د عکس تشریح، اووښتونکي ایالتونه هر لوري ته اووښتی شي چې ښه بېلګه یې د فلوریډا ایالت دی.
, د نومبر ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟
د امریکا ټاکنې ایالتي بڼه لري او هغه نوماند چې په هر ایالت کې تر خپل سیال زیاتې رایې وګټي د دغه ایالت له خوا د ولسمشرۍ نوماند بلل کېږي.
امریکا د ټاکنو یو پېچلی سیستم لري چې تر ډېره بریده د یوې ټاکونکې ډلې شاوخوا راڅرخي چې Electoral College بلل کېږي. د دغو ټاکونکو شمېر ۵۳۸ تنو ته رسېږي چې ولسمشرۍ ته د رسېدلو لپاره یي یو نوماند نیمایي جمع یو یعنی ۲۷۰ تنو ته اړتیا لري.
ایالتونه هم یو له بله توپیر لري، د بېلګې په ډول د کالیفورنیا ایالت د کېنېټکټ ایالت په پرتله لس ځله زیات وګړي لري نو په ټاکنو کې یې هم ونډه له نورو ایالتونو زیاته وي.
هر ایالت د وګړو د شمېر له مخې د ټاکونکو یوه شمېره لري چې هر لس کاله وروسته د سر شمېرنې په پایله کې جوتېږي. دغه شمېره د هر ایالت د کانګريس د غړو له شمېرې سره سمون خوري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
جو بایډن ټرمپ ته: ایا له څلور کاله پخوا اوس ښه یې!
جو بایډن پر ټوېټر لیکلي، "د
ډونلډ ټرمپ واکمنۍ کې تر ۲۳٫۰۰۰ ډېر امریکایان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شول
او ۳۰ میلیونه خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او پنځو کوچنیو کاروبارونو کې یو یې
وتړل شو، ایا ته تر څلور کاله پخوا اوس غوره یې؟".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د امریکا ولسمشران څنګه ټاکل کېږي؟
په هغه کال کې چې ټاکنې تر سره کېږي د فبرورۍ له میاشتې، په هر ایالت او د دغه هېواد واک لاندې ځینو سیمو کې د ټاکنو یوه لړۍ پیلېږي چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره د دواړو لویو ګوندونو رسمي نوماندان وټاکل شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
, ټرمپ: له تاسو غواړم چې د خپلې خوښې ولسمشر ته رایه ورکړئ، موږ لاهم کار ته اړتیا لرو!
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
د امریکا ټاکنې؛ له صفر ګړۍ مخکې د ټرمپ او بایډن ورروستۍ هڅې
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د رایو
اچولو وروستۍ ورځې پیلېدا ته ایله څو ګړۍ پاتې دي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ او جو بایډن
د ولسمشرۍ ټاکنو یوازېني دوه نومدان دي.