تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: غزه کې له جګړې وروسته "امنیتي مسوولیت" خپله اخلو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرائیل به د غزې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د غزې "امنیتي مسولیت" په غاړه واخلي. هغه له امریکايي اې بي سي شبکې سره په مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ وویل: "اسرائیل به د یوې نا محدودې مودې لپاره د غزې ټولیز امنیت مسولیت په غاړه ولري. ځکه کله چې موږ دا امنیتي مسوولیت نه درلود، د هغه په ټکو د حماس ترهګري په هغه پیمانه وه چې موږ یې تصور هم نشو کولی." وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، په غزه کې جګړه بشري ناورین دی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, فلسطیني چارواکي:‌ اسرائیلي ځواکونو لوېدیزه غاړه کې ۴ نور کسان وژلي

    د فلسطین روغتیا وزارت وايي، اسرائیلي ځواکونو په لوېدیزه غاړه کې څلور نور فلسطینیان وژلي دي.

    تر دې مخکې اسرائیلي ځواکونو ویلي و چې د شپې له مخې یې د لوېدیزې غاړې په جنین کې پر یوه "ترهګریز مرکز" هوايي برید کړی دی.

    د فلسطین روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د اکتوبر له اومې په پیل شوي تاوتریخوالي کې تر دې دمه په لوېدیزه غاړه کې ۸۹ کسان وژل شوي دي.

  2. ای‌ډي‌اېف: حزب الله ډېره خطرناکه لوبه کوي‌

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌ایف) د دغه هېواد په شمال کې د خپلو عملیاتو توضیحات خپاره کړي.

    د دغو ځواکونو یو ویاند د لبنان له حزب الله غورځنګ سره د اسرائیل پر کړکېچ غېږدلی دی.

    جانتن کانریکوس ویلي "حزب الله یوه ډېره، ډېره خطرناکه لوبه کوي. وضعیت لا پسې ترینګلی کوي. هره ورځ د ډېرېدونکو بریدونو شاهدان یو."

    نوموړي‌ زیاته کړې چې تر اوسه د دوی غبرګون هم تکتیکي‌، حساب شوی او پولې ته پر نږدې پرتو اهدافو متمرکز دی.

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو دغه ویاند ویلي، دوی یوازې د ځان دفاع کوي او د مخنیوي‌ لپاره ګامونه اخلي.

    ښاغلی کانریکوس دا هم ويلي، چې د اسرائیل په شمال کې لبنان سره پولې ته د نږدې سیمو اوسېدونکي ایستل شوي ‌دي.

  3. د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

    د ملګرو ملتونو مرستندویو ټولنو اندېښنه ښودلې، چې په غزه کې بشري کړکېچ لویېدونکی دی او د اوربند غوښتنه کړې ده.

    د ملګرو ملتونو اړوند درې لویو سازمانونو، یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د روغتیا نړیوال سازمان یوځل بیا په غزه کې د اوربند او د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کړې.

    دوی ویلي، هلته باید د انسانانو د ژوند ژغورلو او د لا نور بشري ناورین زیاتېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

    دغو ادارو په غزه کې اوسنی وضعیت ناورین بللی.

    دا غږ وروسته تر هغه شوی چې پر غزې د بریدونو له پیل راوروسته، تېره ورځ په لومړي ځل پر خوارکي توکو ۲۰ بار لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې د مصر له پولې غزې ته واوړي.

    دغو مرستو کې درمل او خواړه بار دي، خو تېل په کې نه شته.

    اسرائيلو ویلي پر دې یې سلا کړې، چې دا مرستې دې یوازې د غزې سویل کې ووېشل شي.

    هممهاله حماس وايي دوی د مرستې رسونې په دې پروسه کې ښکېل نه دي.

    ملګرو ملتونو غزې ته د مرستو د دې لومړۍ جوپې د رسېدو هرکلی کړی، خو وايي د بشري ناورین مخنیوي لپاره لاډېرو مرستو ته اړتيا ده.

