تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د مصر او غزې تر منځ د رفح لار پرانیستل شوه

    د مصر او غزې تر منځ د پولې پر سر د تګ، راتګ رفح لار پرانیستل شوه. په تازه تصویرونو کې ښکاري چې په بشري مرستو بار لارې له دې لارې غزې ته ننوځي. تر اوسه معلومه نه ده، چې دا لار تر څه وخته پرانیستې پاتې شي. اسرائیل تر اوسه مني چې په مرستو بار ۲۰ لاریو ته به اجازه ورکړي چې غزې ته ننوځي.

  2. وروستی, د امریکا سفارت وايي، باور لري چې ډېر ژر به د رفح لاره پرانیستل شي

    په اسرائیلو کې د امریکا سفارت وايي، "معلومات یې ترلاسه کړي چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پوله به په سیمه ییز وخت لس بجې (په یوه ساعت کې) پرانیستل شي.

    دا په یوه بیان کې وايي: "موږ اټکل کوو چې ډېری خلک به هڅه وکړي چې له پولې پرانستلو سره واوړي او د متحده ایالاتو اتباع چې مصر ته د ننوتلو هڅه کوي باید د پولې دواړو غاړو ته د احتمالي ګډوډ چاپېریال تمه وکړي."

    وايي که پوله پرانیستل شي، دا څرګنده نه ده چې د بهرني اتباعو د وتلو لپاره به څومره وخت پاتې وي.

    سفارت د متحده ایالاتو اتباعو ته وايي خلکو ته مشوره ورکوي چې پولې ته له سفر کولو یا د تېرېدو هڅه کولو دمخه د دوی خوندیتوب ارزونه وکړي.

    په لسګونو لارۍ چې اړین درمل، خواړه او اوبه پکې بار دي د مصر د لارې په اوږدو کې بندې دي - چې د غزې یوازینۍ لاره ده. دا لار د اسرائیل لخوا کنټرول نه لري. اوس مهال غزې ته ټولې لارې تړل شوې دي.

  3. په غزه کې د اسرائيلي پوځ له ګواښونو وروسته القدس روغتون کې د ممکنه عام‌وژنې د مخنیوي غوښتنې په ډېرېدو دي

    مصر د شنبې په ورځ د ۳۱ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو د ناستې کوربتوب کوي چې غزه کې پر سولې خبرې وکړي، په ورته وخت کې په غزه تراډه او فلسطیني خاوره کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې کېږي.

    د سرمشریزې موخه غزې ته د بشردوستانه مرستو د پرېښودو پر سر بحث او خبرې او اوربند دی او د دوو دولتونو له منحلولو سره سم د اسرائیل او فلسطین د شخړې په هر اړخیزه توګه د حل لارې لټولو پیلول دي.

    د مصر د سولې نړیواله غونډه د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غوښتنې په ځواب کې وشوه چې د فلسطین د مسلې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي.

    د نړۍ مشران لا دمخه مصر ته رسېدلي دي، د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک او همدارنګه د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د بحرین پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه هم ورځي.

    تمه ده چې قطر، ترکیه، یونان، امارات، کویت، سعودي عربستان، عراق، ایټالیا، قبرس او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش به هم په کې ګډون وکړي.

    رپوټونو کې ویل شوي چې د اسپانیا لومړی وزیر پیدرو سانچیز به په دې سرمشریزه کې د جرمني، فرانسې او جاپان د بهرنیو چارو پر وزیرانو سربېره د اروپايي شورا مشر چارلس میشل او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل هم ګډون وکړي.

  4. غزه کې د ښځو کړاو؛ له يوې فلسطينۍ فعالې سره خبرې

    د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ تاوتريخوالي او پر غزې د اسرائيلو پرله پسې بمباريو کې تر ټولو ډېر زيان ښځو او ماشومانو ته رسېږي.

    د ملګرو ملتونو ښځو اداره وايي اسرائيلو او د فلسطين نيول شوو سيمو کې پر ملکيانو د بريدونو غندنه کوي، او د ښځو او نجونو په ګډون يې پر ملکيانو د ويجاړوونکي اغېز له امله هېښ شوي دي.

    سيد عبد الله نظامي فلسطين کې له ټولنيزې فعالې اسراء محمد صالح سره خبرې کړې او پوښتلې يې ده چې د ښځو غږ رسولو کې يوازې ده او که نور هم ورسره همکاري کوي؟

  5. د روغتیا نړیوال سازمان مشر: د روغتون د تخلیې امر د اندېښنې وړ دی

    د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) رییس په هغو راپورونو تبصره کړې چې د اسرائیلو پوځ خلکو ته امر کړی چې د احتمالي برید دمخه په غزه کې د القدس روغتون پرېږدي - لکه څنګه چې دمخه د فلسطین سرې میاشتې ادعا کړې وه.

