تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د غزې کورنیو چارو وزارت وايي د شپې له مخې روانو بریدونو درنه مرګژوبله اړولې

    غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي د تېرې شپې په لړ کې په دې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې "ګڼ شمېر" کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    دغه وزارت د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي چې بریدونه تېره شپه او نن سهار وخته شوي‌ دي.

    اعلامیه کې د اوښتې مرګژوبلې کره شمېر نه دی ښودل شوی. خو وايي یو شمېر کورونه له "خبرداري پرته" په نښه شوي دي.

    د فلسطین کورنیو چارو وزارت ځینې تصویرونه هم خپاره کړي چې نړېدلې ودانۍ پکې ښکاري او ظاهرآ لیدل کېږي چې د بېړنیو خدماتو کارکوونکو په ویجاړیو کې احتمالي قربانیانو پسې ګرځي.

  2. اسرائیلو بي‌بي‌سي ته ویلي د اوونۍ پیل کې یې تر هغه وروسته یوه روغتون سره نږدې هوايي بریدونه وکړل، چې هلته د حماس د یوه قومندان د حضور اطلاعات ترلاسه شول.

    په مرکزي غزه کې د شهیدانو الاقصی روغتون، چې اسرائیل خلکو ته د خپل خوندیتوب لپاره د ورتګ امر کړی.

    د فلسطین روغتیا وزارت وايي په دغه برید کې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. لږترلږه دوه ماشومان هم پکې وو.‌

  3. د تصویر په ژبه: غزې کې نړېدلې ودانۍ او ټپيان

    اسرائیلي ځواکونو یکشنبه د غزې لروبر هوايي بریدونه وکړل چې د شپې یې هم دوام وکړ.

    د خبري اژانسونو لخوا په تازه خپرو شویو تصویرونو کې نړېدلې ودانۍ او ټپي خلک ښکاري.‌

    خبرداری: دا عکسونه ښايي ځینو لیدونکو ته خواشینوونکي وي.

  4. د فلسطین روغتیا وزارت: پر غزې بریدونو کې تر اوسه ۴۶۵۱ کسان وژل شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت وايي د اکتوبر پر ۷مه د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلي ځواکونو لخوا پر غزې تراړې روانو بریدونو کې تر اوسه ۴۶۵۱ کسان وژل شوي دي.

    دغه وزارت، چې د حماس لخوا اداره کېږي، یوه اعلامیه کې ویلي، په وژل شویو کې ۱۸۷۳ ماشومان، ۱۱۰۱ ښځې او ۱۶۷۷ سړي دي.

    په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې له دې ډلې ۸۳۹ کسان د غزې په سویل کې چې اسرائیل د غزې د شمال اوسېدونکو ته د ورتګ امر کړی، وژل شوي.

    د فلسطین روغتیا وزارت په دې موده کې غزې تراړه کې د ۱۴ زره ۲۴۵ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

  5. وروستی, د فرانسې او هالنډ مشران اسرائیل ته ځي

    د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو ویلي، چې د فرانسې او هالنډ مشران اسرائیل ته ورځي.

    د هغه له دفتره په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي، چې دغه مشران به دوشنبه او سې‌شنبه اسرائیل ته سفر وکړي.

    هممهاله د هالنډ د لومړي وزیر 'مارک روټ' دفتر هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نوموړی دوشنبه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو او د فلسطین کورواکې ادارې له مشر محمود عباس سره د لیدو لپاره منځني‌ختیځ ته ځي.

    د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ هم اسرائیل ته د ایمانویل مکرون د سفر د پلان منښته کړې.

    تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک او د جرمني صدراعظم اولاف شولز هم اسرائیل ته تللي وو.

  6. د تصویر په ژبه: د غزې سویل کې د بې‌ځایه شویو فلسطینيانو ژوند

    د شپې له را رسېدو سره زرګونو بې‌ځایه شویو فلسطینیانو یو ځل بیا د غزې سویل کې د ملګرو ملتونو یوه ښوونځي ته پناه وړې ده.

    دلته د سرپناه موندل یوه ستره ننګونه ده.

    د اسرائیل پوځ د غزې د شمال اوسېدونکو ته ویلي چې له بریدونو د خوندي پاتې کېدو لپاره د دې تراړې سویل ته ولاړ شي.

    د اسرائیلي ځواکونو له دغه خبرداري وروسته سلګونه زره کسان د غزې دې برخې ته کډوال شوي دي.

    لاندې عکسونه د غزې د سویل په خان یونس کې د یوه ښوونځي دي.

  7. وروستی, د ملګرو ملتونو اداره وايي په تېرو دوه اوونیو یې غزه کې ۲۹ کارکوونکي وژل شوي

    فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو‌اېن‌ار‌ډبلیو‌اې) ویلي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې یې په تېرو دوو اونیو کې غزه کې ۲۹ کارکوونکي وژل شوي دي.

