پاکستان ټولټاکنې: د رايو اچولو بهیر شېبه په شېبه حال

پاکستان کې خلک د چارشنبې په ورځ د پارلمان او صوبايي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره رایې ورکړه. د دغو ټاکنو بهیر د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپور شو.

ژوندی پوښښ

غزا نور هدایت الله همیم

  1. خواجه سرا نوماندې هم رایه ور کړه

    اېن اې ۱۴۲ کې نوماندې نایاب علي چې د خواجه سرا ټولنې غړې ده. له رایې ور کولو وروسته یې خپل انځور بي بي سی ته ور کړ.

    ویل کېږي چې دا ځل د خواجه سرا ټولنې او معذورو یا معلولو خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.

    ښځې

    د عکس سرچینه، NAYAB ALI

  2. کوټه: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته ورسېد

    کوټه کې چارواکي وايي، د رایې ور کولو مرکز ته نږدې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ته ورسېد.

    یو امنیتي چارواکی اعتزاز ګوارایه بي بي سي ته وویل، ځانمرګی برید په داسې مهال شوی چې د دې سیمې یو چارواکی عبدالرزاق جیمه د ټاکنو مرکز لیدنه کوله، خو نوموړی په برید کې بچ شوی دی.

    له چاودنې وروسته د رایې ور کولو دغه مرکز تړل شوی و، خو اوس بېرته پرانیستل شوی دی.

    بلوچستان
    بلوچستان
  3. له خدای پرته له بل چا ډار نشته

    د بي بي سي خبریال فرحت جاوېد وايي، د چکوال په درنل کې له پنځو لسیزو راهیسې اول ځل مېرمنې رایه ور کوي، خو ځايي خلک وايي، چې دوی مېرمنو ته د رایه ور کولو اجازه نه ور کوي.

    فرحت جاوېد وايي، تراوسه دوو مېرمنو رایه ور کړې.

    هغوی کې ۶۸کلنه هاجره وايي، دا لومړنۍ مېرمن ده چې تېرو پنځوسو کلونو کې اول ځل رایه ور کوي.

    هغه زیاتوي خوشاله ده چې رایه ور کوي او له خدای پاک پرته له بل چا، نه ډارېږي

    ښځې
  4. ګرافیک
  5. ګرافیک
  6. ګرافیک

    د عکس سرچینه، ‌BBC

  7. رایه ور کوونکو ته وړیا ټرانسپورټ

    خبریاله حمیرا کنوال وايي، د راولپنډۍ په مري کې مختلفو سیاسي ګوندونو د رایه ور کوونکو لپاره د ګاډي اسانتیاوې برابرې کړې.

    دا ګوندونه رایه ور کوونکي وړیا د رایې ور کولو تر مرکزونو لېږدوي.

    پاکستان کې د ټاکنو په ورځ د رایې مرکز ته د رایه ور کوونکو لېږدول له ډېر پخوا دود دي.

    د مسلم لیګ نواز ډلې له خوا په دې بس کې ډېر شمېر ښځې د رایې مرکز ته ځي.

    رایه اچوونکي
  8. وروستی, د کوټې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته ختلی

    کوټه کې د ملکي روغتون ویاند ډاکټر وسیم بیګ ویلي، چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته ختلی دی.

  9. د نواز شریف کشر ورور او د مسلم لیګ نواز (ن) ګوند مشر شهباز شریف لاهور کې رایه ورکړه.

    شهباز شریف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، شهباز شریف
  10. وروستی, د پېښور اېن اې ۲۹:یوه مېرمنې هم رایه نه ده ور کړې, د پېښور اېن اې ۲۹:یوه مېرمنې هم رایه نه ده ور کړې

    د بي بي سي خبریال اظهارالله وايي، اېن اې ۲۹کې د مېرمنو اړوند چارواکی وايي، چې د حاجي بانډه رایې مرکز کې له سهار تر اوسه یوې مېرمنې هم رایه نه ده ور کړې.

    هغه زیاته کړه چې له ځايي مشرانو سره غږېدلی او ورته ویل شوي چې مختلفو ډلو د ګډې پرېکړې له مخې ښځو ته د رایې ور کولو اجازه نه ده ور کړل شوې.

    حاجي بانډه کې د رایې ور کولو مرکز سره ۹۸۷مېرمنو خپل نومونه ثبت کړي دي.

  11. د ویډیو تشریح، رایه ورکوونکي
  12. وروستی, لړکانه کې د خلکو ګوند له ټاکنیز مرکز بهر چاودنه

    د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، د سیند ایالت په لړکانه کې د رایه اچونې مرکز ته څېرمه د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ د ټاکنیزو هڅو مرکز بهر چاودنه شوې ده.

    د هغه په خبره، دې چاودنه کې د خلکو ګوند درې غړي ټپیان شوي او سملاسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

    د دغه ګوند یو مشر نثار کوړو دا چاودنه ترهګریزه پېښه بولي او زیاتوي چې د خلکو ګوند رایه اچوونکي به ونه ډار کړي.

  13. د جمهوریت ځنکدن

  14. ګرافیک
  15. ماشومان هم د ټاکنو بهیر لیدو ته راوتلي

    ماشوم
  16. درناوی

    خبریاله امبر رحیمي شمسي د پاکستان دې ۱۱ مو تارخي ټاکنو کې ټاکنو کې د ټولو ښکېلو خبریالانو، ټاکنیزو څارونکو، مامورینو، پولیسو او امنیتي کسانو د درناوي غوښتنه کوي.

  17. وروستی, کوټه کې د ټاکنو مرکز سره چاودنې ۲۲کسان ووژل

    د بلوچستان مرکز کوټه کې چاودنه شوې. ویل کېږي ۲۲کسان پکې وژل شوي دي.

    ځايي روغتون بي بي سي ته وویل، چې دغه پېښه کې نږدې ۲۸کسان ټپیان دي.

    وژل شویو کې پولیس هم دي

    د پاکستان ټولټاکنو کې تر ټولو ډېر بلوچستان کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د چاودنې ډول تر اوسه مالوم نه دی.

    کوټه
    د عکس تشریح، د چاودنې ډول تر اوسه مالوم نه دی.
  18. شمېرې