د امریکا ۲۰۲۰ ولسمشریزې ټاکنې: ټرمپ او بايډن بریا ته هیله من دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ټاکنو پایلې فوق العاده وې او ډیموکراټ سیال یې جوبایډن هم وايي، د بریالیتوب په لار روان دي. څو مهم ایالتونه د دې ټاکنو برخلیک ټاکلی شي، خو ښايي د دې ایالتونو د پایلو اعلان څو ورځې وخت ونیسي.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. usa
  2. روډ ایلنډ او میناسوټا د بایډن لپاره

    اټکل دی چې د روډ ایلنډ څلورو الیکټرل کالج رایې بایډن خپلې کړې دي.

    له ۱۹۸۸ کال راهیسې د امریکا تر ټولو کوچنی دا ایالت ډیموکراټانو ته رایه ور کوي.

    دا هم ویل کېږي چې میناسوټا هم ټرمپ ته رایه ورکړې ده.

    دا ایالت په دودیز ډول ډیموکراټانو ته میلان لري.

  3. ټاکنې
    د عکس تشریح، د امریکا ټاکنې
  4. ډونلډ ټرمپ وینا کوې

    ولسمشر ټرمپ یوه ټوېټ کې د "ستر بري" خبره کوي او وايي، بېګا ته به وینا هم وکړي.

    ولسمشر ټرمپ زیاتوي، "دوی ټاکنې غلا کول غواړي او موږ دا اجازه نه ورکوو، له رایې بندېدو وروسته رایه نشي ورکولی."

    له دې مخکې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزې ډلې یو جګپوړي غړي سي بي اېس تلوېزون ته ویلي ښاغلی ټرمپ هوډ لري چې نن شپه د ټاکنو روایت بدل کړي.

    هغه ویلي: " هو، ولسمشر به نن شپه وینا وکړي. که د بریا وینا هم نه وي، د ټاکنو روایت به بدل کړي. "

    د هغه په خبره، ټرامپ به د سپېنې ماڼۍ له ختیزې خونې دا وینا واوروي.

    ځینو سترو سلاکارانو ویلي د رایو د شمېرلو په اړه د ډېموکراټانو تفسیر او "سره سراب" ته د هغوی اشارې جمهوریپال غوسه کړي دي.

    له "سره سراب"د ډېموکراټانو موخه دا ده چې په ځینو ایالتونو کې د ډونلډ ټرمپ د بریا اټکلونه او وړاندوینې ګواکې لار ورکوونکې دي ځکه د پوسته خانو له لارې کارول شوې رایې پکې نه دي شاملې.

    اټکل دا دی چې ډیموکراټانو د پوسته خانو له لارې له جمهوریپالو ډیرې رایې کارولې دي.

    د ټرمپ ټاکنیزه ډله وايي داسې احساسیږي چې ټرمپ باید اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو روایت نور وړاندې کړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. بایډن: د بریالیتوب په لار روان یو

    جو بایډن دیلاور ښار کې لنډه وینا کې خپلو پلویانو ته وویل، "صبر مو د ستایلو دی، ممکن تر سبا یا بل سبا د رایو شمېر وخت ونسي."

    هغه زیاته کړه:"زه باوري یم چې ټاکنو کې د بریالیتوب په لار یو."

    د نوموړي په خبره، د بې مخینې پوستي رایو له امله به شمېر وخت ونیسی او چې ټولې رایې ګڼل شوې نه وي، دا کیسه هم نه ختمېږي.

    زه هغه احساس لرم، باوري یم چې اریزونا کې مې ګټلې ده او له میناسوټا هم ښه خبرونه لرم او هیله من یم چې جورجیا هم خپلوم.

    نوموړي پای کې د دیلاور والي او پلویانو مننه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ ګټونکي یو."

  6. ویرجینیا له بایډن سره

    اټکل دی چې ویرجینیا کې د الېکټرل کالج ۱۳ رایې بایډن ترلاسه کړي.

    دغه ایالت پخوا ولسمشرۍ ټاکنو کې جمهوریپالو ته رایه ورکوله، خو تېرو دریو ټاکنو کې یې ډیموکراټان غوره کړي دي.

    usa

    د عکس سرچینه، Reuters

  7. اوهایو او ایډاهو د ټرمپ سره

    د اوهایو او ایډاهو الېکټرل کالج اټکلوي چې دغو ایالتونو کې رایه د ولسمشر ټرمپ ده.

