اوکرايين کې پر اتومي بټۍ له برید وروسته روسیه غندل شوې

په زاپوریژیا اتومي بټۍ کې لګېدلی اور اوس وژل شوی دی. دا په اروپا کې تر ټولو لویه اتومي انرژۍ بټۍ ده. له دې مخکې د نژدې سیمې ښاروال دیمترو اورلوف ویلي و، په اتومي بټۍ کې د دښمن پرلپسې ګوزارونو له کبله اور لګېدلی. د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي، د دې بټۍ مهم تجهیزات اوس هم فعالیت کوي. یوه ځايی چارواکي ویلي، د بټۍ امنیت اوس خوندي شوی دی. بل لور د اوکرایین مهم سرحدي ښار ماریوپول تر پرلپسې سختو بریدونو لاندې دی. روسیې تر اوسه پورې یوازې یو ښار خیرسون نیولی دی.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. وروستی,

    د اوکرايين يوه چارواکي په وينا د کيېف او مسکو تر منځ د خبرو په دويم پړاو کې دواړو لورو د جګړې له سيمو د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د يوه 'بشري دهيلز' پر جوړولو هوکړه وکړه.

    بشردوستانه دهليز هغه لارې دي چې خوندي ساتل کېږي او د نظامي شخړو پر مهال د اړخونو د هوکړې له مخې بريد نه پرې کېږي.

    د تېرې چارشنبې په ورځ د روغتيا نړيوال سازمان اوکرايين ته د درملو او طبي تجهيزاتو د لېږد لپاره د ځانګړي دهليز غوښتنه کړې وه.

    د اوکرايين مرستيال ولسمشر ميخايل پودوليک ويلي، د خبرو دويم پړاو پای ته رسېدلی او له بده مرغه اوکرايين هغه نتيجه نه ده ترلاسه کړې چې غوښتل يې. د نوموړي په وينا د ولسي وګړو لپاره د خوندي لارې پر سر هوکړه د دې ناستي يوزاينی لاسته راوړنه وه.

  2. وروستی, اوکرايينی مرکچي: خبرو هغه پايله نه درلوده چې موږ يې تمه لرله

    د اوکرايين مرکچي پلاوي ميخاييلو پودولياک وايي، "په ډېر افسوس" د روسيې او اوکرايين تر منځ وروستۍ خبرې هغه پايلې ته نه دي رسېدلي چې موږ يې هيله درلوده.

    خو نوموړی وايي چې دواړو غاړو هوکړه وکړه چې په نژدې راتلونکو کې به خبرو ته دوام ورکړي.

    دی وايي، "یوزاینی شی چې زه يې ويلی شم دا دی چې موږ د بشري اړخ په اړه مفصلې خبرې وکړې، ځکه چې اوس ډېری ښارونه محاصره شوي دي".

  3. پوتین: په اوکراین کې ځانګړي عملیات د پخواني پلان سره سم ترسره کېږي

    د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا ته په وینا کې وویل، په اوکرایین کې د مسکو "ځانګړي عملیات" له پلان سره سم ترسره کېږي.

    روسیه پر اوکرایین پوځي یرغل "ځانګړي عملیات" بولي.

    د روسیې ولسمشر دا ادعا هم وکړه چې تر اوسه ټول ماموریتونه په بریالیتوب سره بشپړ شوي دي.

    په همدې حال کې ځينې لوېديځ امنيتي سازمانونه وايي چې د اوکرايین د سخت مقاومت له امله د روسي ځواکونو پرمختګ ورو شوى دى.

    ښاغلي پوتينپه ​​یوه بیان کې چې د روسیې په دولتي شبکه خپور شویويلي، "زه به هېڅکله دا باور له لاسه ورنکړمچې روسیه او اوکراینیان یو خلک دي." "حتی د دې حقیقت سربېره چې ځینې اوکراینیان ویره لري او ډېری یې د نازي او ملتپالو پروپاګند لخوا غولول شوي دي."

  4. روسیه کې د جګړې پر ضد احتجاج لا هم روان دی

    روسیه کې د جګړې پر ضد احتجاج لا هم روان دی

    پر اوکرایین د روسیې د برید راهیسې د روسیې خلکو په پرله پسې ډول پر اوکرایین د برید پر ضد احتجاجونه کړي دي.