  4. د لوېدیزې غاړې برید کې جومات به نښه شوی

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو "ای‌ډي‌اېف" پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د لوېدیزې غاړې په جنین کې د ترسره کړي هوايي برید تازه مالومات ورکړي.

    دغو ځواکونو ویلي په دغه برید کې یې الانصار جومات په نښه کړی چې د دوی د اطلاعاتو له مخې "د غیرنظامیانو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلان او ترسره کېدو د قوماندې مرکز په توګه ترې ګټه اخیستل کېده."

    اسرائیلي ځواکونو دا د حماس او د 'اسلامي جهاد' ډلې ترهګریز مرکز بللی دی.

    د اسرائیل تر اشغال لاندې لوېدیزه غاړه له غزې تراړې جلا بله سیمه ده.

    دغلته دا برید داسې مهال کې شوی، چې اسرائیلي ځواکونو پر غزې د بریدونو د ډېرولو د پلان خبر ورکړی دی.

    دوی د غزې له اوسېدونکو غوښتي چې د ځان د خوندیتوب لپاره د دې تړانګې سویل خوا ولاړ شي.

  5. وروستی, اسرائیلي ځواکونو لوېدیزه غاړه کې هوايي ‌برید کړی

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي یوې الوتکې یې د لوېدیزې غاړې په جنین کې د "ترهګرو په تر ځمکې لاندې لار" هوايي برید کړی دی.

    دوی زیاته کړې، اټکل دا دی چې دغلته د حماس یوه هسته هم موجوده وه.

    هممهاله رویټرز خبري اژانس د فلسطیني روغتیاپالانو په حواله لیکلي چې یکشنبه سهار وختي په لویدیزه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په یوه هوايي برید کې دوه کسان وژل شوي او نامالوم شمېر نور ټپیان دي.

    تر اوسه مالومه نه ده چې رویټرز هماغه برید ته اشاره کړې چې اسرائیلي ځواکونو یې پر خپله اېکس یا پخواني ټویټر د ترسره کېدو خبر ورکړی و، که څنکه.

  6. وروستی, اسرائیل وايي پر غزې بریدونه نور هم ډېروي؛ له خلکو یې غوښتي چې سویل خوا وتښتي

    د سرائیل پوځ اعلان کړی چې سر له ننه پر حماس د فشار ډېرولو لپاره پر غزې تراړې ګوزارونه نور هم زیاتوي.

    د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هاګاري رسنیو ته ویلي، پر حماس فشار د دې لپاره ډېروي چې اسرائیلي ځواکونو ته د جګړې په بل پړاو کې پېښ خطر د امکان تر حده محدود شي.‌

    اسرائیلي ځواکونه دمګړۍ د جګړې بل پړاو ته چې تمه ده ستر ځمکني عملیات به وي، چمتووالی کوي.

    د فلسطین روغتیا وزارت وايي، تېرو دوو اونیو کې پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدو کې له ۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي‌ دي.

    دغه بریدونه تر هغې وروسته پیل شوي، چې حماس وسله والو د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل خونړی ناڅاپي برید وکړ او سلګونه کسان یې وژل.

  7. قاهره کې د سولې غونډه پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېده

    د مصر په پلازمېنه قاهره کې د غزې د شخړې په تړاود سولې غونډه پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېده.

    په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د اروپايي ټولنې استازو او د اردن پاچا عبدالله په ګډون د څه باندې شلو هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی و.

    ډېری عرب مشرانو هغه څه وغندل چې دوی یې د اسرائیلو د حکومت لخوا د "ملکیانو ډله يیزه سزا" بولي.

    اسرائیل، امریکا او ایران چې د حماس او حزب الله ملاتړ کوي په دې غونډه کې ګډون نه درلود.

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خبرو پر مهال د "بشري اوربند" غوښتنه وکړه او ویې ویل، هېڅ شی نشي کولی د حماس برید او د غزې د خلکو "ټولیزه سزا" توجیه کړي.

