اوکرايين کې پر اتومي بټۍ له برید وروسته روسیه غندل شوې

په زاپوریژیا اتومي بټۍ کې لګېدلی اور اوس وژل شوی دی. دا په اروپا کې تر ټولو لویه اتومي انرژۍ بټۍ ده. له دې مخکې د نژدې سیمې ښاروال دیمترو اورلوف ویلي و، په اتومي بټۍ کې د دښمن پرلپسې ګوزارونو له کبله اور لګېدلی. د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي، د دې بټۍ مهم تجهیزات اوس هم فعالیت کوي. یوه ځايی چارواکي ویلي، د بټۍ امنیت اوس خوندي شوی دی. بل لور د اوکرایین مهم سرحدي ښار ماریوپول تر پرلپسې سختو بریدونو لاندې دی. روسیې تر اوسه پورې یوازې یو ښار خیرسون نیولی دی.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. هند د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک کې له ګډون ډډه وکړه

    هند پر چهارشنبه د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک کې له برخې اخیستو ډډه وکړه، چې پر اوکرایین د روسیې یرغل پکې غندل شوی.

    د مسکو او کیېف تر منځ د تاوتریخوالي پر موضوع په یوه اونۍ کې دا درېیم ځل دی، چې هند په یوه پرېکړه لیک کې له شاملېدو ډډه کوي.

    دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړو چارواکو له هند غوښتني چې دې لړ کې باید "څرګند دریځ" ولري.

    هند له لوېدیځوالو او روسیې سره د اړیکو تعادل ساتلو لړ کې له سختې دیپلوماتیکې لارې تېریږي.

    خو د هند همدې ستراتیژۍ په ځانګړې توګه په لوېدیځ کې پوښتنې راپورته کړې، چې ایا هند به چې د نړۍ تر ټولو لویه دیموکراسي لرونکی هېواد دی، دې موضوع کې څرګند دریځ غوره کړي او که نه.

  2. د اوکرایین پېښو وروستی حال

    که همدا اوس له موږ سره یو ځای شوي یاست، دلته تر نن لمر خاته پورې د اوکرایین جګړې پېښو وروستی حال درکوو.

    • روسي ځواکونو د اوکرایین سویل کې د مهم ساحلي ښار خیرسون کنټرول ترلاسه کړی. دا د یرغل له پیل راهیسې لومړنی مهم ښار دی، چې ولکه یې روسي پوځیان ترلاسه کوي.
    • له تېرو څو ساعتونو راهیسې زورورې چاودنې د اوکرایین پلازمېنه او یو شمېر نور مهم ښارونه لړزوي. د عیني شاهدانو له لوري په خپرو شویو ويډويي کلیپونو کې د لمبو غوټه لیدل کېږي چې تیاره اسمان ته پورته کېږي.
    • امریکايي چارواکي بیا وايي، د روسي ځواکونو اوږد کتار چې د پلازمېنې پر لور روان و، د خوړو او تېلو کموالي له کبله 'په ټپه درېدلی'
    • بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي تېره شپه ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې هغه هېوادوال وستایل چې له خپلې خاورې د دفاع لپاره په جګړه کې برخه اخلي.
    • په هاګ کې د انصاف نړیوالې محکمې په اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو معلومولو لپاره پلټنه پیل کړې ده.
    • ملګري ملتونه وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیل راهیسې یو میلیون کسان له دې هېواده وتلي او دا شمېر په چټکۍ سره زیاتېږي.
    • روسیې لومړی ځل منلې چې د اوکرایین جګړه کې د سر دروند زیان وراوښتی، ۴۹۸ پوځیان یې وژل شوي او ۱۵۹۷ نور یې ټپیان شوي دي.
  3. اوکرایین چارواکي وايي، د ښاري شورا پر ودانۍ توغندی لګېدلی

    د اوکرایین خارکیېف ځايي چارواکي وايي، په لېرې واټن کې ګوزار کوونکی روسی توغندی د ښاري شورا پر یوه ځايي ودانۍ لګېدلی دی.