    د بي بي سي خبریالې جني هیل په یوه یادښت کې لیکلي، ډېری احتجاج کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوي او د روسيې چارواکو نن خبرداری ورکړی، د غیر قانوني احتجاجونو ګډون کوونکي چې د تاوتریخوالي لامل کېږي به په اته کاله بند محکوم کړي.

    ویل کیږي چې کرملین پر اوکرایین د برید راپورونه پټوي او د روسیې دولتي ټلویزیون د احتجاجونو په تړاو راپورونو ته لمن وهي او په زغرده وايي "دا جګړه نه ده بلکه ځانګړي نظامي عملیات دی."او کرملین په جګړه کې وژل شویو روسي سرتېرو ته د اتلانو په لقب ستایي.

    شنونکي وايي، د روسیې ولسمشر ځان داسې ځواکمن ښودلی چې ډېر کم خلک یې د مقابلې توان لري.

  5. د روسيې د پارلمان يو غړی: پر اوکرایین د روسیې برید یو کال وړاندې پلان شوی و

    د روسیې د پارلمان یوه غړي ریفات شیخوندینوف چهارشنبې په ورځ یوه دولتي ټلویزیون کې د خبرو پر مهال ویلي "مونږ دا عملیات په ناڅاپي ډول نه دي پیل کړي. روسیې دولس میاشتې وړاندې پر اوکرایین د برید چمتووالی روان کړی و."

    ښاغلي شیخوتدینوف په وینا "د دې برید د چمتوالي لپاره یو کال یا له هغه زیات وخت ته اړتیا وه. مونږ پوهېدو چې څه روان دي او مخکې له مخکې مو ورته خبرداری ورکړی و."

    هغه ویلي، که روسیې پر اوکرایین برید نه وای کړی پر روسیې برید کېده.

    شیخوتدینوف همدا راز ویلي "کله چې مونږ پوه شوو په دوو ورځو کې دوی ماتولی شو نو سملاسي مو اقدام وکړ. مونږ له هر څه وړاندې هلته د خپلو اتباعو دفاع وکړه."

  6. د بریتانیا دفاع وزیر: ولادمیر پوتین ته لا هم ډېر ناوخته نه دی چې له اوکرايين په شا شي

    د بریتانیا د دفاع وزیر بین والس وايي، لا هم ډېر ناوخته نه دی چې ولادمیر پوتین په اوکرايين کې خپل یرغل پای ته ورسوي.ښاغلي والېس د روسیې ولسمشر ته په یوه پیغام کې ویلي، که پوتین خپل سرتېري بهر نه کړي نو د لسیزو انزوا به یې ملت له ګواښ سره مخ کړي.

    د چارشنبې په ورځ د بريتانيا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل، ښاغلي پوتین له دې لا مخکې په اوکرایین کې د جنګي جرمونو مسؤل و.

    د دفاع وزیر دغه څرګندونې د ناټو له متحدینو سره د لیدنو په لړ کې له خپل استونیايي سیال کالې لانیټ سره په یوه خبري کنفرانس کې د دغه هېواد پلازمېنه تالین کې وکړې.

    ښاغلي والېس وویل، د اوکرایین د اوسني وضعیت پایلې به ناټو او اروپا په کلونو کلونو وکړوي.

    د اوکرایین له یرغله یوه اوونۍ وروسته، روسي ځواکونو په جنوب کې د تور سمندرګي کلیدي بندري ښار خرسون ونیوه او په شاوخوا سیمو کې سخته جګړه روانه ده.

    ډیری ښارونه د سختو بریدونو لاندې دي او د چارشنبې ورځ د جګړې ترټولو ویجاړونکې ورځ وه.

    روسیې د لومړي ځل لپاره ومنله چې درانه پوځي تلفاتو ور اوښتي دي، ۴۹۸ سرتېري یې وژل شوي او ۱۵۹۷ نور یې ټپیان شوي دي. اوکرایین بیا وايي، د روسیې د تلفاتو شمېر زرګونو ته رسېږي.