    دې ادارې په مخکني رپوټ کې د خپلو ۱۷ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

    یو‌اېن‌ار‌ډبلیو‌اې ویلي چې د قربانیانو په وروستي اعلان شوي شمېر کې "نیم د دوی همکار ښوونکي دي."

    د یادونې ده چې د اسرائیل لخوا پر غزې د درنو هوايي بریدونو له پیلېدو وروسته د دې تراړې لسګونه زره اوسېدونکو د ملګرو ملتونو د دې ادارې په اړوند ښوونځیو او تاسیساتو کې پناه اخیستې.

    اسرائیلو پر غزې هوايي بریدونه تر هغې وروسته جاري ساتلي چې حماس وسله والو د اکتوبر ۷مه پر دغه هېواد یو ناڅاپي ستر برید وکړ او تر ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل.

    فلسطیني وسله والو شاوخوا ۲۰۰ کسان یرغمل هم نیولي چې ویل کېږي په غزه کې ساتل کېږي.

    هممهاله د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په غزه کې بیا د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه له ۴۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

  8. وروستی, د بشري مرستو دویم کاروان غزې ته ورسېد

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېتس وایي، پر بشري مرستو دویم بار کاروان ته له څو ساعته پلټنې وروسته اجازه ورکړ شوې چې غزې ته ننوځي.‌

    پر دویمه ورځ څوارلس لارۍ پرېښودل شوې چې د رفح بندر له لارې له مصره غزې ته مرستې ورسوي.

    تېره ورځ په لومړي ځل شلو لاریو ته اجازه ورکړ شوې وه چې غزې ته درمل، اوبه او یو څه خوراکي توکي ولېږدوي.

    ښاغلي ګرېفېتس پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "دا په غزه کې میلیونونو کسانو ته چې مرستو ته اړتیا لري، د هیلې یوه بل کوچنی څرک دی."

  9. د لادرکه شوې بريتانوۍ پېغلوټې کورنۍ د "حماس بريد کې د هغې د وژل کېدو" خبر ورکړی

    د هغې بریتانوۍ پېغلوټې کورنۍ چې د حماس له خوا پر اسرائیلو له برید وروسته لادرکه شوې وه وايي، هغه وژل شوې ده.

    د ۱۶ کلنې نویا شرابي کورنۍ بي بي سي ته ويلي، چې د هغې جسد په رسمي ډول پېژندل شوی دی.

    د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې د دغه پېغلې دیارلس کلنه خور او مور هم وژل شوي وو.

  10. د نړۍ په بېلابېلوښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وشول

    د يکشنبې په ورځ د پاریس، روټردام، بروکسل او بلګراد په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وشول.

  11. وروستی, اسرائیلي ټانک د مصر پر پوستې په ناپامۍ ډزې کړې

    د اسرائیلو پوځ ویلي، د دوی یوه ټانک په ناپامۍ د غزې پولې ته څېرمه په کرم ابوسالم سیمه کې د مصر پر یوې پوستې ډزې کړې دي.

    کرم ابو سالم د غزې په جنوب کې یوه سوداګریزه لار ده چې دا مهال تړل شوې او د مصر، غزې او اسرائیلو سره نژدې موقعیت لري.

    د اسرائیلو پوځ پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او وايي د پېښې په اړهپلټنې کېږي.

  12. په زرګونو کسانو په برلین کې د اسرائيلو په ملاتړ لاريون وکړ

    زرګونو کسانو د جرمني په برلین کې د اسرائیلو په ملاتړ او د يهودانو ضد کړنو په تړاو لاريونونو کې ګډون کړی و.

    د جرمني ولسمشر فرانک والترشټاین مایر خلکو ته وويل، چې د یهودي ضد ورستيو کړنو له امله خواشينیشوی دی.

    نوموړي زياته کړه، هېواد یې د اسرائیلو تر څنګ ولاړ دی او وايي له ځانه د دفاع حق لري. په ورته وخت کې هغه په ​​غزه کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا همټینګار وکړ.

  13. اسرائیلو پر غزې تړانګه تر احتمالي ځمکني برید مخکې خپل هوايي بمبارۍ ګړندۍ کړې دي. په تېرو ساعتونو کې د مرستو ۱۷ بار وړونکې لارۍ د رفح پولې له لارې سیمې ته داخلې شوې دي.۲۰ لارۍ پرون تېرې شوې. دا دویم کاروان دی خو ملګري ملتونه وايي د ورځې شاوخوا ۱۰۰ لاریو ته اړتیا ده. زموږ د غزې خبریال، رشدي ابو علوف د غزې په جنوب کې د مرستو په یوه کمپ کې دی.