    د سرې میاشتې په وینا، دا روغتون اوس مهال د ۴۰۰ څخه ډېر ناروغان او ۱۲۰۰۰ بې ځایه شوي ملکي وګړي دي.

    د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ډاکټر ټیډروس اډانوم ګیبریوس په X کې پوسټ کړی:

  6. 'تاسې ولې موږ بمباروئ؟': د غزې ګاونډ پر کنډوالو بدل شوی

    پر غزه د اسرائیلو بمباري دومره زوروره ده چې د سیمې ټولې ودانۍ له ځمکې سره هوارې کړې دي.

    د بي بي سي خبریال عدنان البُرش د غې په مرکزي برخه کې یوه ګاونډ ته ورغلی چېرې چې ۳۲ استوګنیز بلاکونه- چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان پکې اوسېدل- په یوه شپه کې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

  7. د غزې ویجاړۍ د سپوږمکۍ په انځورونو کې

    د اکتوبر د اومې نېټې د حماس د بریدونو په ځواب کې پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونو د فلسطیني چارواکو په وینا تر اوسه له ۴۰۰۰ ډېر کسان وژلي او ودانیو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

    دا نقشې چې د سپوږمکۍ د معلوماتو د تحلیل په کارولو سره تولید شوي، هغه سیمې ښیي چې د اسرائیلو د بریدونو په لومړیو لسو ورځو کې اغېزمنې شوې دي.

    یوازې د غزې په شمالي سیمو کې تر ۵۰۰۰ ډېرې ودانۍ یا ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې دي او اسرائیلو فلسطینیانو ته امر کړی چې د غزې وادي سیند ته وخوځېږي.

    خو د سپوږمکۍ تحلیل ښیي چې بریدونو په جنوب کې ودانۍ هم ویجاړې کړې، په خان یونس، رفح او سوېل ختیځې پولې ته څېرمه کلیوالې سیمې هم زیانمنې شوې دي.

    یو میلیون خلک - د ټول نفوس نژدې نیمایي – لا له وړاندې د غزې په تړانګه کې بې‌ځایه شوي دي.

  8. وروستی, فلسطیني سره میاشت: القدس روغتون کې ۱۲ زره ولسي وګړي دي، اسرائیلو یې د تخلیې خبرداری ورکړی

    د فلسطین د سرې میاشتې ټولې وروسته تر هغه د بېړنۍ مرستې غږ کړی چې اسرائیلو د غزې تړانګې القدس روغتون د بمبارولو ګواښ او ژر د روغتون د تخلیه کولو غوښتنه وکړه.

    دې ټولنې ویلي چې په روغتون کې تر ۴۰۰ ډېر ناروغان او شاوخوا ۱۲۰۰۰ بې‌ځایه شوي ملکي وګړي دي چې د بمباریو له امله یې په روغتون کې پنا اخیستې ده.

    دغې ټولنې پر نړۍ غږ کړی چې د الاهلي المعمداني د روغتون د ټولوژنې په شان د نوې وژنې مخنیوي ته سملاسي لاس په کار شي.

  9. غزې ته د مرستو رسولو هڅې؛ د اړتيا وړ مرستو بار لارۍ رفح بندر سره ننوتو ته په انتظار ولاړې دي. اسرائيل بيا مځکني يرغل ته خپل تياری روان ساتلی. په غزه کې دننه حالت په ناوړه کېدو دی. د بي بي سي خبريال جان ډانيسن پرې دا راپور راستولی دی.

  10. وروستی, د نورو یرغمال شویو د خوشي کولو هڅې دوام لري

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپل رسمي X (ټوېټر) کې د یرغمال شویو له خوشې کېدو وروسته یو بیان خپور کړ. دی لیکي:

  11. وروستی, اسرائيلي چارواکو د دوو امريکايي یرغمل شويو مېرمنو خوشې کېدل تاييد کړل

    اسرائیلي چارواکو له بي بي سي سره په مرکه کې تائید کړې، چې جودیت رانان او د هغې لور نټلي هغه دوه ازاد شوي امریکايي وګړي دي چې دوه اونۍ وړاندې د حماس له خوا یرغمل شوي وو.

    حماس دا مور او لور د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې د دغه هېواد په جنوب کې یرغمل نیولې وې.

    د اسرائیلي سرچینو په وینا، د سره صلیب نړیوال سازمان ته دوه امریکایۍ بندیانې سپارل شوې دي.