    په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې، اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنې پیل شوې دي.

    د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د روسیې مشر په جنګي جرمونو تورن کړی، او ددې هېواد رسمي شمېر ښي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د یرغل له پیل راهیسې تر دې دمه له ۲۰۰۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.

    بېن والېس

    د عکس سرچینه، EPA

  7. په بېلاروس کې د روسیې او اوکرایین د خبرو نوی پړاو پیل شو

    د اوکرایین د ولسمشر یوه سلاکار په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د اوکرایین پلاوي په بېلاروس کې د روسیې له استازو سره خبرې پیل کړي دي.

    هغه د اجنډا مهم ټکي په لاندې ډول لیکلي دي:

    "سملاسياوربند، د پرله پسې ګولیو له امله دویجاړ شويوکلیو او ښارونو د ملکي خلکو د بشپړ ویستلو لپاره د بشري دهلیزونو جوړول."

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  8. پوتین مکرون ته؛ روسیه به خپلو موخو ته ورسېږي

    د روسیې ولسمشر خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي، روسیه به په دې بریالۍ شي چې اوکرایین بې وسلې کړي، د هغه په وینا هلته یې موخې دي چې ورته رسېدی شي.

    د دواړو تر منځ د شوې ټلیفوني خبرو په خپاره شوي متن کې راغلي چې پوتین ویلي، د اوکرایین له لوري د خبرو اترو د ځنډولو هر ډول هڅه به یوازې د دې لامل شي چې د اوکرایین په تړاو د روسیې غوښتنې زیاتې کړي.

    پوتین همدا راز مکرون ته ویلي، د فرانسې ولسمشر له پرونۍ وینا سره موافق نه دی چې په هغه کې یې د روسیې ولسمشر د جګړې د پیلولو یوازینی مسوول یاد کړی دی.

    پوتين

    د عکس سرچینه، Getty Images

  9. لوېدیځ باید ټول روسي بانکونه له سوېفټ سیسټم څخه وباسي

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټروس یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې روسي بانکونه سوېفټ بانکي سیسټم ته لاسرسی و نه لري. تر دې دمه په ټولو نه خو د یو شمېر بانکونو پر سوېفټ سیسټم بندېز لګېدلی دی.

    ټروس اوسمهال لیتوانیا کې ده او له بالتیک هېوادنو لیدنه کوي.

    نووړې همدا راز ویلي، "مونږ له امریکا، اروپایي اتحادیې او(جي۷) سره پر دې کار کړی چې د پوتین د جنګي ماشین بودیجه بنده کړي. مونږ باید مخ پر وړاندې لاړ شو."

  10. د روسيې او اوکرايين تر منځ خبرې

    په پام کې ده چې د اوکرایین او روسیې د استازو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو په راتلونکو څو ساعتونو کې په بېلاروس کې پیل شي.

    د کييف په وينا له دې خبرو يې موخه لږ ترلږه له جګړه ځپلو سيمو د ملکي خلکو خوندي وتلو ته لار پرانیستل دي.

    دا په داسې حال کې ده چې له اوکرايينه د وتونکو کسانو شمېر يو ميليون ته رسېدلی دی او په جنوب کې څو ښارونه د روسيې ځواکونو له خوا محاصره دي.

  11. اوکرایین مرستیاله لومړۍ وزیره: د ناټو لاسونه هم په وینو ککړ دي

    د اوکراین مرستیاله لومړۍ وزیره وايي، ناټو سازمان هم پر اوکرایین د الوتنو ممنوعیت نه پلي کولو له کبله د ملکیانو وژل کېدو د یوې برخې مسول دی.

    اولها سټیفانیشینا د بي بي سي راډيو '۴' په 'نړۍ نن شپه' خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل: ''دا غیر انساني ده چې په دې وپوهیږو د دې پرېکړې په نه کولو سره به ملکي وګړي او ماشومان ووژل شي.''

    دا زیاتوي: ''د دوو نوي زېږېدليو ماشومانو په ګډون چې پرون نړۍ ته راغلل او نن یې مور او پلار ووژل شول د ټولو غیر نظامیانو وینه تویېدنه یوازې د روسیې پر غاړه نه دی.''