    د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، د غونډې د رابللو موخه "په يوې لار نقشې هوکړه او په غزه کې بشري ناورین پای ته رسول او د سولې په لور د یوې لارې پیدا کول" دي.

  8. د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د فلسطينيانو په ملاتړ لاريونونه وشول چې د "تاوتريخوالي د درېدو، سملاسي اوربند او د بشري مرستو د رسولو" غوښتنه يې کوله.

    لاندې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د لاريونونو عکسونه کتلی شئ:

  9. لندن کې "د فلسطينيانو په ملاتړ نژدې ۱۰۰ زرو کسانو لاريون وکړ"

    د لندن د پوليسو په وينا په دغه ښار کې "نژدې ۱۰۰ زرو کسانو د فسطينیانو په ملاتړ لاريون" کې برخه اخيستې وه.

  10. د اسرائيلو حماس جګړې له پیله د لاريو لومړی کاروان چې غزې ته مرستې لېږدوي، له رفح بندره اوښتی. دغو مرستو کې درمل او خواړه بار دي، خو تېل په کې نه شته. اسرائيلو ویلي يوازې پر دې یې سلا کړې، چې دا مرستې دې د غزې جنوب کې ووېشل شي. داسې حال کې چې حماس وايي دوی په کې ښکېل نه دي. ملګرو ملتونو د مرستو دغې لومړۍ جوپې رسېدو هرکلی کړی، خو وايي لاډېرو مرستو ته اړتيا ده.

  11. هغوی چې تازه زموږ ژوندي خبري پوښښ ته راغلي، د نن ورځې څو مهمې پېښې دلته لوستی شي:

    • د لندن پولیس وايي،‌ په دغه ښار کې نژدې ۱۰۰ زره فلسطیني پلوه لاریونیان لارو کوڅو ته وتلي دي.‌ دغه لاریونیان د لندن په ماربل ارچ مشهوره سیمه کې راټول شوي‌ او د "فلسطین د ازادۍ او پر غزه د بمبارۍ درېدو" شعارونه ورکوي.‌
    • په ځايي‌ وخت نن سهار غزې ته د مصر رفاح بند له لارې د مرستو کاروان رسېدلی دی. دا له هغې له راهیسې چې د اسرائیلو او حماس جګړه پیل شوې،‌ لومړی ځل دی چې خوراکي توکي غزې ته پرېښودل کېږي. دغه مرستې به د ملګرو ملتونو له خوا وېشل کېږي.‌
    • اسرائیلو د هغو کسانو په اړه چې حماس وسله والو یرغمل کړي،‌ تازه مالومات خپاره کړي ‌دي. دوی وايي‌ د یرغمل شویو شمېر ۲۱۰ دی.‌ پرون حماس ډلې دوه یرغمل شوي چې امریکايي‌ وګړي وو، ازاد کړي دي.
    • د مصر پلازمینه قاهره کې د منځني ختیځ او د ځینو اروپايي‌ هېوادونو سرمشریزه روانه ه.‌ دوی په غزه کې د اسرائیلو او حماس پر جګړې بحث کوي.‌ په دغه ناست کې عرب هېوادونو پر غزې د اسرائیلو بمباري غندلې او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې. خو د امریکا،‌ ایران او اسرائیلو په استازیتوب په کې چا برخه نه وه اخیستې.
    • په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي،‌ تېرو دوو اونیو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳۸۵ ته رسېدلی او ګڼ شمېر ټپیان دي.‌ ملګري ملتونو د اسرائیلو بمبارۍ کې د دوی ۱۷ مامورین هم وژل شوي دي. د اسرائیلو پوځ وايي، پر اسرائیلو د حماس برید کې هم نژدې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي‌ دي.‌

    ‌‌

  12. په قاهره کې د سولې غونډه؛ عربي هېوادونو په غزه کې د اسرائیلو کړنې وغندلې

    په قاهره کې د اسرائيلو او غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يوه ستره نړيواله غونډه جوړه شوې. خو په دې څو اړخيزه غونډه کې د اسرائیل او ایران په ګډون ځینې هېوادونه غیر حاضر وو، خو د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون د عربي او اسلامي هېوادونو استازو په کې پراخ ګډون درلود.

