شېبه په شېبه: ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو

ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ د امریکا تلوېزیوني چینل سي اېن اېن وايي، هیلیري کلنټن ډونلډ ټرمپ ته خپله ماتې منلې ده.

ژوندی پوښښ

  1. د کمپاین په وروستي پړاو کې د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن او د جمهوریت پال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ټاکنیزو غونډو ته ویناوې وکړې.    

  2. شېبه په شېبه: ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو

  3. تر دې دمه پایلې

    د درې ایالتونو ورمونټ، اینډیانا او کنټکي پایلې ښيي چې ټرمپ ۲۴ او کلنټن ۳ ټاکنیزې رایې خپلې کړي. 

    دې دریو ایالتونو کې: 

    • ورمونټ هېلیري کلنټن ته رایه ورکړې  
    • اینډیانا او کنټکي ډونلډ ټرمپ ته رایه ورکړې. 
    د هېلیري او کلنټن سیالي
    د عکس تشریح، تر دې دمه پایلې
  4. د جورج بوش پلار

    جمهوریپال او د پخواني‌ ولسمشر بوش پلار وايي هېلیري کلنټن ته یې رایه ورکړې.   

    بوش او اوباما کورنۍ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، خپله جورج بوش وايي‌ یو کاندید ته یې هم رایه نه ده ورکړې.
  5. " ډزو کې یو کس وژل شوی", مخکې مو خبر ورکړ چې د کالیفورنیا ازوسا سیمه کې د رایې ورکونې مرکز ته نژدې ډزې شوي.

    اوس لاس انجلس ټایمز رپوټ ورکوي چې پېښه کې یو کس وژل شوی. پولیسو ویلي داسې نښې نښانې یې نه دي ترلاسه کړي چې ډزې دې ټاکنو سره تړاو ولري.   

  6. وروستی, شپږ مرکزونه وتړل شول

    د امریکا په ختیځو ایالتونو کې د رايې ورکونې شپږ مرکزونه وتړل شول.

    • پخوانی ولسمشر بوش وايي نوموړی یو کاندید ته هم رایه نه ده ورکړې.  
  7. 'د ټاکنو پر ورځ امریکایی شو او سمدستي یې رایه ورکړه'

    ۹۱ کلن فابیو الوارادو، د سه شنبې پر ورځ د امریکا تابعیت ترلاسه کړ، موقع یې له لاسه ورنکړه او پر همدغې ورځې یې رایه هم ورکړه. دی اصلاً د اېل-سلوادور دی او ۸۰ کلنه مېرمن یې تر ده پخوا تابعیت ترلاسه کړی ؤ.

    د رایې ورکونې له مرکزه د باندې، د موسیقۍ یوې ډلې د ده هرکلی وکړ.

    نوی امریکایی شوی

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، ۹۱ کلن فابیو الوارادو
  8. کالیفورنیا کې ډزې شوي, ډزې د رایې ورکونې یوه مرکز ته نژدې شوي

    د کالیفورنیا ازوسا سیمه کې، د رایې ورکونې یو مرکز، وروسته له هغه وتړل شو چې ورته څېرمه ډزې وشوې.

    د سي ان ان خبري چینل رپوټ ورکړی چې دوه کسان ټپیان دي.

    د ازوسا پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې له سیمې ځان لېرې وساتي.

  9. امریکا کې د نوي ولسمشر ټاکنې لپاره رایې کارونه روانه ده

  10. جمهوریپال او پخواني ولسمشر بوش, هېلیري کلنټن ته رایه

    امریکايي رسنۍ وايي د دغه هېواد پخواني ولسمشر جورج بوش او مېرمن یې لارا بوش هېلیري کلنټن ته رایې ورکړې. وروسته له هغه چې د جورج بوش ورور، جب بوش د ولسمشرۍ له سیالۍ بهر شو، بوش کورنۍ له سیاسي ډګره لرې ؤ. 