    د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیالې په خپلو خبرو کې د ډیپلوماسۍ په پام کې نه نیولو له امله بښنه وغوښته خو زیاته یې کړه چې داسې مهال یې خبرې کولې چې ''د بمبارۍ له ډاره په یوه پناه ځای کې ناسته ده.''

    د ناټو غړو د الوتنو د ممنوع زون له جوړولو ځکه انکار کړی چې دوی اندېښمن دي دا به له روسي هوايي ځواک سره د لویديځو ځواکونو د مخامخ ښکېلتیا لامل شي.

    اوکرایین

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. د خیرسون اوسېدونکو لپاره نوي مقررات؛ روسي پوځیان باید و نه پارول شي

    کریس بیل

    بي بي سي نیوز

    په داسې حال کې چې د اوکرایین سویل کې خیرسون ښار اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی، یوې اوسېدونکې یې د نویو مقرراتو په هکله موږ ته وویل، چې اوس پلي شوي دی. نینا 'بي بي سي نه غواړي بشپړ نوم یې یاد کړي' وايي، ''نن په ښار کې کراري وه، پرون هم کراري وه، خو وړمه ورځ جګړه وه، چاودنې وې.''

    دا وايي: ''پرون څوک له کوره نه وتل، ځکه خطر ډېر و، خو نن خلک د خوړو په موندلو پسې بهر راوتلي.''

    دا وايي، د ښار په څنډو کې لا هم د نښتو غږونه اوري:

    ''ځینې مقررات دي، چې باید موږ یې عملي کړو. دوی زموږ له حکومت سره هوکړه کړې، چې روسي پوځیان به نه پارول کېږي. موږ د ډلو په بڼه نه شو ګرځېدای، چټک موټر باید و نه ځغلوو. موږ باید د پوښتنې پر مهال ودرېږو او وښیو چې موټر کې مو څه بار کړي. هېڅوک باید و نه پاروو.''

    نینا وايي، په ښار کې اوس برېښنا، اوبه او انټرنېټ شته او اورېدلي یې دي، چې دارو – درمل به هم ژر هلته ورسېږي.

    دا وايي: ''هیله مې دا ده، چې دا هر څه به ډېر وخت و نه نیسي او موږ به روغ، رمټ پاتې شو. ټول عام خلک د جګړې ضد دي، د شخړو خلاف دي، خو موږ هېڅ نه شو کولای.''

    د روسي ځواکونو یو ګاډی د خیرسون په کوڅو کې لیدل کېږي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د روسي ځواکونو یو ګاډی د خیرسون په کوڅو کې لیدل کېږي.
  13. له ۵۷۵ زره زیات اوکرایننیان پولنډ ته تښتېدلي دي

    د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي پر اوکرایین د روسیې له برید راهیسې له یو میلیون زیات کسان له اوکرایینه وتلي دي.

    اروپایي اتحادیه اټکل کوي چې ښايې تر څلورو میلیونو پورې خلک له دغه هېواده د وتلو هڅه وکړي.

    د پولنډ پوله ساتونکو اداره وايي، تر دې دمه ۵۷۵۰۰۰ اوکراینیان دوی ته رسېدلي چې د جګړې له پیل تر دې دمه له خپلو سیمو دې هېواد ته تښتېدلي دي.

    د یادې ادارې د شمېر له مخې یوازې د چهارشنبې پر ورځ ۹۵زره کسان له اوکرایینه پولنډ ته اوښتي چې د دوشنبې د ورځې د ریکارډ له کچې چې سل زره وو یو څه کم دي.

    دې ادارې همدا راز ویلي، پولنډ د ډېرو اوکرایینيانو کوربتوب کوي، چې شمېر یې له یو تر دوو میلیونو پورې رسېږي.

    له جګړې ډېری تښتېدلي خلک د خپلو کورنیو او ملګرو په کورونو کې مېشت دي، هغوی چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري د اور وژنې یا اطفایې مرکزونو او سپورتي لوبغالو کې به د اوسېدو لنډ مهالي ځایونه ورکړل شي.