    دغه غونډه چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په بلنه جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په کې وينا وکړه. بشپړ مطلب دلته ولولئ.

  13. ملګري ملتونه به په غزه کې د مرستو وېش مسوولیت ولري

    په غزه کې د بي بي سي خبریال رشدي عبدالعوف وايي، ملګري ملتونه به د هغو مرستو وېشلو مسوولیت لري، چې نن له مصره د رفح له لارې غزې ته ورسېدې. زموږ خبریال د مرستو لاریو کاروان لیدلی چې په سویلي غزه کې خان یونس سیمې ته پر لار دی.

    دی وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ګاډي د لاریو دا کاروان بدرګه کوي او په سویلي ښار کې به یې یو زېرمتون ته ورسوي.

    د نوموړي په وینا هلته له رسېدو وروسته به د ملګرو ملتونو کارکوونکي پرېکړه کوي، چې چېرې او چا ته مرستې ورسوي، چې په وینا یې فکر کېږي د ملګرو ملتونو ښوونځیو او روغتونونو ته به یې ولېږدوي چې زرګونو خلکو پکې پناه اخیستې.

  14. زرګونو کسانو په لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کړی

    په لندن کې زرګونه کسان د فلسطینیانو ملاتړ په موخه د ښار مرکزي برخې پر لور لاریون کوي. د دې لاریون په تنظیمولو کې مرستندوی سازمان چې له فلسطینیانو سره د یووالي کمپاین نومېږی (د بشپړو مرستو رسولو لپاره) په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کوي.

    د لندن له مرکزي برخې د بي بي سي خبریال ټام ګروندې وايي، له کومه ځایه چې زه ولاړ یم او وینم، بیا تر هغه ځایه چې نظر مې لګېږي، د فلسطین بیرغونه وینم او شعارونه اورېدل کېږي چې وايي ''فلسطین به خپلواک شي.

    د یادونې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تائلنډ، اسټرالیا، نېدرلنډ، سویلي افریقا او یو شمېر عرب هېوادونو په ګډون دا ډول لاریونونه د نړۍ په یو شمېر نورو ځایونو کې هم شوي دي.

  15. فلسطینی مشر وايي، موږ به خپله خاوره نه پرېږدو

    د منځني ختیځ او اروپا یو شمېر مشران د مصر په قاهره کې د دې لپاره یو ځای شوي، چې د اسرائیل او حماس تر منځ غزه کې د تاوتریخوالي کمولو هڅه وکړي.

    همدا څو شېبې مخکې د فلسطین ولسمشر محمود عباس په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، فلسطینیان په زور له خپلې خاورې وتلو ته نه شي اړایستل کېدای.

    نوموړي زیاته کړه: ''موږ به بې ځایه کېدل و نه منو، هر څنګه ګواښونه چې وي، موږ به پر خپله خاوره پاتې شو.''

    ښاغلی عباس د هغې فلسطینۍ ادارې مشر دی، چې پر اشغال شوې لوېدیځه غاړه واک لري، خو د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې یې واکمني نه شته.

    مصر او ځینو نورو عرب هېوادونو له دې مخکې ویلي، د فلسطیني کډوالو سترې جوپې ځکه د منلو نه دي، چې دې سره به د هغو فلسطینیانو شمېر زیات شي، چې له خپلې خاورې شړل کېږي.

    دغه غونډه کې چې د سولې غونډې نوم ورکړل شوی، د اردن، قطر، ایټالیا، اسپانیا، بریتانیا او اروپايي ټولنې استازو هم ګډون کړی. خو اسرائیل، امریکا متحده ایالتونه او ایران هغه پاموړ هېوادونه دي، چې په دې غونډه کې یې استازي نه لیدل کېږي.