    اوهایو د الیکټرل کالج د ۱۸ رایو لرلو سره دې ټاکنو کې یو ډېر مهم او حساس ایالت دی او تېرو دوو سوو کلونو کې یې تل بریالیو ګټونو ته رایه ورکړې ده.

    ایډاهو هم د الېکټرل کالج څلور رایې لري.

    دې ایالت وروستیو ۱۳ ټاکنو کې جمهوریپال ګوند ته رایه ورکړې ده.

  8. وروستۍ شمېرې څه وايي؟

    په داسې حال کې چې د امریکا په ډېرو سیمو کې د رای اچولو پروسه پای ته رسېدلې، تر اوسه دواړو نوماندانو د ټاکنیز کالج په سیستم کې تر سلو پورته امتیازات خپل کړي دي. جوبایډن ۱۹۲ او ډونلډ ټرمپ ۱۴۴. برخلیک ۲۷۰ امتیازات ټاکي.

    په ډېرو حساسو او مهمو ایالتونو کې د پایلو اټکل نه کیږي او رایې دومره سره نږدې دي چې اوس یې وړاندوېنه نشي کېدای.

    اوس ټول پام د منځني لویدیځ په ایالتونو ور ټول دی.

    تر دې دمه وضعیت داسې دی: اټکل کېږي چې باېډن به پر واشنګټن ډي سي برسېره د ۱۴ ایالتونو رایې خپلې کړي.

    ورمانټ، دیلاور، مريلنډ، ماساچوسټ، نیوجرسي، نیویارک، کنټیکاټ، کلوریډا، نیو مکسیکو، نیوهمپشیر، ایلینوی، کالیفورنیا، اوریګان، واشنګټن او (پلازمېنه) واشنګټن ډي سي هغه ایالتونه دي، چې د بایډن د بریا وړاندوینه پکې شوې.

    دغه راز په ۱۷ نورو ایالتونو کې بیا د ډونلډ ټرمپ د بریا اټکل کېږي.

    اینډیانا، کنټاکي، اوکلاهوما، ټېنسي، لوېدیځه ویرجینیا، ارکانزاس، سویلي ډکوټا، شمالي ډاکوټا، الاباما، سویلي کارولینا، لوییزیانا، نبراسکا، دنبراسکا دریمه ناحیه، یوتا، میزوري، کنزاس، وایومېنګ او میسیسیپي هغه ایالتونه دي، چې د ټرمپ د بریا وړاندوېنه پکې شوې ده.

    usa

    د عکس سرچینه، Reuters

  9. د ټرمپ او بایډن ترمنځ واټن کمېدل

    د امریکا لوېدیځو ایالتونو کې د رایې وخت پای ته رسېدو ته نږدې کېږي او دې سره د ټرمپ او بایډن د الیکټرال رایو واټن هم کم شوی دی.

    اوسنۍ پایله ښيي چې بایډن ۹۸ او ټرمپ ۷۹ الیکټرل رایې ترلاسه کړې دي.

    فلوریډا، شمالي کارولینا او اوهایو کې ټرمپ مخته دی او اریزونا ته هم بایډن هیله من دی.

    وروستۍ پایلې ته لا ډېر وخت دی او لکه ځینې ډیموکراټانو او جمهوریپالو چې ویل د پرېکند بري خبر ژر ممکن نه دی.

  10. کلوریډا د بایډن په لاس کې

    د اټکلونو له مخې ډیموکراټ نوماند جو بایډن به کلوریډا ایالت کې د الیکټرل کالج په نهو رایو سره بریالی شي.

    دا هغه ایالت دی چې پر ۲۰۱۶ کال هم پکې ډیموکراټه نومانده هېلري کلېنټن بریالی شوې وه او اوس اټکلی دی چې بایډن پکې بری وګټي.

    خو دا اټکل هم د پخوانیو نظرپوښتنو او د رایو تر اوسني شمېر پورې تړلی دی.

    ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. ډونلډ ټرمپ به الاباما او سوېلي کارولینا کې بریالی شي

    اټکلونه وايي، چې ولسمشر ټرمپ الاباما او سوېلي کارولینا کې بریالی کېږي.

