مرستندویان وايي، د غزې په کډوالو کمپونو کې 'رښتیا لوږه خپره شوې'
جبلیه د غزې کډوالو کمپونو کې تر ټولو ستر هغه بلل کېږي. ملګري ملتونه وايي، د دې پنډغالي په یو اعشاریه څلور مربع کیلومتره ساحه کې له ۱۱۶۰۰۰ ډېر کسان ژوند کوي. خالد چې په دې پنډغالي کې د مرستو رسولو چارو له مسوولینو یو دی، د بي بي سي راډیو له نړیوالې څانګې سره خبرو کې وايي، د بنسټیزو اړتیا وړ توکو په ګډون هلته نژدې هر څه ختم شوي دي.
نوموړی وايي، په ځايي نانوایانو کې اوړه ختم شوي او له همدې کبله 'رښتیا لوږه' حاکمه ده.
په دا وروستیو ورځو کې غزې ته یو شمېر لارۍ رسېدلې، چې د مرستې لپاره استول شوي توکي پکې بارو وو، خو مرستندویان وايي، دا توکي د اړتیا پوره کولو ته نژدې هم نه رسېږي.
خالد وايي، جبلیه ته چې څومره توکي رسېدلي، دا یوازې د یوه پناه ځای اړتیا پوره کولای شي.