    ګڼ شمېرپولنډیانو ویلي چې چمتو دي خپلو کورونو کې کډوالو ته ځای ورکړي.

  14. وروستی, زیلنسکي: روسي ځواکونه له تېرې شپې راهیسې پر اوکراییني ښارونو پرلپسې بریدونه کوي

    په مسکو کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له وینا سره هممهاله د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي یو تازه ویډیويي پیغام خپور کړی. نوموړی وايي، د اوکرایین دفاعي کرښې کلکې دي، خو په خبره یې له تېرې شپې راهیسې روسي ځواکونه پر اوکراییني ښارونو پرلپسې بریدونه کوي. د نوموړي په وینا پر ملکي خلکو د بریدونو لپاره د روسي ځواکونو تکتیکي بدلون ښيي چې اوکرایین د ځمکې له لارې د ژر سوبې ترلاسه کولو لړ کې د مسکو پلان پر وړاندې کلک او بریالی مقاومت کړی دی. نوموړي زیاته کړه، هېواد یې په ورځني ډول له لوېدیځو متحدینو وسله ترلاسه کوي. د ولسمشر زیلنسکي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې پر مسکو د احتمالي جنګي جنایتونو له تورونو سره یوه پلټنه پیل شوې ده.

    زیلنسکي

    د عکس سرچینه، Volodymyr Zelensky

  15. لاوروف امریکا هټلر ته ورته وبلله

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکرایین حکومت نوی ناتزي ډوله بللی او په وینا یې د ماریوپول په ګډون د غلو، غدیو ډلې په بېلا بېلو ښارونو کې چور تالان کوي. خو بي بي سي د دې ادعاوو تایید لپاره هېڅ ثبوت نه دی لیدلی.

    لاوروف دغه راز ادعا کوي چې اوکرایین حکومت ملکي خلک د ډال په توګه کاروي.

    نوموړي د بالیووډ فلمونو ته په اشارې سره له خلکو وغوښتل باید یوازې ''هغه هالیووډ فلم ته و نه ګوري چې لویدیځې رسنۍ یې وړاندې کوي او یو مشخص شیطاني کرکټر په کې نندارې ته وړاندې کېږي.''

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر پر ناټو تور پورې کړ، چې په خبره یې د روسیې په بیه د اروپا دفاع کوي.

    نوموړي امریکا له نپولین او هټلر سره تشبیه کړه او په خبره یې: ''مخکې وختونو کې نیپولین او هټلر داسې پلانونه لرل چې اروپا کې ګډ‌وډي رامنځته کړي او اوس امریکا همداسې کوي.''

    لاوروف
  16. د کیېف چاودنو ویډیويي کلیپ

    د اوکرایین پلازمېنې کیېف کې د شپې مهال چاودنې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي. په دې ویډیويي کلیپ کې چې د سي بي اېس نیوز خبرې شبکې رپوټ چمتو کولو پر مهال شوې، ځینې تصویرونه لیدل کېږي.

    په امریکا کې د بي بي سي ملګرې رسنۍ سي بي سي خبریال چارلي دي اګاتا پلازمېنه کیېف کې رپوټ چمتو کاوه چې پر همدې مهال چاودنې وشوې او د خبریال ناڅاپي پام ورواوښت.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  17. فرانسې حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې له روسیې ووځي

    د فرانسې حکومت په روسیه کې له مېشتو فرانسویانو غوښتي چې که هلته شتون یې ''اړین نه وي'' ډېرېدونکي تاوتریخوالي ته پام سره باید له روسیې ووځي.

    روسیې ته د سفر په هکله نورو هېوادونو هم ورته ګامونه پورته کړي دي.

    د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت خپلو خلکو ته ''ټولې روسیې ته د سفر نه کولو مشوره'' له دې کبله ورکړې، چې له هغه هېواده وتل ستونځمن دي او اقتصادي وضعیت یې داسې دی چې بریتانوي چاروکي یې له لوړو – ژورو سره مخامخ بولي.

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم خپلو خلکو ته ورته مشوره ورکړې. امریکايي چارواکو د دې مشورې په دلیلونو کې ''د روسيې حکومت له لوري د امریکایانو احتمالي ځورونه'' هم یاده کړې ده.