    دا هر یو ایالت د الیکټرل کالج ۹ رایې لري.

    دا ایالتونه د جمهوریپالو مرکزونه دي او له پخوا تمه کېده چې ولسمشر ټرمپ به د ۲۰۱۶ کال په څېر دغو ایالتونو کې بریالی شي.

  12. اټکلونه څه دي

    د امریکا له ۵۰ ایالیتونو تراوسه د ۱۴ ایالتونو د ټاکنو پایلې اټکل شوې دي.

    په ۱۳۱ الیکټرل رایو کې جوبایډن ۸۰ رایې او ډونلډ ټرمپ ۵۱ رایې خپلې کړې دي.

    لا هم د فلوریډا او تکزاس ایالتونو رایې نه دي اعلان شوې، چې د بریالیتوب لپاره ډېر مهم دي.

    له دې سره په اوهایو، شمالي کارولینا او ویرجینیا کې څارونکي په رایو بوخت دي.

    ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  13. د فلوریډا رایې ولې مهمې دي؟

    د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د فلوریډا اهمیت سبب شوی چې نوماندان دغه ایالت کې سخته سیالي سره وکړي.

    فلوریډا ۲۹ الیکټرل کالجونه لري چې د کاندیدانو د بریالیتوب لپاره د ۲۷۰ الیکټرل کالجونو پام وړ برخه جوړوي.

    اوسنیو ټاکنو کې د دواړو نوماندانو ترمنځ دغه ایالت کې سخته سیالي ده.

    د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ دې ایالت کې د یوې سلنې ډېرې رایې لرلو سره بریالی شو.

    اوس فلوریډا ایالت کې رایه پای ته رسېدلې او دا چې ټاکنیزو مسوولانو د له لرې اچول شوې رایه یوه ورځ مخکې شمېرل پیل کړي، نو پایله به ژر اعلان شي.

    election

    د عکس سرچینه، Reuters

  14. د ټاکنو ورځې په بڼه، د ټرمپ ننداره, تارا مک کیلوې بي بي سي واشنګټن

    نن مازدیګر سپینه ماڼۍ نوې بڼه خپله کړې. موسم شکلی او خبریالان یې په لوېدیځه برخه کې یو ځای شوي وو. د مخکې په څېر وضعیت ښکاریده، هغسې چې د وبا له خپرېدو مخکې به و. د ټولې نړۍ خبریالان دلته د ټرمپ لیدو لپاره راغلي. دوی غواړي وویني، چې هغه د رایې ورکولو پر ورځ څه کوي.

    د دې ټاکنو پایلې ښايي لږ ځنډ واخلي، ښايي څو ورځې یا اونۍ خو یوه خبره واضح ده، چې ټرمپ د ټولو خبریالانو، ټلویزیوني کوربنو او لیدونکو لپاره جذابیت لري.

    بالاخره به نوموړی سپینه ماڼۍ پرېږدي، یا په جنورۍ کې یا پر کومه بله نېټه، خو د سپینې ماڼۍ په لوېدېځه برخه کې له هغه پرته د دغه ځای تصور راته ګرانه چاره وه.

    شاوخوا د کتو پر مهال مې فکر کاوه، چې نور کسان به د څه په هکله خبرې کوي؟

    سپینه ماڼۍ
  15. یوه ساعت کې د امریکا ټاکنو کې د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېدل پیلېږي

    د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې له یوه ساعته هم لږ وخت کې د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېږي. له ګرینیچ وخت سره سم به ۱۱ بجې په انډیانا او کنټاکي ایالتونو کې د رایې ورکولو وخت پای ته ورسېږي. دا دواړه لومړني ایالتونه دي، چې د رایې ورکولو بهیر پکې پای ته رسېږي. جورجیا بیا له هغو ایالتونو یو دی، چې سخته سیالي پکې شوې او پایلې به یې هم له نورو مخکې راځي. له دې نیم ساعت وروسته به شمالي کارولینا کې د رایې ورکولو بهیر بشپړ شي.