    دا ښار له روسي پولې ۳۰ میله لېرې موقعیت لري او تېرو دوو ورځو کې تر سختو ګوزارنو لاندې دی.

    تېره شپه په دې ښار کې د روسي پاراشوټي ځواکونو له کوزېدو وروسته د ښار په لارو، کوڅو کې هم د جګړې رپوټونه ورکړل شوي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. وروستی, 'روسي لوبغاړي به پارالمپیک سیالیو کې د خپل هېواد تر بیرغ لاندې ګډون نه کوي'

    د روسیې او بېلاروس لوبغاړي به د ۲۰۲۲ کال پارالمپیک ژمنیو سیالیو کې د خپلو هېوادونو استازولۍ پر ځای بې پرې توګه ګډون کوي.

    د پارالمپیک نړیوالې کومېټې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دا لوبغاړي به چې له مخکې په سیالیو کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بیجینګ ته رسېدلي، د پارالمپیک تر بیرغ لاندې سیالي کوي.

    یاده کومېټه وايي، د دوی نومونه به د مډالونو په جدول کې شامل نه وي.

    د دې سیالیو پرانیستغونډه به د جمعې پر ورځ وي او سیالۍ به یې پر شنبه پیل شي.

    په دې سیالیو کې شل اوکراییني لوبغاړي هم برخه لري، خو داسې باور کېږي، چې دوی به له روسي او بېلاروس لوبغاړو سره د سیالۍ پر ځای له لوبو لاس پر سر شي.

  5. 'موږ اشغال شوي یو'

    لیزدوسیت، د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله، کیېف

    نن ګهیځ مې په ځمکتل کې څنګ ته ناسته لیانا ولیده، چې په اوسنیو شرایطو کې څنګ کې راسره اوسي.

    تېرې اووه ورځې او شپې به دې ماته ویل، چې ''باید خواشینې نه شم، بلکې باید غښتلې پاتې شم''

    خو نن ګهیځ مې چې ورته په تته رڼا کې کتل، پر مخ یې د اوښکو باران جوړ و.

    دا د هېواد په شمال کې د بېلاروس پولې ته نژدې د خپلې کورنۍ له حاله خبره شوې وه.

    دا وايي، اته روسي پوځیان یې کور ته ورغلي چې په ظاهره په سګریټو پسې ګرځېدل او د کورنۍ غړي یې یرغمل کړي.

    د دې په خبره پوځیانو یې کورنۍ غړو ته ویلي، ''پورته پوړ ته به نه ځئ، له پوړیو له لاندې نه کوزېږئ، ښورئ به نه.''

    د کورنۍ یو غړی تشناب ته پټ تللی او دې ته یې په ټیټ غږ یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي‌ ''موږ یې اشغال کړو.''

    لینا نه شي کولای خپلې اوښکې تم کړي.

    له دې سره اوس اندېښنه ده چې پلار یې یرغمل شوی دی.

    داسې ښکاري چې اوس دا هېواد د خپل ګاونډي له خوا له شماله تر سویله، له ختیځه تر لوېدیځه یرغمل نیول شوی دی.

  6. 'پوتین د روسیې په مانا نه دی'- نوالنې د ورځنیو مظاهرو غږ وکړ

    د روسیې زنداني اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې د ټویټر پیغامونو په یوه سخته لړۍ کې د روسیې لر او بر او دغه راز په بهر کې د مظاهرو غږ کړی.

    نوالنې د زهرو ورکولو له یوه برید روغ پاتې شو او له یوه کال راهیسې په خپل هېواد کې زنداني دی.

    نوموړي کریملین د زهرو ورکولو پلان مسوول بللی.

    تېره میاشت دی له تازه تورونو سره محکمې ته وړاندې شو، چې که پرې ثابت شي، ښايي تر یوې لسیزې پورې په زندان کې وساتل شي.

