د امریکا ۲۰۲۰ ولسمشریزې ټاکنې: ټرمپ او بايډن بریا ته هیله من دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ټاکنو پایلې فوق العاده وې او ډیموکراټ سیال یې جوبایډن هم وايي، د بریالیتوب په لار روان دي. څو مهم ایالتونه د دې ټاکنو برخلیک ټاکلی شي، خو ښايي د دې ایالتونو د پایلو اعلان څو ورځې وخت ونیسي.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره جلسې پای ته رسېدلې خو پر ټولنيزو رسنيو د دواړو ډلو له خوا کمپاين روان دی.

    ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر د خپلې نڅا ويډيو شريکه کړې او ليکلي يې دي رايه! رايه! رايه!

    جوبايډن بيا د کمپاين يوه ويډيو شريکه کړې چې خلک د بايډن-هارس جامې اغوندي او د رايې اچونې مرکزونو ته ځي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای, 1

    دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای, 2

  2. جو بایډن د سنا له مجلسه د ولسمشر کېدو تر تکله

  3. د امریکا ټاکنې: هر څوک یې چې وګټي، خواله رسنۍ بدلېږي

    د غه راپور مخکې د بي بي سي پښتو پر يوټيوب خپور شوی.

    دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
    ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.

    د ‍پوسټ YouTube پای

  4. د امریکا په بېلابېلو ايالتونو کې د پوستې له لارې د اچولو شويو رايو د پايلو د اعلانولو وخت هم يو له بل سره توپير لري. په ځينو ايالتونو لکه فلوريډا کې او ايريزونا کې د نومبر له درېيمې نېټې مخکې د پوستې له لارې د اچولو شويو رايو د شمېرلو پروسه پيل کړې وه خو د دې برعکس وسکونسن او پينسلوينيا کې د رايو شمېر نه دی پيل شوی نو له دې کبله دلته به د رايو پايلې په ځنډ اعلانيږي.

    داسې ښکاري چې په ځينو ايالتونو کې د رايو شمېرل به اوونۍ وخت ونيسي، د دې مطلب دا دی چې په رسمي ډول د راتلونکي ولسمشر اعلان به وخت ونيسي.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. په امریکا کې نن ځينې خلک د ساعتونو لپاره د رايو اچولو په موخه د مرکزونو مخې ته په قطارونو کې ولاړ وو. د امريکا ځيني ښوونځي او کتابتونونه د رايو اچولو پر مرکزونو بدل شوي دي.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  6. د امريکا هغه سيمې چې رايه اچونه په کې روانه ده

    د امريکا پنځوس ايالتونو نهه بېلابېل وختونه يا ټايم زونونه لري، له دې کبله په ټوله امریکا کې د رايو اچولو د پيل او پای وخت يو شان نه دی.

    د امريکا په نيو همپشاير کې د رايولو اچولو بهير پیل شوی، ختيځو ايالتونو لکه ورمونټ کې ځايي مهال د سهار پنځه بجې رايه اچونه پيل شوې وه او دلته په سخته سړه هوا کې خلکو خپلې رايې اچولې.

    په نورو سيمو لکه کنېټيکټ، انډیانا، کنټاکي، مين، نيو جرسي، نيويارک، ورجينيا کې د سهار شپږ بجې د رایو اچولو پروسه پيل شوې وه.

    فلوريډا، جورجيا، لويزيانا، مېشيګن، ميزوري، پينسلوينيا، جنوبي کيرولاينا کې د سهار اووه بجې رايه اچونه پیل شوې وه.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  7. د امریکا ټاکنې او افغانستان

    ولسمشر ترمپ تر راتلونکې کرېسمېس پورې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د وتلو خبره کړې خو کابل کې د ملي امنیت سلاکار خبردارۍ ورکړی چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو تیارۍ به افغانستان د کورنۍ جګړې له ریښتیني ګواښ سره مخ کړي. د بي بي سي مشرې نړېوالې خبریالې لېز دوسېت د یوه ځانګړي پوښښ په ترڅ کې دې ته کتنه کړې چې نړۍ له امریکا څه غواړي.

    دغه راپور تېره مياشت خپور شوی دی.

    دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
    ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.

    د ‍پوسټ YouTube پای

  8. د امریکا ۲۰۲۰ ټاکنې: د امریکا د ټاکنو لګښت څومره دی؟

  9. تصوير: په امریکا کې د ټاکنو کميسيون کارکوونکي د رايو اچلولو له پيلېدو مخکې قسم خوري

    د امريکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو پر ورځ دغه عکسونه د اټلانټا په فلټن سيمه کې اخيستل شوي، په دې کې ښکاري چې د ټاکنو کميسيون کارکوونکي قسم خوري.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

  10. وروستی, د ټرمپ مشر زوی: "لېبرالان بیا وژړوئ"

    د امریکا ولسمشر او اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرمپ خپلو ملاتړو ته په داسې حال کې وینا کړې، چې د ټرمپ اولاد خپل پلار ته د کمپاین لپاره له کورونو وتلي دي.