  16. اسرائیل وايي، په غزه کې د دوی برمته شویو کسانو شمېر ۲۱۰ ته رسېدلی

    د اسرائیل پوځ یوه ویاند څو شېبې مخکې وویل، د ۲۱۰ کسانو کورنیو ورته ویلي دي، چې کسان یې په غزه تړانګه کې یرغمل شوي دي. په دې کسانو کې هغه امریکایۍ مور او لور جودیت او نتالي رانان شاملې نه دي، چې تېره شپه حماس خوشې کړې.

  17. بي بي سي خبریال: غزې ته په روانو ۲۰ لاریو کې یوه په تابوتونو بار ده

    په غزه کې د بي بي سی خبریال رشدي ابو العوف وايي، هغه لارۍ یې لیدلې چې له مصره د رفح له لارې غزې ته ننوتې دي.

    نوموړی وايي، تر اوسه یې ۲۰ لارې شمېرلې چې له پولې اوښتې دي. اسرائيل ویلي، همدومره شمېر لاریو ته اجازه ورکوي چې غزې ننوځي. په یوه لارۍ کې تابوتونه لیدل شوي او په نورو کې درمل او خواړه بار وو.

    فلسطینی چارواکي وايي، له هغه راهیسې چې حماس پر اسرائیل ناڅاپي برید وکړ او اسرائیل پر غزه بمبارۍ پیل کړې، تر اوسه په غزه کې ۴۱۳۷ کسان وژل شوي دي.

    په غزه کې د روغتیايي چارواکو په وینا یوازې د سې شنبې پر ورځ په الاهلي العرب روغتون کې د چاودنې له کبله ۴۷۱ کسان ووژل شو، خو د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت چارواکي بیا دا شمېر لسګونه کسان یادوي.

  18. د روغتیا نړیوال سازمان: د اړتیا وړ مهم درمل غزې ته پر لار دي

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له مصري چارواکو او فلسطین کې د سرې میاشتې له مسوولینو سره ګډ کار کوي، چې د غزې روغتونونو ته د اړتیا وړ اړین درملو رسېدل باوري شي. دغه اداره وايي، پر دې درملو بار لارې همدا اوس په مصر کې دي او د پولې پر سر د تګ راتګ ځای رفح ته ځي. نن ګهیځ یو شمېر لاریو ته اجازه ورکړل شوه، چې غزې ته ننوځي، یو شمېر نورې لارې لا هم د مصر لوري ته ولاړې دي.

    ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، په دې کې هغه درمل هم شامل دي، چې د ناڅاپي صدمې پر مهال درملنه کې مرسته کولای شي او دا ګرځنده الات تر ۲۳۵ پورې ټپي کسانو سره د پېښې په ځای کې له صدمې د رغېدنې لړ کې مرسته کولای شي.

  19. غزې ته د مرستو رسېدلو فعالیتونه په تصویرونو کې

    په رفح ځمکني بندر کې دا مهال پاموړ فعالیتونه ترسترګو کېږي. دلته هغه څو تصویرونه لیدل کېږي، چې د مصر او غزې تر منځ د پولې سیمه کې تازه اخیستل شوي دی.

  20. د غزې لوري ته د مرستې توکي په کوچنیو لاریو کې لېږدول کېږي

    په رفح کې د غزې له لوري داسې تصویرونه خپاره شوي، چې تشې ولاړې لارې پکې لیدل کېږي. دا لارې د دې لپاره ځای پر ځای شوې، چې له پولې راتلونکې مرستې تر غزې پورې ورسوي. په غزه کې زموږ خبریال رشدي ابو العوف وايي، په دې کوچنیو لاریو کې به تر غزې پورې مرستې رسول کېږي، چې تېل پکې نشته او خواړه او درمل پکې دي.