    خو بل لور ته د نیویارک ټایمز رپوټ کې ویل شوي چې دوی د ولسمشریزو ټاکنو پاڼه سپینه پرې ایښې او یوازې د سیمه ییزو ټاکنو لپاره یې رایې ورکړي.

    i

    د رایې ورکونې مرکز

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا د متحده ایالتونو دغو ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا بومي وګرو په پراخه کچه برخه اخیستې.
  11. د ګوګل لټون کې دواړه کانديدان څنګ پر څنګ

    د انټرنېټ لټون انجن ګوګل په وینا امریکا کې د انټرنېټ کاروونکي په ورته شمېر د ډونالډ ټرمپ او هېلیري کلنټن د نومونو په تړاو لټون کوي. نورې هغه پوښتنې چې د امریکا د ټاکنو په تړاو یې انټرنېټ کې لټون کېږي دا ډول دي. ایا په داسې صورت کې چې د پوستې له لارې مې د رایې ورکولو لپاره نوم ثبت کړی، په خپله د رایې ورکړې مرکز ته ورشم؟ ایا کولای شم خپله پوستي رایې د رایې ورکړې مرکز ته یوسم؟ ایا کولای شم د کالیفورنیا هره برخه کې رایې وکارووم؟

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، bbc

  12. د امریکا ټاکنې او چرس

  13. د مهمو موضوعاتو په اړه د کلنټن او ټرمپ دریځونه

  14. د امريکا ټاکنې او افغانان

    ‌ډېری افغانان د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې په دقت سره څاري. د ټاکنیز بهیر پر مهال د دواړو کاندیدانو په خبرو او مناظرو کې د افغانستان یادونه و نه شوه او دغې چارې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د اړیکو څرنګوالي په اړه اټکلونه او اوازې ډېرې کړې.

  15. که ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني نو بیا؟

  16. د ټرمپ پر وړاندې د ښځو احتجاج

    نیویارک کې د رایو یوه مرکز ته د جمهوریتپال کاندید ډونالډ ټرمپ له ورتلو څو شېبې مخکې دوو ښځو، چې نیمې لوڅې وې د نوموړي مخکې احتجاج وکړ. دوی له ټرمپ نه غوښتل چې دغې ټاکنیزې حوزې ته ور نه شي. پولیسو دغه دواړه مېرمنې له مرکزه وشړلې.

  17. د هېلیري کلنټن ژوند, د عکسونو البوم

    د امریکا د متحده ایالتونو د دیموکرات ګوند نومانده هېلیري کلنټن له لسیزو راهیسې د دغه هېواد سیاست کې ښکېله مېرمن ده. دې د امریکا د متحدو ایالتونو په بېلابېلو سیاسي مقامونو کې کار کړی- لومړۍ مېرمن، سناتوره، د بهرنیو چاور وزیره، او اوس د دویم ځل لپاره هڅه کوي د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان ورسوي چې د ډېرې مودې راهیسې ېې هیله درلوده.

  18.  ولې د امریکا ټاکنو کې افغانستان له پامه غورځول شوی؟

  19. د امريکا ټاکنې په بېلابېلو ايالتونو کې په مختلفو وختونو پای ته رسېږي

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. بېړنی خبر

    د نیوډا ایالت یوې قاضۍ د ډونلډ ټرمپ عریضه رد کړي ده. د ټرمپ کمپاین کونکو نن نیوډا کې د رایو ثبت افسر خلاف عریضه کړې وه. د ښاغلي ټرمپ په وینا یاد افسر د رایې کارونې لپاره له ټاکل شوې ورځې یوه ورځ مخکې له دې کبله مرکز تر ټاکلي وخت ډېر پرانیستی پرې ایښی و، چې ډېر اسپانویان رایې وکاروي. د ټرمپ کمپاین کونکو د کلارک کاونټي پر ثبت افسر تور پورې کړی، چې له ټاکلي وخته دوه ساعته وروسته یې هم مرکز پرانیستی و.