    تېره ورځ په کینوشا، ویسکانسین کې ټرمپ خپلو ملاتړو ته خپل مشر زوی ډان جي ار وراستولی و.

    د ټرمپ زوی د خپل پلار ملاتړو ته وینا کې د ټرمپ پر ټاکنیز سیال جو بایډن برید وکړ، بیا یې پر کلیدي رسنیو خوله ورخلاصه کړه او پر خلکو یې غږ وکړ چې رایې واچوي:

    "موږ تاسو ته اړ یو چې راووځئ او خپل ملګري هم راوباسئ چې سبا ته رایې واچوي، کله چې موږ دا کار وکړ، موږ نه یوازې امریکا لویه ساتلی شو، بلکې لېبرال یوځل بیا ژړولی شو!."

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. د استازو جرګې غړي او د مشرانو جرګې ځینې غړي او د امریکا والیان هم په دې ټاکنو کې ټاکل کېږي.

    مشرانو جرګه
    د استازو جرګه

    د عکس سرچینه، bbc

  12. د امریکا ۲۰۲۰ ټاکنې: تیت او پرک ټولنې به د ټاکنو پایلې بدلې کړي؟

    د تېرې یوې پېړۍ د ټاکنو پرتله به د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ډېر رایه اچوونکي کډوال ګډون وکړي. دا ۳۲ میلیونه تیت او پرک وګړي پر کومو ټولنو پورې تړاو لري او د ټاکنو پایلې به څنګه بدلې کړي؟ نور په دې رپوټ کې کتلی شئ.

    د ویډیو تشریح، د امریکا ۲۰۲۰ ټاکنې: تیت او پرک ټولنې به د ټاکنو پایلې بدلې کړي؟
  13. د امریکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه تازه رپوټونه، شننې، څېړنې، د ګوندونو او مهمو څېرو پېژندنه او نور ډېر څه له دې پاڼې موندلی شئ.

    ټرمپ او بایډڼ
  14. وروستی, جمهوریپال اسیايي امریکايي ډله د بایډن ملاتړ کوي

    یوې جمهوریپالې اسیایۍ- امریکايي ډلې په رسمي ډول د جو بایډن ملاتړ کړی او خپل زرګونه غړي یې هڅولي چې ډیموکراټ نوماند ته رایې ورکړي.

    په ۲۰۱۶ کې، د جمهوریپالو اسیايي- امریکایانو ملي کمېټې په ټاکنو کې د ډولنډ ټرمپ ملاتړ کړی و، خو دا ډله وايي چې سږ کال یې د ټرمپ له ملاتړه شا ته شوې ده.

    دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ستونزه نه وه چې تاسو په ۲۰۱۶ کې ډونلډ ټرمپ ته د ډېری محافظه کارانو په شان رایه ورکړه. موږ غوښتل له سیستم بهر یو څوک واک ته ورسوو، خو هغه ټول جوړښت ویجاړ کړی."

    "دا هم سمه ده چې تاسو د بایډن له ډېرو پالیسو سره مخالف یاست. دا په دې پورې اړه لري چې امریکا لاهم امریکا ده. زموږ د کورنیو راتلونکی، زموږ د ټولنې، زموږ د لوی ملت او د نړۍ راتلونکی په خطر کې دی!"

    ویناپاڼه په دې وینا پای ته رسول شوې ده چې: "جو بایډن ته رایه ورکړئ، امریکا وساتئ!"

    جو بایډن

    د عکس سرچینه، Reuters

  15. دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  16. نوی ولسمشر کله کار پیلوي؟

    که رایه اچونه پرېکنده وي، نوی ټاکل شوی ولسمشر له ټاکنو وروسته، ورځې او اوونۍ د یوې کابینې او د مفصلو پالیسیو په جوړولو تېروي. په همدې مهال پخوانی ولسمشر د سپینې ماڼۍ څخه د کوچېدلو تابیا نیسي او د خپل کور توکي غوټه کوي.

    د امریکا د اساسي قانون له مخې، نوی ولسمشر له ټاکنو وروسته د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پر ځای کوي.

    سپینه ماڼۍ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، له ۱۹۳۳ زېږدیز کال راپدېخوا نژدې هر امریکایي ولسمشر د والي، سناتور او یا هم د پوځي جنرال په توګه دنده ترسره کړې ده
  17. د امریکا ولسمشریزې ټاکنې:‌ افغانان د ټرمپ او بایډن په اړه څه فکر کوي؟

    د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په کمپاینونو کې تر ډېره پر کورني سیاست خبرې شوې او پر افغانستان بحث کم شوی دی، خو افغانان د همدغو دوو امریکایي مشرانو په اړه څه فکر کوي.د بي بي سي پښتو ټلویزیون خبریاله شازیه حیا د امریکايي پوهنتون له دوو محصلینو بلقیس احسان او عصمت سهاک سره پر همدغو ټاکنو غږېدلې ده.