پاکستان ټولټاکنې: د رايو اچولو بهیر شېبه په شېبه حال

پاکستان کې خلک د چارشنبې په ورځ د پارلمان او صوبايي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره رایې ورکړه. د دغو ټاکنو بهیر د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپور شو.

ژوندی پوښښ

غزا نور هدایت الله همیم

  1. شمېرې
  2. وروستی, د ټاکنیز کمیسیون مشر غوښتنه

    د پاکستان د ټاکنو کمیسیون مشر سردار محمد رضا وايي، د ټاکنو کمیسیون هڅه کوي چې ټاکنې په ازاده ، مناسبه او خپلواکه فضا کې ترسره شي.

    ده خلک وهڅول چې له کورونو را بهیر شي او خپله دغه ملي وظیفه د رایې د حق په کارولو سره ترسره کړي

  3. وروستی, دیر: په غره کې د ښځو لپاره د رایې ور کولو مرکز

    د پښتونخوا په کوز دیر کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي، چې منصور اباد سیمه کې د ښځو لپاره د رایې ور کولو مرکز په غره کې جوړ شوی دی او سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي.

    یوه رایه اچوونکې
  4. ۱۰۶ میلیون رایه اچوونکي

    پاکستان کې د څلورو ایالتي شوراګانو او پارلماني ټاکنو لپاره د رای اچونې لپاره نژدې ۱۰۶ میلیون خلک ثبت شوي دي.

    ښځه رایا اچوي

    د عکس سرچینه، AFP

    د عکس تشریح، اسلام اباد کې یوه ښځه خپله رایه اچوي
  5. د ویډیو تشریح، رای اچونه سهار پیل شوې چې لس ساعته به دوام کوي.
  6. وروستی, د لاهور په کوټ خواجه سعید سیمه کې رایه اچونه ښه روانه ده

    د بي بي سي وقاص انور په خبره د لاهور په کوټ خواجه سعید ان ای ۱۲۷سیمه کې د رایې ورکوونکو په مرکز کې رایه اچونه په ښه زور او شوق سره روانه ده.

    رای ورکوونکی
  7. ګرمي پېښور کې د رایه اچوونکو شمېر کم کړی

    پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیز الله خان بورډ سیمه کې د ټاکنو مرکز ته تللی.

    د ۲۰۱۳ کال پرتله اوسنیو ټاکنو کې د خلکو شمېر کم برېښي او وجه یې هم ګرمي بلل کېږي. عزیزالله خان ته اجازه نه ده و رکړل شوې چې فېلم یا انځور واخلي.

    رای اچونې مرکز
  8. وروستی, د صوابې په سیمه کې د ډزو له کبله د تحریک انصاف غړي وژل شوي

    د صوبې په نوا کلي کې د عوامي نیشنل پارټي او د پاکستان تحریک انصاف غړو ترمنځ ډزې شوې.

    چې د دې ډزو په پایله کې د تحریک انصاف یو غړی وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

  9. پېښور: په نوملړ کې د تازه معلوماتو نه شتون له کبله سرټکونه

    له پېښوره خبریال عزیزالله خان وايي، د پېښور په بورډ سیمه کې د رایه ورکولو په مرکز کې د رایه ور کوونکو شمېر کم رنګه دی خو زیاتوي چې د ورځې په پخېدو سره ممکن د رایه ور کوونکو شمېر هم زیات شي.

    ټاکنې