    نوموړي اوس مسکو ته له یوه نژدې زندانه چې سخته څارنه یې کېږي، په تازه پیغام کې لیکلي:

    ''په خواشینۍ سره چې اوس مو ډېر خلک داسې نه بولي، خو موږ روسیان غواړو چې سوله دوست ملت واوسو.''

    نوموړی زیاتوي:

    ''خو روسیان هم باید باید په خواشینونکي ډول پټه خوله ملت ثابت نه شي او داسې و نه ښيي چې ګواکې دوی دا جګړه نه ویني.''

    نوموړی وايي: ''څرګنده ده چې پوتین لیونی دی''

    د نوالنې په وینا: ''د ۲۱ مې پېړۍ دریېمه لسیزه روانه ده او موږ وینو چې خلک په ټانکونو کې د اور په لمبو کې سوځي او پر کورونو بمبارۍ کېږي، موږ پر خپلو ټلویزیونونو د اتومي جګړې پیلېدو ګواښونه وینو.''

    نوالنې

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، ۲۰۲۰ کال کې د نوالنې اخیستل شوی تصویر
  7. اوکرایین د ۵۸۴۰ روسي پوځیانو وژلو ادعا وکړه

    اوکرایین چارواکي په روانه جګړه کې د ۵۸۴۰ روسي پوځيانو وژلو ادعا کوي. د اوکرایین پوځي مسوولینو په وینا دې لومړنیو شمېرو کې د روسیې هغه ټول تلفات شامل دي، چې پر اوکرایین له یرغل وروسته وراوښتي دي. بي بي سي له خپلواکو سرچینو د دې ادعا تایید نه دی ترلاسه کړی، خو د بریتانیا دفاع وزارت چارواکي باوري دي چې پر اوکرایین د روسیې یرغل کې روسي ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د اوکرایین له لوري د روسي تلفاتو شمېرې په لاندې ډول خپرې شوې دي.

    • ۵۸۴۰ پوځیان
    • ۳۰ الوتکې
    • ۳۱ چورلکې
    • ۲۱۱ ټانکونه
    • ۸۶۲ زغروال ګاډي
    • ۸۵ توپونه یا د توپخانې تجهیزات
    • ۹ ضد هوايي تجهیزات
    • ۶۰ ټانکرونه
    • ۳۵۵ موټرونه
    • ۴۰ ایم ایل ار ایس توغندیز سسټمونه 'نیول شوي'
  8. د تېلو یوه بېرل بیه ۱۱۳ ډالرو ته ورسېده

    په اوکرایین کې د جګړې له دوام سره سم په نړیوالو بازارونو کې له احتیاطي تدبیرونو سره سره د تېلو بیې هم پرلپسې زیاتېږي. اوس د اومو تېلو یوه بېرل بیه ۱۱۳ ډالرو ته رسېدلې، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو لوړه بیه ده.

    د تېلو بیې داسې حال کې لوړېږي چې د انرژۍ نړیوال اژانس غړو هوکړه کړې چې په بېړنیز حالت کې د کارول کېدو لپاره له احتیاطاً ساتل شویو زېرمو به ۶۰ میلیونه بېرله تېل بازار ته وړاندې کړي.

    روسیه په نړۍ کې د سونتوکو له سترو سوداګرو هېوادونو یو دی او پانګوال اندېښمن دي، چې د تېلو او ګازو پر عرضه کولو به هم اغېز وشي.

  9. وروستی, د خارکیېف پر پولیس مرکز د برید رپوټونه ورکړل شوي

    د یونیان خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د اوکرایین دویم لوی ښار خارکیېف پولیسو مرکز پر ودانۍ توغندی لګېدلی دی. د اوکرایین حکومت سلاکار پر ټیلیګرام خواله رسنۍ یوه خپره شوې ویډیو کې یوه ودانۍ لیدل کېږي، چې د اور لمبو نیولې ده.

    د اوکرایین کورنیو چارو وزیر سلاکار انتون ګیراشینکو وايي، پر همدې واټ د کارزین ملي پوهنتون ودانۍ هم له برید وروسته اور واخیست. بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو د دې ویډیو تایید ترلاسه کړي.