  14. ایران وايي، که د اسرائیل پوځي فعالیت دوام وکړي، سیمه به له کنټروله ووځي

    د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پر پراخه سیمه اغېز لري. د ایران بهرنیو چارو وزیر نن امریکا او اسرائیل ته خبرداری ورکړ، چې که د اسرائیل پوځي فعالیتونه سملاسي بند نه شي، منځنی ختیځ ښايي له کنټروله ووځي.

    په تهران کې د خبرو پر مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل: ''زه غواړم امریکا او د دوی نیابتي (اسرائیل)... ته خبرداری ورکوم، چې که دوی په غزه کې توکمیزه ټولوژنه او د بشريت پر ضد جرمونه سملاسي پرېنښوول، هره شېبه هر څه کېدای شي او سیمه به له کنټروله ووځي.''

    اسرائیل په سویلي لبنان کې له حزب الله ملېشې سره متقابلې ګوزارونه کوي، چې د ایران ملاتړ ورسره دی. همدا نن د لبنان پولې ته مېشتو نورو اسرائیلي اوسېدونکو ته د سیمې پرېښوولو امر شوی.

    په همدې حال کې امریکا سیمې ته یوه جنګۍ بېړۍ استولې چې په یمن کې د ایران پلوه حوثي ملېشو له لوري توغول شوي توغندي یې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړي.

    دغه راز په عراق کې هم د امریکايي ځواکونو پر یوه مرکز د ایران پلوه وسله والو ډلو راکټي او ډرون بریدونه شوي.

    خو ایران د حماس په هغه برید کې لاس لرل رد کړي، چې د اکتوبر پر ۷مه یې پر اسرائیل وکړ او ۱۴۰۰ کسان پکې ووژل شول. امریکا وايي، داسې کوم ثبوت یې نه دی لیدلی چې وښيي ایران په دې برید کې مخامخ لاس درلود.

  15. نتنیاهو: که حزب الله جګړې ته داخل شي، دا به یې د ژوند تر ټولو ستره تېروتنه وي

    د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د لبنان تر ټولو زورورې ملېشا ځواک حزب الله ته ګواښ کړی، چې له اسرائیل سره د جګړې په پار دې له دویم سنګر پرانیستلو ډډه وکړي.

    نوموړي هغو اسرائیلي پوځیانو ته وینا کې چې د لبنان پولې ته نژدې ځای پر ځای شوي په یوه وینا کې وویل، که داسې وکړل، ''دا به یې د ژوند تر ټولو ستره تېروتنه وي.''

    نوموړی وايي، که داسې وشي د اسرائیل ځوابي ګوزار دومره زورور وي، چې ''تصور یې نه شي کېدای'' او دا به لبنان کې ''ویجاړی رامنځته کړي.''

    اسرائیل او امریکا له مخکې حزب الله ته چې بریتانیا، امریکا او ځینې نور هېوادونه یې ترهګره ډله بولي خبرداری ورکړی چې د اسرائیل بر شمالي پوله دې د جګړې بل سنګر له پرانیستلو ډډه وکړي.

  16. غزه کې مسوولین وايي، ۴۶۵۱ کسان وژل شوي

    په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې حماس یې کنټرولوي وايي، له اکتوبر ۷مې راهیسې په غزه کې ۴۶۵۱ کسان وژل شوي دي.

    مسوولین وايي، په همدې موده کې ۱۴۲۴۵ کسان ټپیان شوي دي.

    د یاد وزارت مسوولینو په وینا تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۶ فلسطینیان وژل شوي چې ۱۱۷ ماشومان پکې شامل دي.

  17. د غزې اوسېدونکي په ځايي روغتون کې د هغو مړیو تر څنګ ویر کوي چې په کفنونو کې نغښتی, خبرداری: په دې رپوټ کې ځینې داسې برخې شته، چې ښايي ځينو کسانو ته خواشینونکي وي

    داسې تازه تصویرونه ترلاسه شوي وو چې د غزې الاقصی روغتون په انګړ کې د ۱۱ وژل شویو ماشومانو پراته مړي ښيي. اوس د هماغه عکاس له لوري چې په غزه کې د اې ایف پي خبري اژانس لپاره کار کوي د ۱۲ م وژل شوي ماشوم د مړي تصویر هم ترلاسه شوی.

    موږ یو ځل بیا پرېکړه وکړه، چې دا تصویر څرګند نه کړو. موږ په داسې حال کې چې پوهېږو تاسي مخاطبین له څه ډول ډول احساس سره مخامخ یاست، غواړو د دې کړکېچ عمق او پر ملکي خلکو یې د اغېز کچه څرګنده شي.

    بل لور په همدې روغتون کې یو بل تصویر اخیستل شوی، چې موږ کولای شو، څرګند یې کړو او تاسو یې لاندې لیدلای شئ.