  18. روسیې او بېلاروس ته په پارالمپیک سیالیو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي

    د پارالمپیک نړیواله کومېټه وايي، روسي او بېلاروس لوبغاړو ته به د چین په بیجینګ کې ۲۰۲۲ پارالمپیک سیالیو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

    د پنجشنبې پر ورځ د پارالمپیک نړیوالې کومېټې (ای پي سي) چارواکو په یوه اعلامیه کې وویل، د لوبغاړو کلي (مېشت ځای) کې تاوتریخوالی ډېرېږي او د لوبغاړو خوندیتوب چاره له کنټروله وتله.''

    له دې مخکې یادې کومېټې ویلي و، ۷۱ روسي او ۱۲ بېلاروسي لوبغاړو ته به د دې کومېټې له بیرغ سره په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي، خو پر دې پرېکړه سختې نیوکې وشوې.

    نن د دې کومېټې مشر اندریو پارسونز په یوه اعلامیه کې وویل، "موږ کلک باور لرو، چې لوبې او سیاست باید سره یو ځای نه شي، خو اوس جګړه تر دې لوبو رسېدلې او د پردې تر شا ګڼ شمېر حکومتونه زموږ پر زړه پورې لوبو اغېز لري.''

    پارالمپیک

    د عکس سرچینه، Thomas Lovelock for OIS/PA

  19. روسیان به د بهرنیو اسعارو بدل کې ۳۰ سلنه کمېشن ورکوي

    رپوټونو کې ویل شوي، د روسي پولي واحد روبل له پلوره د خلکو مخنیوي لړ کې روسیې مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو پېرل د خلکو لپاره ګرانوي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، روسیې مرکزي بانک د روبل بدل کې د بهرنیو اسعارو پېرلو لړ کې ۳۰ سلنه کمېشن ټاکلی دی. د روسیې مرکزي بانک د دې رپوټونو په هکله د دریځ څرګندولو لړ کې د خبري اژانس پوښتنه تر اوسه نه ده ځواب کړې. له هغه وروسته چې روبل په ریکارډ کچه وغورځېد پرون چهارشنبه د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ځینې بېړنیز اقدامات اعلان کړل، چې بهر ته د روسیانو لخوا د پېسو پر لېږلو بندیز هم پکې شامل دی. دا وروستیو کې عام روسیان د نغدو پیسو ترلاسه کولو لړ کې له ستړو – ستونځو سره مخامخ دي.

  20. اوکرایین پوځ: ماریوپول اوس هم زموږ کنټرول کې دی

    د اوکرایین دفاع وزارت په تازه معلوماتو کې وايي، روسي ځواکونه په پرمختګونو کې پاتې راغلي او سویلي ښار ماریوپول اوس هم د اوکرایین په کنټرول کې دی. ماریوپول چې تر سختو راکټي بریدونو لاندې دی، د روسیانو لپاره ځکه خورا مهم بلل کېږي، چې د نیولو په صورت کې به یې د اوکرایین په سویل او ختېځ کې شته روسي ځواکونو له یوه بل سره وصل شي. د اوکرایین دفاع وزارت وايي، په ورته مهال روسي ځواکونو د پلازمېنې کیېف تر څنګ پر ویشګورود، فاستیو او اوبوخیېف ښارونو سخت بریدونه روان ساتلي دي او د روسي ځواکونو ګڼ شمېر د دې سیمو په شاوخوا کې لیدل شوی دی. د دفاع وزارت په وینا په تور سمندر کې روسي ځواکونو له توغندي لرونکو کښتیو سره لیدل شوي، چې د سویلي ساحلي ښار اوډیسا پر لور روان دي. د اوکرایین دفاع وزارت له خلکو غوښتي چې د توغندیزو بریدونو پر مهال په ژوندۍ بڼه د خواله رسنیو له لارې د پېښو له پوښښ ډډه وکړي، ځکه په وینا یې کېدای شي دې سره روسي ځواکونه مهم معلومات ترلاسه کړي. بي بي سي نه دي توانېدلې له خپلواکو سرچینو دا ډول معلوماتو تایید ترلاسه کړي.