پاکستان ټولټاکنې: د رايو اچولو بهیر شېبه په شېبه حال

پاکستان کې خلک د چارشنبې په ورځ د پارلمان او صوبايي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره رایې ورکړه. د دغو ټاکنو بهیر د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپور شو.

ژوندی پوښښ

غزا نور هدایت الله همیم

  1. کراچۍ نه د پاکستان ممکنه لومړي وزیر لپاره درېو ‌‌‌‌‌‌ډلو مشران ولاړ دي

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د کراچۍ قامی پارلیمان څوکۍ ۲۴۳ نه، مسلم لیګ نواز ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر شهباز شریف قامي اسبملۍ څوکی ۲۴۹ نه او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو د این اې ۲۴۶ څوکی لپاره کندید دي.

    داسی تمه کیږي چی همدې درېو کسانو کی به یو د پاکستان راتلونکی لومړې وزیر وي.

    پاکستان
  2. ’یوه نه یوه ورځ به د ولس غږ واورېدل شي‘

    مېرمن امین اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال ذیشان ظفر ته ویلي: له پنځوسو کلونو هیله منه ده چې عوام به برلاسي شی.

    دا زیاتوي دا ځل هم په دې هیله رایه ور کوي چې یوه نه یوه ورځبه د ولس غږ واورېدل شي

    پاکستان
  3. د کراچۍ عزیز اباد کې ډېر رایه ور کوونکي

    کراچۍ کې خبریال ریاض سهیل وایي، د مهاجر قومی غورځنګ پخواني مرکز عزیز اباد کې رایه ور کوونکي ډېر دي.

    د دغه غورځنګ بنسټګر الطاف حسین له خلکو غوښتي و چې له ټاکنو سره شلون وکړي.

    پاکستان
  4. پر رسنوالو بندیز

    د لاهور په مزنګ سیمه کې خبریالان د رایې اچولو مرکز ته له ور تللو منع شوي دي.

    خبریال عمر دراز ننګیانه وايي، امنیتی ځواکونو ورته ویل، دوی ته امر شوی چې مرکز ته د خبریالانو د تګ مخه ونیسي.

    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
  5. له مختلفو ښارونو انځورونه

    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
  6. 'د ښځو رایه اچونه اسلامي نه ده'

    د چکوال اړوند درنل سیمه کې د بي بي سي فرحت جاوید د سیاسي ګوندونو له ټاکنو مرکزونو انځورونه را استولي چې زیات شمېر نارینه پکې ښکاري.

    فرحت وايي، په درنل کې خلکو په ویاړ سره ورته وویل، له ښځو ډګ موټر راغلي وو خو ښځو ته یې د رایې اچونې اجازه ورنه کړه او ډک ګاډي یې بیرته واستول.

    دوی زیاتوي، چې د ښځو رایه اچونه نااسلامي کار او زمونږه د دود خلاف ده.

    دا ښکاره ده چې په تېرو پنځو لسېزو کې دا لومړی ځل دی چې ښځو د رایې اچونې لپاره نوملیکنه کړې. خو ځايي نارینه وايي، چې ښځو ته به د رایې کارونې اجازه ورنه کړي.

    PAKISTAN
    PAKISTAN
  7. وروستی, اسلامي دولت د کوټې برید ومانه

    د داعش یا اسلامي دولت اړوند وېبپاڼه اعماق وايي، د پاکستان د بلوچستان مرکز کوټه کې د رایې اچولو مرکز سره نږدې چاودنه دوی کړې ده.

    ځايي چارواکي وايي په دغه ځانمرګي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او تر ۲۸ نور ټپیان دي.

    له برید وروسته د رایې ور کولو مرکز د څه مهال لپاره تړل شوی و، خو وروسته پرانیستل شو.

    بلوچستان

    د عکس سرچینه، AFP

  8. کراچۍ کې د رایې نه ثبتولو شکایت

    دا کراچۍ کې د رایې اچولو یو مرکز دی.

    د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، ځینې ښځې او سړي شکایت کوي چې ووټ یا رایه یې نه ثبتېږي.

    دا سیمه د مهاجر قومي غورځنګ مرکز بلل کېږي.

    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
  9. له رایه ور کولو مخکې خوراک

    خبریال سحر بلوچ وايي، د کراچۍ په لیاري کې ځینې رایه ور کوونکي له رایې اچولو مخکې دوکانونو ته ځي او د خپلې خوښې خواړه خوری.

    پېښور کې هم ورته حالدی او عزیزالله خان وايي، رایه اچوونکي پولاو ډېر خوښوي.

    پاکستان
    پاکستان
    پاکستان
  10. پېښور کې مو زموږ همکاران کوثر اعوان وحید او اظهار الله د رایې اچونې په اړه خبروي

  11. له اسلام اباده زموږ د همکار خدای نور ناصر خبری پوښښ

  12. قبایلي سیمې

    ځینو لیکلي، په مومندو قبایلي سیمه کې افغان پولې ته څېرمه ښځې د لومړي ځل لپاره ځې رایې اچولو ته وتلې دي.

  13. د ویډیو تشریح، د پاکستان ټاکنې: پنځه مهم ټکي
  14. وروستی, د کوټې برید مسؤولیت داعش منلی

  15. وروستی, د کوټې برید قربانیان ۳۱ ته رسېدلي

    کوټه کې د رایې اچولو یوه مرکز ته څېرمه چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی.

    برید

    د عکس سرچینه، EPA

  16. د ویډیو تشریح، د رایه اچونې مرکز
  17. په کوز دیر کې د مېرمنو بیروبار

    په کوز دیر کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي، دغه سیمه کې د رایه ور کوونکو مېرمنو شمېر ډېر دی.

    ښځې
    ښځې
    ښځې
  18. یوازې یوه ښځه

    د پښتونخوا حاجي بانډه رایه اچونې دغه مرکز کې ایله یوې ښځې رایه اچولې

    ښځه
  19. عمران خان چا ته رایه ور کړه؟

    د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خپله رایه ور کړه.

    له هغه وروسته یې د ګونډ په ټوېټرپاڼه ولیکل شو: ستاسو په خیال چا ته یې رایه ور کړه.