    امریکا کې ټاکنې

    د عکس سرچینه، EPA

  16. په امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره رايه اچوونه روانه ده او اټکل کېږي چې دا ځل به رايه ورکوونکو شمېر د پخوا پرتله ډېر زيات وي.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

  17. وروستی, ټرمپ: فکر کوم موږ به ښه شپه ولرو

    د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوريپال ګوند د کمپاين مرکزي دفتر کې له کارکوونکو سره له ليدو وروسته له رسنيو سره غږېدلی دی. نوموړي ویلي غږ يې لږ لوېدلی دی خو له دې پرته "ښه احساس کوي".

    د امريکا پلازمېنه واشنګټن سره نژدې د ورجنيا په ارلنګټن کې د جمهوريپال ګوند ټاکنيز مرکز د ليدو پر مهال ولسمشر ټرمپ هيله ښودلې چې "نن شپه په زړه پورې پايلې راتلونکې دي او فکر کوم موږ به ښه شپه ولرو".

    نوموړي د سترې محکمې پر هغې پرېکړې چې د ټاکنو له نېټې درې ورځې وروسته هم د پوستې له لارې رايې رسېدلی شي نيوکه کړې او د يې يوه "خطرناکه پاليسي بللې ده چې په وينا يې دغه پرېکړه د درغليو لپاره لار برابرولی شي".

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA

  18. د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مېرمن ملانيا ټرمپ په فلوريډا کې خپله رايه وکاروله. کله چې ترې وپوښتل شول چې ولې يې تېره اوونۍ له ښاغلي ټرمپ سره يو ځای رايه ورنکړه، نوموړې وويل، "نن د رايې اچوونې ورځ ده، له دې کبله مې غوښتل چې همدا نن ورځ رايه ورکړم". ولسمشر ټرمپ نژدې يوه اوونۍ مخکې په فلوريډا کې رايه ورکړې وه.

    ملانيا ترمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

  19. د ډونلډ ټرمپ او جو بايډن پخواني عکسونه

    ټرمپ او بايډن

    د عکس سرچینه، GETTY IMAGES / BBC

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، ALAMY

    د عکس تشریح، اتلس کلن ډونلډ ټرمپ په پوځي يونيفارم کې، نيويارک ۱۹۶۴
    جوبايډن

    د عکس سرچینه، ALAMY

    د عکس تشریح، جوبايډن ۲۵ کلنۍ کې، کال ۱۹۶۷
    ټرمپ

    د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، په ۱۹۷۶ کال کې د ډونلډ ټرمپ تصوير، ده له خپل پلاره يو ميليون ډالر اخيستي وو چې کار پرې پيل کړي.
    جوبايډن

    د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، سناتور جوبايډن په روغتون کې د لوړې پرمهال له خپلو زامنو سره
    ټرمپ

    د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ د وړ مېرمنې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، ۱۹۹۹ جنوري امريکا
    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، ARNIE SACHS / GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، په ۱۹۸۷ کال کې سناتور جو بايډن له خپلې مېرمنې سره په مطبوعاتي کنفرانس کې د اعلان پر مهال چې له ولسمشريزو ټاکنو لاس په سرکېږي.
    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، RON GALELLA / GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، په ۱۹۹۸ کې ډونلډ ټرمپ له خپلې مېرمنې ملانيا سره
    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، JOE RAEDLE / GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، جو بايډن په هغه غونډه کې د خبرو پر مهال چې د بارک اوباما د مرستيال په توګه د نومول شوی و
  20. د امريکا ولسمشريزو ټاکنو په اړه مهم ټکي چې بايد پرې پوه شئ:

    * امريکا متحده ايالتونو ټاکنيز سيستم د دوو ګوندونو ديموکرات (جو بايډن) او د جمهوريپال (ډونلډ ټرمپ) په ولکه کې دی.

    * په امريکا کې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل ټاکنې ترسره کېږی او هر هغه څوک چې عمر يې ۱۸ کاله او ډېر دی په ټاکنو کې رايه ورکولی شي.

    * دواړه کانديدان د ټاکنيز کالج د رايو ګټلو لپاره سيالي کوي چې هر ايالت ته د نفوس په تناسب ځانګړې شوي دي. ټولې ۵۳۸ ټاکنيزې حوزې دي چې ګټونکی بايد ۲۷۰ او زياتې وګټي.

    * ټول تمرکز د ټرمپ او بايډن پر ټاکنيز سيالۍ دی خو رايه اچوونکي د کانګرېس لپاره هم رايې اچوي.

    امريکا ټاکنې