    خارکیېف

    د عکس سرچینه، Anton Gerashchenko

  10. وروستی, روسیې د خیرسون ښار نیولو ادعا وکړه

    د روسیې دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې اوس د سویلي خیرسون ښار کنټرول ترلاسه کړی دی. که دا ښار سقوط کړی وي، دا به تر اوسه د اوکرایین جګړه کې تر ټولو لوی ښار وي، چې د روسي ځواکونو لاس ته لوېږي. تېره شپه موږ داسې رپوټونه درلودل، چې روسي ځواکونه د دې ښار په لارو، کوڅو کې لیدل شوي دي او ښاروال یې ویلي و، د ښار بندر او ریل مرکزي تمځای روسیانو نیولي دي.

  11. خارکیېف کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي

    د اوکرایین دویم تر ټولو لوی ښار خارکیېف کې د توپخانې او توغندیزو بریدونو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۱۲ ټپیان دي.

    بل لور د سیمې والي وايي د سې شنبې ورځې او شپې له سختو بمباریو سره سره یې د روسي ځواکونو ټول بریدونه ''په شا تمبولي'' او سنګرونه یې ترې نیولی دي.

    والي اولې سېنیګوبوف وویل:

    ''روسي دښمن درانه زیاتونه لیدلي دي.''

    داسې بارو کېږي چې روسي ځواکونه په داسې حال کې د خارکیېف ښار شمال ختیځو او شمالي برخو ته ننوتي چې له پاسه پرې سخته هوايي بمباري کېده.

    خارکیېف

    د عکس سرچینه، EPA

  12. اوکرایین جګړه؛ تېره شپه څه پېښ شول؟

    د اوکرایین دوو لویو ښارونو کیېف او خارکیېف پر لور د شپې لخوا له پرمختګ وروسته ګهیځ وختي یو څه وخت نسبتاً ارامي وه. بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې کلنې وینا په ترڅ کې د خبرو ډېره برخه د اوکرایین موضوع ته ځانګړې کړې وه.

    دلته د تېرې شپې پېښو ته یوه کتنه لرو:

    • پاراشوټي روسي ځواکونه د اوکرایین دویم لوی ښار خارکیېف کې کوز شوي دي. پرون د دې محاصره شوي ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ګڼ شمېر ملکي تلفاتو رپوټونه ورکړل شوي وو.
    • په خیرسون ښار کې بیا ځايي چارواکي وايي، دا نسبتاً کوچنی سویلي ښار د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.
    • د امریکا ولسمشر جو بایډن په امریکايي هوايي حریم کې پر روسي الوتکو بندیز لګولی دی. ولسمشر بایډن په خپله وینا کې وویل: ''پوتین ښايي د کیېف شاوخوا کې د ټانکونو دائره جوړه کړي، خو د اوکرایین د خلکو زړونه او ذهنونه نه شي ګټلای.''
    • د وینا پر مهال د اوکرایین پلاوي درناوي ته کانګرېس غړي ودرېدل. اوکسانا مارکاروا امریکايي کانګرېس غړو د هغې ادعا په ګډون چې روسیانو ممنوع وسلې کارولې، د تېرې اونۍ پېښو مهم معلومات ورکړل.
    • ملګري ملتونه وايي، تر اوسه له اوکرایینه ۶۰۰ زره کسان د جګړې له وېرې تښتېدلي دي.
    • بل لور بوینګ او اکشون موبایل وروستي لوېدیځوال شرکتونه دي، چې له روسیې سره یې اړیکي پرې کړي دي.
    • په همدې حال کې د روسیې یوه اتحادي بېلاروس له اوکرایین سره پر پوله د پوځیانو شمېر دوه برابره ډېر کړی دی.
  13. اوکرايين
  14. زیلینسکي: موږ نشو کولی جګړه په یوازې سراداره کړو

    ولادمیر زیلینسکي په کیېف کې له یوه پټنځای څخه سي اېن اېن او رویټرز ته ويلي، "اوکرایین به د بل هر ځای پرتله قوي جګړه وکړي، مګر هغه نشي کولی په یوازې سرد روسیې پروړاندې جګړه اداره کړي."