    د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د حماس له خوا د دوو امریکايي یرغمال شویو خوشې کېدل له ټولو خواوو سره له پرله پسې تماسونو وروسته شوي، چې دا په ډاګه کوي، د یرغمال شویو کسانو د خلاصون په اړه به له اسرائیلو او حماس سره د قطر خبرې دوام ولري.

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوو برمته شویو د خلاصون په اړه په خپله لومړۍ تبصره کې وویل چې حماس یرغمال شوې جودیت او نټلي رانان خوشې کړې دي، د دې هڅې له امله د قطر او اسرائیلو مننه کوي.

    حماس اعلان وکړ چې له دوی سره د اسرائیلي بندیانو شمېر د ۲۰۰ او ۲۵۰ کسانو ترمنځ دی، په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو بمبارۍ تر اوسه ۲۲ بندیان وژل شوي دي.

  12. وروستی, حماس وايي، دوې يرغمل شوې مېرمنې يې خوشې کړې

    حماس ویلي د دوی دډلې پوځي څانګې دوه تنه یرغمل شوي امریکايي وګړي چې له دوو اونیو راهیسې په غزه کې ساتل کېدل ازاد کړي دي.

    د حماس پر ټېلېګرام چینل لیکل شوي چې دا دوه کسان امریکايي، مور او لور دي چې د بشردوستانه دلایلو او د قطر په منځګړتوب خوشي شوي دي.

    اسرائیلي رسنیو او د سي بي ایس خبري چینل هم په غزه کې د دغو دوو امریکايي يرغمل شویو د خلاصون خبر ورکړی دی.

    ويل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به ډېر ژر یو مطبوعاتي کنفرانس راوبولي.

  13. د غزې جنګ د پراخېدو امکان؟

    په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملياتو له پراخېدو سره، ټولې سيمې ته د جنګ د غځېدو اندېښنې ډېرې شوي.

    په منځني ختيځ کي د يوه لوی جنګ څومره امکان شته، او لوبغاړييې څوک دي؟ د بي بي سي د داود اعظمي شننه:

  14. ریشي سوناک وايي، د رفح لار به ژر پرانیستل شي

    د بریتانیا لومړي وزیر په منځني ختیځ کې له یو شمېر مشرانو سره له لیدنو وروسته ویلي، د مصر او غزې تر منځ د تګ، راتګ رفح لار به ژر پرانیستل شي.

    د بي بي سي له عربي څانګې سره د خبرو پر مهال ښاغلي سوناک وویل:''اوسمهال ژر تر ژره اړتیا دا ده چې د غزې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.''

    نوموړی وايي، د فلسطیني ولسمشر محمود عباس، اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په ګډون یې له شپږو مشرانو سره لیدنې او خبرې ګټورې وې او د بشري مرستو په ګډون ''په یو شمېر برخو کې پاموړ پرمختګ شوی.''

    نوموړي زیاته کړه، ''بریتانیا د راتلونکي په هکله یو نظر شریکوي او هغه دا چې په راتلونکي کې فلسطینیان د کرامت، ازادۍ او امنیت ژوند وکړي او په خبره یې موږ باید د دې لپاره سخت کار وکړو، چې همداسې وشي.''

  15. د بریتانیا لومړي وزیر له مصري ولسمشر سره لیدلي

    د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره خبرې کوي. له دې مخکې ښاغلي سوناک په سعودي عرب کې د قطر له امیر سره خبرې وکړې.

    د بریتانوي لومړي وزیر یوه ویانده په دې هکله وايي، د بریتانیا لپاره لومړیتوب د بشري مرستو پر مخ د رفح تګ، راتګ لارې پرانیستل کېدل دي.

    پر خواله رسنۍ اېکس چې پخوانی نوم یې ټویټر و، یوه پیغام کې ښاغلي سوناک ویلي: ''ټول مشران باید په شریکه کار وکړي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي خپرېدو مخه ونیول شي او په غزه کې ملکي خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.''

  16. د اسرائیل دفاع وزیر وايي، له جګړې وروسته به له غزې تړانګې سره اړیکي پرې کړي

    د اسرائیل دفاع وزیر وايي، کله چې له حماس سره جګړه پای ته ورسېږي، اسرائیل به په غزه کې ''خپل مسوولیت'' پای ته ورسوي.

    د پارلمان بهرنیو اړیکو او دفاع کمېټې ته معلوماتو ورکولو لړ کې د دفاع وزیر یواف ګالانت له غزې تړانګې سره د اړیکو پرې کول د اسرائیل پوځي کمپاین یو هدف وباله.

