروپایي ټولنه د هلیکوپتر په پېښه کې د ولسمشر رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د پلاوي د نورو غړو او د الوتکې د عملې په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي. "
د مصر ولسمشر، د لبنان حزب الله، د شريلاکا ولسمشر او د اردن پاچا هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د یمن حوثيانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، د ابراهیم رئیسي مړینه "په ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د فلسطینیانو په منځ کې" محسوسه ګڼلې ده. د حوثيانو ویاند، محمد عبدالسلام، په اېکس کې لیکلي: "فلسطین په عاجله توګه د داسې ولسمشر موجودیت ته اړتیا لري." هغه لیکلي چې د رئیسي مړینه نه یوازې د ایران، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ، فلسطین او غزې لپاره یوه ضایعه ده.

د عکس سرچینه، donyay-e-eghtesdad
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د امریکا حکومت د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګري پلاوي د چورلکې د غورځېدو "اصلي عامل" بللی دی.
ایراني رسنیو د هغه له قوله ویلي: "د پرونۍ غمیزې یو اصلي عامل امریکا وه، چې د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره سم یې پر ایران د الوتکو او هوايي چلن پرزو پلورلو بندیز ولګاوه او اجازه نه ورکوي چې د ایران خلک د ښه هوايي چلن له اسانتیاوو برخمن شي."
"ارومرو به دا مسله د ایران د ملت په وړاندې د امریکا د جنایتونو په تور لیست کې هم ثبت شي."
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ښاغلي رئیسي سپرلۍ چورلکه "بیل ۲۱۲" په امریکا کې جوړه شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، @CMShehbaz

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران د ولسمشر مرستیال دی چې په ۲۰۲۱ کې ګومارل شوی او د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نژدې کس دی. نوموړی د نظام د مصحلت مشخصولو ټولنه کې اوڅار غړی دی، خو پر هېڅ سیاسي ګوند پورې نه دی تړلی.
د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره چورلکه کې د تبریز د جمعې امام ایت الله محمد علي الهاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم وو، چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي.
دا پېښه د قزقلعه بند د پرانیستې په مراسمو کې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په کې ګډون کړی و، له ګډون کولو وروسته د ستنېدو پرمهال شوې ده.
په نورو قربانیانو کې د ولسمشر د امنیتي ډلې مشر تورنجنرال سید مهدي موسوي، د انصار المهدي قول اردو غړی، د چورلکې پیلوټ او همکار پیلوټ او یو تخنیکر هم شامل دي.

د عکس سرچینه، @Tasnimnews
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "د هند-ايران د اړیکو پياوړتيا کې د هغه ونډه به تل په ياد وساتل شي. د هغه کورنۍ او د ايران خلکو ته د زړه له کومي تسليت وايم، هند د غم په دې شېبه کې له ايران سره دی."
د عراق لومړي وزير محمد شياع سوداني هم په يوه پيغام کې د ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.
د حسین امیرعبداللهیان له مړینې سره، د ایران حکومت باید اوس د بهرنیو چارو نوی وزیر اعلان کړي.
د اساسي قانون له مخې، کله چې یو وزارت وزیر ونه لري، ولسمشر کولای شي یو کس د دریو میاشتو لپاره د وزارت د چارسمبالي په توګه ونوموي.
د ايت الله خامنه په خوښه به د ابراهيم رئيسي مرستيال محمد مخبر د ايران لنډمهالی ولسمشر شي. نوموړی به د دوو مياشتو لپاره دغه دنده پر مخ وړي.
د ايران د اساسي قانون له مخې بايد په راتلونکو ۵۰ ورځو کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شي.

د عکس سرچینه، TASNIM

د عکس سرچینه، Getty Images
ابراهیم رئیسي (سید ابراهیم رئیسالسادتي) چې د ۱۹۶۰ کال د ډسمبر پر ۱۴مه زېږېدلی، د ایران اتم ولسمشر دی.
هغه د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د همدغه کال د اګست پر ۲۱مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
ابراهیم رئیسي له دې مخکې د نورو مهمو دندو ترڅنګ د ایران د لوی څارنوال او عدلیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي رئیسي په ۲۰۱۷ کال کې هم د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و خو هغه مهال د حسن روحاني لخوا له ماتې سره مخ شو.
دی په اتیایمو کلونو کې د اعدام د هغې کمېټې له څلورو غړو یو و، چې د زرګونو کسانو پر اعدام تورنه ده.
د بشري حقونو سازمان او د ملګرو ملتونو راپورتر ابراهیم رئیسي په بشریت ضد جنایتونو تورن کړی دی.
دی د ایران روحاني مشر ایتالله علي خامنهای ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېږي.
ډېر څارونکي پر دې نظر دي چې که خامنهای مړ کېږي نو د دې احتمال ډېر دی چې دی یې ځایناستی وټاکل شي.
د همده په واکمنۍ کې په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران لروبر پراخ لاریونونه پیل شول.
د ابراهیم رئیسي د حکومت امنیتي ځواکونو د زور، نیولو او بندي کولو له لارې دغه لاریونونه غلي کړل.
د هغه حکومت کې بېلابېل چارواکي له دې کبله له بشري حقونو په سرغړونه هم تورن شوي دي.
د ايران دولتي تلويزيون وايي، ولسمشر ابراهيم رئیسي، د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او يو شمېر نور کسان د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې د لوېدو پېښه کې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
فارس او تسنیم خبري اژانسونو یو عکس خپور کړی او وايي دا د هغې چورلکې دی چې ولسمشر ابراهيم رئيسي او له هغه سره مله کسان په کې سپاره وو.
دا عکس له هغې ويډیو سره چې د ډرون په مټ له لېرې اخيستل شوې وه او وړاندې خپره شوې وه سمون خوري.

د عکس سرچینه، Tasnim
د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ غورځېدلې چورلکې ویډیو د سرې میاشتې د ژغورنې رضاکاره ډرون ډلې له خوا خپره شوې ده.
په دې ویډیو کې د چورلکې د موندل کېدو شېبه ليدلی شئ.
د ايران د سرې مياشتې مشر پیر حسین کولیوند وايي د چورلکې راپرېوتو سيمې له انځورونو "هېڅ داسې نښې نه تر سترګو کېږي چې سپرلۍ دې ژوندۍ وي."

د عکس سرچینه، Tasnim
د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند ویلي، هغه ځای یې موندلی، چې د ایراني ولسمشر د چورلکې پېښه په کې رامنځ ته شوې ده.
ایراني رسنیو هم د هغه ځای ناڅرګند عکسونه خپاره کړي چې ویل کیږي د الوتکې د راپرېوتو سیمه ده.
ښاغلي کولیوند وویل چې د ژغورنې ځواکونه لا سيمې ته نه دي رسېدلي.
د نوموړي په وينا، "له دې سيمې د دوی واټن دوه کيلومتره دى او دوى به په څو دقيقو کې سيمې ته ورسېږي."
له ختيځ اذربايجان سيمې راپورونه او عکسونه ښيي په هغه سيمه کې چې احتمالا د ولسمشر رئيسي د الوتکې پېښه رامنځ ته شوې لمر راختلی دی.
د ايران دولتي تلويزيو يو خبريال په وروستۍ مرکه کې وايي، "تراوسه د پېښې ځاي ته د ژغورنې د ډلو رسېدو په اړه معلومات نشته."
تېره شپه د سخت باران او خرابې هوا له کبله د ژغورنې عمليات له ننګونو سره مخ وو.

د عکس سرچینه، @hammihanonline