    د اوکرایین ولسمشر چې د روسیې د تېري په وړاندې د مقاومت له امله د خپل هېواد په دفاع کې د اتل په توګه راڅرګند شوی، دواړو رسنیو ته ويلي چې د اوربند خبرې یوازې هغه وخت جدي کېدی شي چې لومړی جګړه ودرول شي.

    د نوموړي په ​​وينا، که دواړه لوري جګړه بس کړي، دا په دې مانا ده چې "روسيه سولې ته چمتو ده"، که نه نو دا يوازې د وخت ضايع کول دي.

  15. د اوکرايين او امريکا ولسمشرانو ټيليفوني خبرې کړي

    د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره ۳۰ دقيقې ټيليفوني خبرې وکړې.

    ښاغلي زيلينسکي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دوی پر روسيې د بنديزونو او د اوکرايين د دفاعي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

    د نوموړي په وينا، د امریکا ولسمشر ته يې ویلي چې "موږ بايد ژر تر ژره د بريد مخه ونيسو".

  16. سټلايټ تصويرونه ښيي چې د روسیې يو نژدې ۶۰ کيلومتره اوږد پوځي کاروان چې ټانګونه او زغروال ګاډي په کې شامل دي د اوکرايين پلازمېنې کيېف پر لور د خوځښت په حال کې دي.

    روسي ځواکونه
  17. هند ولې پر اوکرایین د روسیې یرغل نه غندي؟

    د ملکرو ملتونو په امنیت شورا کې د ډیلي لومړۍ بیانیه د هېڅ یوه هېواد له نامه یادولو پرته له نړیوالې ټولنې غواړي چې خبرو او دیپلوماسۍ ته فرصت ورکړل شي، خو توجه ورته و نه شوه.

    خو هند د روسیې له غندلو ډډه وکړه.

    بل لور په امنیت شورا کې پر اوکرایین د روسیې یرغل غندلو پرېکړه لیک له وړاندې کېدو مخکې امریکا، روسیې او اوکرایین ټولو له هند وغوښتل چې ''سمه پرېکړه'' وکړي.

    اوکرایین او روسیې خو برالا له هنده وغوښتل چې څرګند دریځ غوره کړي.

    که څه هم هند په رایې ورکولو کې ګډون و نه کړ، خو که بیانیه یې په غور سره وکتل شي، په غیر مستقیم ډول یې له مسکو غوښتي چې د نړیوال قانون درناوی وکړي.

    هند ''د ملګرو ملتونو منشور'' خبره کوي، ''نړیوال قوانین'' یادوي او وايي ''د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت درناوی پکار دی.''

    بیان زیاتوي، ''ټول غړي هېوادونه باید د مثبت پرمختګ لپاره اصولو ته غاړه کېږدي او درناوی یې وکړي.''

    خو په ځانګړې توګه په لوېدیځ کې بیا له رایې ورکولو د هند ډډه کول پوښتنه راپورته کوي، چې ایا د نړۍ تر ټولو لویه ولسواکي به څرګند دریځ ولري؟

  18. د کیېف د تلویزیون برج شاوخوا نورې چاودنې

    له اوکرایین څخه د راپورونو له مخې، په کیېف کې د تلویزیون برج ته نژدې نورې چاودنې شوې دي.

    د اوکرایین حکومت وايي، چاودنه د روسي ځواکونو د برید پایله کې شوې ده.

    د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر وویل چې ځینې تجهیزات زیانمن شوي او "نیټ ورک به د یو څه وختلپاره کار ونکړي."

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

  19. د روسیې تر ولکې لاندې سيمې، د روسيې د پرمختګ لار

    اوکراييڼ

    د عکس سرچینه، ‌BBC