    په یوه تصویر کې د یوه ماشوم د مړي تصویر لیدل کېږي چې په کفن کې نغښتی دی او یوه سړي په غېږ کې نیولی، د همدې وژل شویو ماشومانو د تصویرونو په څېر د دې تصویرونو د نورو کسانو په هکله هم موږ نه پوهېږو چې چېرې او کله وژل شوي دي.

    خو دغه روغتون چې د دیر البلاح په کوچني ښارګوټي کې دی، د تېرې اونۍ اوږدو کې د اسرائیلي الوتکو په ګوزارونو لګېدلی و.

    دا ښارګوټی د غزې شمال په هغه سیمه کې دی، چې اسرائيل خلکو ته ویلي، د سویل پر لور دې ترې ووځي. اسرائیلي ځواکونه د غزې پر مرکزي او سویلي برخو پرلپسې بمبارۍ کوي. موږ د غزې له نورو روغتونونو د معلوماتو راټولولو هڅه کوو.

  18. اسرائیل پوځ وايي، تېره شپه غزه کې ''لسګونه ترهګر وژل شوي دي''

    اسرائیل پوځ وايي، تېره شپه په غزه کې د بمبارۍ له کبله د حماس یو مهم قوماندان وژل شوی دی. رویټرز خبري اژانس او اسرائیلي رسنۍ د اسرائیل ځواکونو یو ویاند دانئل هاګاري له قوله وايي، ''د حماس توغندیز غونډ مرستیال مشر له یو شمېر نورو ترهګرو سره یو ځای وژل شوی دی.''

    د یادونې ده، چې بریتانیا، امریکا او ځینې نورو هېوادونو رسماً حماس یوه ترهګره ډله بللې ده.

    له دې لږ مخکې حماس چې له ۲۰۰۷ راهیسې د غزې کنټرول په لاس کې لري وویل، د شپې مهاله بمباریو له کبله ۵۵ کسان وژل شوي دي.

    په تازه خپرو شویو تصویرونو کې د مرکزي غزې او رفح پولې شاوخوا سیمو کې د بریدونو نښې، نښې لیدل کېږي.

    اسرائیل له دې مخکې ملکي خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې د غزې له شماله او په ځانګړې توګه له غزې ښاره د سویل پر لور لاړ شي.

  19. د سره صلیب کمېټه وايي، جراحانو ته باید اجازه ورکړل شي، چې د مصر له لارې غزې ته لاړ شي

    د سره صلیب نړیواله کمېټه (ای سي ار سي) وايي، هغسې چې په غزه کې دارو، درملو ته اړتیا ته روغتیاپالانو ته هم باید اجازه ورکړل شي، چې غزې ته ورشي، چې پر روغتونونو فشار کم شي. د دې نړیوالې ادارې ساره ډاویس بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''اوس چې څه ته اړتیا ده، هغه غزې ته د بشري مرستو رسېدو تسلسل دی.''

    نوموړې وايي، اړتیا یوازې دا نه ده، چې د بشري مرستو توکي هلته ورسېږي، ''بلکې باید روغتیاپالان او جراحان واستول شي، چې پر روغتونونو فشار کمولو کې مرسته وشي.''

    پرون د اسرائیل له هوکړې وروسته له مصره غزې ته ۲۰ داسې لارۍ ننوتې، چې د بشري مرستو توکي پکې بار وو، خو اغلې ډاویس وايي، دا بهیر باید روان پاتې شي:

    ''دا بهیر باید ثابت پاتې شي، خلک د ۲۰ لاریو پر مرسته ژوند نه شي کولای، دا خورا بد وضعیت دی. موږ هلته له خپلو همکارانو سره په تماس کې یو او دوی چې وضعیت بیانوي، بوږنونکی دی.''

  20. حماس وايي، تېره شپه غزه کې ۵۵ کسان وژل شوي

    اې ایف پي خبري اژانس په خپل رپوټ کې د حماس له قوله وايي، تېره شپه په غزه کې ۵۵ کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي. حماس وايي، له هغه وروسته چې اسرائیلي ځواکونو وویل، پر غزه تړانګه له احتمالي ځمکني برید مخکې هوايي بریدونه سختوي، له ۳۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

    له دې څو ساعته مخکې د اسرائیلي ځواکونو یوه ویندوی دانئل هاګاري وویل، دا بریدونه به د دوی د ځواکونو لپاره احتمالي خطرونه کم کړي، چې د پولې په سیمه کې راټول شوي دي. نوموړي فلسطینیانو ته او په ځانګړې توګه د غزه ښار اوسېدونکو ته وویل، چې د دوی د خپل خوندیتوب په خاطر له شماله د سویل پر لور لاړ شي.

    بل لور اسرائیلي ځواکونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اسرائیلي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي. په دې سیمه کې اسرائيلي ځواکونو وروستی برید پر یوه جومات کړی، چې د دوی په وینا د ترهګرو د قوماندې مرکز پکې فعال و.