شېبه په شېبه: ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو

ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ د امریکا تلوېزیوني چینل سي اېن اېن وايي، هیلیري کلنټن ډونلډ ټرمپ ته خپله ماتې منلې ده.

ژوندی پوښښ

  1. له پټو پولیسو مننه

    ډونلډ ټرمپ د امریکا د پټو پولیسو د فعالیت مننه هم وکړه. 

  2. ټرمپ: زه پر امریکا مین یم

    جمهوریپال ډونلډ ټرمپ د خپلې بریا له اعلانولو وروسته وویل، پر امریکا مین ولسمشر به وي او د هر امریکايي وګړي ولسمشر به وي. 

  3. وروستی, له اوباما سره د ټرمپ لیدنه

    په پام کې ده چېد پنجشنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري

  4. وروستی, ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې "وګټلې"

    اسوشېټېډ پرېس وايي، د پاتې ایالتونو د پایلو په ارزولو سره، ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی. 

    دا د امریکا ۴۵ ولسمشر دی.

  5. مېن ایالت کې کلنټن وګټله

    د اې بي سي شبکې د شمېرنې له مخې د مېن ایالت له څلورو ټاکنیزو رایو درې کلنټن او یوه ټرمپ ګټلې ده.

  6. وروستی, د کلنټن کمپاین مشر: انتظار کوو

    د هېلیري کلنټن ټاکنیز کمپاین یوه مشر جان پوډسټا په یوه لنډه وینا کې وویل؛ د مېرمن کلنټن کمپاین د اوسمهال لپاره دریځ نه نیسي او په پاتې ایالتونو کې د رایو شمېرل کېدو ته انتظار کوي.

    هغه وویل؛ په دغو ایالتونو کې پایلې ډېرې نژدې دي او د اوس لپاره نشي ویل کېدای چې څه به کېږي. هغه وویل؛ موږ تراوسه صبر وکړ نو کولی شو لږ نور هم صبر وکړو.

    پوډستا وویل: نن شپه ډېرې خبرې ویلو ته نه لرو.

    مېرمن کلنټن د خپل کمپاین مشر سره نه وه او هوټل کې پاتې وه.

  7. 'د نړۍ دولتونه وخت ته اړتیا لري'

    یوه لوړپوړي سنګاپوري چارواکي د بي بي سي د مرکې غوښتنه رد کړې ده. دغه چارواکي ویلي؛ "اوس مرکه ګټه نه لري. ټولې نړۍ کې دولتونه وخت ته اړتیا لري ترڅو په هغه څه فکر وکړي چې پېښ شوي."

  8. وروستی, 'پنسلوانیا ټرمپ وګټله', ۲۰ ټاکنیزې رایې

    اسوشېټډ پرېس خبري اژانس وايي، ډونلډ ټرمپ په مهم پنسلوانیا ایالت کې بریالی شو

    که دا خبر تایید شي، ډونلډ ټرمپ به د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریا ته کم واټن ولري.

    .

    د عکس سرچینه، .

    د عکس تشریح، .
  9. ټرمپ ته د فرانسې ښي اړخې افراطي مشرې مبارکي

    که څه هم د تروسه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو د فرانسې د ښي اړخي افراطي (ملي جبهې) مشرې مارین لوپن د 'امریکا د نوي ولسمشر په توګه' ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ویلې. دې امریکایانو ته هم مبارکي ورکړې ده. 

  10. وروستی, 'مشرانو جرګه د جمهوریپالو لاس کې'

    اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، وروستیو پایلو ته په پام سره، مشرانو جرګې پر ډېری څوکیو به جمهوریپال پاتې شي.

    تر اوسه د ټولو رایو شمېرل نه دي بشپړ شوي، خو جمهوریپالو د مشرانو جرګې اکثریت څوکۍ (۲۱۸ څوکۍ) ګټلې دي

    .

    د عکس سرچینه، .

    د عکس تشریح، جمهوریپالو مشرانو جرګه کې لږترلږه ۲۱۸ څوکۍ ګټلې دي
  11. ترکیه راضي ده؟

    ترکیه کې د بي بي سي خبریال مارک لوون وايي، د ترکیې دولت به د ټرمپ له بریا څخه ناراضه نه وي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ډاګه پر کلنټن نیوکه کړې او وايي چې د ترکیې دولت له ټرمپ سره د همکارۍ نظر لري. 

  12. د کلنټن ټاکنیز مرکز کې نهیلي

    د بي بي سي خبریال کریس میجیریان وايي، د هېلیري کلنټن ټاکنیز مرکز کې د نهیلۍ حالت راغلی

  13. کلنټن ورجینیا هم خپله کړې

    وېرجینیا
    د عکس تشریح، وېرجینیا ۱۳ ټاکنیزې رایې لري
  14. د ټرمپ بریالیتوب نظر پیاوړتیا سره د اسیا ونډو بازراونه رالوېدلي

  15. نیواډا کلنټن ګټلې

    نیواډا
    د عکس تشریح، نیواډا ۶ ټاکنیزې رایې لري
  16. اووښتونکی اوهایوو ایالت ډونلډ ټرمپ ته رایه ورکړې

    اوهایوو
    د عکس تشریح، اوهایوو ټرمپ غوره کړی
  17. فلوریډا ټرمپ ګټلې

    فلوریډا
    د عکس تشریح، د فلوریډا تاکنیزو رایو ته په کتو، مهم ایالت ګڼل کېږي.
  18. د ټرمپ سلاکار: د امریکا لپاره لویه شپه ده, لویه شپه

    د ډونلډ ټرمپ مشر سلاکار کرټس ایلس بي بي سي ته وویل: ''دا یوه ډېره په زړه پورې شپه ده. دا د امریکا لپاره یوه لویه شپه ده. دا د بهرنۍ نړۍ لپاره یوه لویه شپه ده.''

    کرټس ایلس

    د عکس سرچینه، AFP

    د عکس تشریح، د ډونلډ ټرمپ مشر سلاکار کرټس ایلس
  19. جورجیا هم د ټرمپ ده

  20. د ټرمپ مشاور