    په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیل دفاع وزیر پارلماني کمېټې ته په خپله وینا کې ''د حماس پوځي او حکومتولۍ وړتیاوو له منځه وړل'' هم له خپلو هدفونو وبلل او دغه راز یې وویل چې په سیمه کې به د امنیت له پلوه یو نوی واقعیت رامنځته شي.

    اسرائیل په ۲۰۰۵ کې له غزې پوځیان وایستل خو د دې سیمې پر هوايي حریم او سمندرغاړې یې کنټرول درلود.

  17. غزه: د الاهلي روغتون چاودنې په اړه ویډیوګانې، عکسونه او نور شواهد څه راته وايي؟

    د غزې ښار په الاهلي روغتون کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د سلګونو کسانو د وژل کېدو وېره شته.

    په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې فلسطیني چارواکو سملاسي پر اسرائیلو تور ولګاوه او ادعا یې وکړه چې دا یو قصدي هوايي برید و، خو اسرائیلو په دې کې لاس لرل رد کړي دي.

    د ضد او نقیضو ادعاو په منځ کې، حقیقت ته رسېدل تر بل هر وخت سخت شوي دي.

    بي بي سي هڅه کوي، هغه څه رابرسېره کړي چې حقیقت دی او لا نه دی پېژندل شوی.

    بشپړ رپوټ دلته لوستلی شئ

  18. وروستی, فلسطیني طبي چارواکي: غزه کې د وژل شویو شمېر له ۴۰۰۰ واوښت

    فلسطيني روغتیايي چارواکي وايي، د اکتوبر له ۷ مې راهيسې په غزه کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د پرلپسې نښتو او بمباریو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۴۱۳۷ ته رسېدلی دی.

    د دوی په وینا، په غزه کې تر ۱۳ زره زیات کسان ټپیان شوي دي.

    اسرائیل د حماس د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې سختې بمبارۍ کوي.

  19. ګوتېرېش د رفح بندر ته رسېدلی، له شرایطو پرته د بشري مرستو د رسېدو غوښتنه کوي

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، سره له دې چې له مصر څخه غزې ته د بشردوستانه مرستو د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده، "داسې شرایط شته چې دې تړانګې ته د لاسرسي مخه نیسي."

    د مصر او غزې تراړې ترمنځ په رفح کرښه کې په یوه خبري کنفرانس کې، ګوتېرېش وویل چې UNRWA به په غزه کې د مرستو د وېش مسؤلیت په غاړه ولري، هغه د "غیر مشروط بشري اوربند" غوښتنه تکرار کړه چې ډاډ ترلاسه شي مرستې غزې ته رسېږي.

    ګوتېرېش ټینګار وکړ چې په غزه کې ملکي وګړي د مرستې لاریو ته اړتیا لري.

  20. ملګري ملتونه وايي، د مرستو لومړنۍ جوپه ښايي راتلونکې ورځ ورسېږي

    ملګري ملتونه وايي، د رفحه له لارې ښايي غزې ته د مرستو لومړنۍ جوپه ښايي په یوه ورځ یا دوو کې ورسېږي.

    په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو چارو مشر مارتین ګریفیتس دفتر یوه ویندوی په دې هکله وویل: ''موږ له ټولو ښکېلو اړخونو سره په تماس کې یو او پراخ مذاکرات کوو، چې هر څومره ژر کېدای شي غزې ته د مرستو لړۍ پیل شي.''

    همدا اوس په رفحه کې چې د مصر او غزې تر منځ د تګ، راتګ لار ده، په خوړو، درملو او اوبو بار لسګونه لارې ولاړې دي، خو په دې لاریو کې تېل نه شته او ویل کېږي چې په لومړي سر کې ښايي یوازې ۲۰ لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

    هغسې چې د بي بي سي په رپوټ کې ویل شوي وو، چې مصر وايي، د دوی له لوري لار پرانیستل شوې ده، خو اسرائیل لا هم د ''غور'' خبره کوي.

    بل لور یوه الوتکه د پولې سیمې ته رسېدلې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پکې دی او نوموړي هلته په یوه وینا کې غوښتنه وکړه، چې په مرستو بار لاریو ته دې غزې ته د تلو اجازه ورکړل شي. ښاغلي ګوتېرش وویل، په اوبو، درملو او خوړو بار ګڼ شمېر لارۍ یې لیدلې او په وینا یې ''دا مرستې په غزه کې د ګڼ شمېر خلکو لپاره د ژوند او مرګ تر منځ د توپیر په مانا دي.''