تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

شېبه په شېبه: ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو

ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ د امریکا تلوېزیوني چینل سي اېن اېن وايي، هیلیري کلنټن ډونلډ ټرمپ ته خپله ماتې منلې ده.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی,

    د نیوډا ایالت یوې قاضۍ د ډونلډ ټرمپ عریضه رد کړي ده. د ټرمپ کمپاین کونکو نن نیوډا کې د رایو ثبت افسر خلاف عریضه کړې وه. د ښاغلي ټرمپ په وینا یاد افسر د رایې کارونې لپاره له ټاکل شوې ورځې یوه ورځ مخکې له دې کبله مرکز تر ټاکلي وخت ډېر پرانیستی پرې ایښی و، چې ډېر اسپانویان رایې وکاروي. د ټرمپ کمپاین کونکو د کلارک کاونټي پر ثبت افسر تور پورې کړی، چې له ټاکلي وخته دوه ساعته وروسته یې هم مرکز پرانیستی و.

  2. د بي بي سي خبریاله وايي، نیویارک کې د رایې کارونې بهیر روان دی. نوموړې وايي، لومړی داسې رپوټونه وو، چې له رایو ورکونکو د پېژندپاڼو څرګندولو غوښتنه شوې، چې په دغه ایالت کې یې د رایې ورکړې پر مهال څرګندول اړین نه دي. د خبریالې په وینا د ټاکنو څارونکو منلې، چې لومړی ځل رایې ورکونکي باید پېژندپاڼه وښيي.

  3. د امریکا ټاکنې او مسلمانان

  4. , د امريکا ولسمشر بارک اوباما له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه ويلي: "نن پرمختګ د رايو له پاڼو سره تړلی. لاړ شئ رايه ورکړی او يقينی کړی چې ستاسو ملګري، کورنۍ او ټول خلک چې پېژنی رايه ورکړي"

  5. د ټاکنو په ورځ نظرپوښتنه  کې هېلري کلنټن له ډونلډ ټرمپ څلور سلنه مخکې وه

  6. د ټرمپ وړاندوینه: ښايي د ټاکنو بهیر نن شپه پای ته و نه رسېږي.

    د فاکس نیوز هغې پوښتنې ځواب کې، چې ایا د ټاکنو بهیر به نن شپه پای ته ورسېږي، ډونلډ ټرمپ ویلي، و به ګورو چې څه کېږي... پر کاغذ د رایو پخوانی دود ښه و. د رایو شمېرلو به ډېر وخت اخیست، خو یو ښه والی یې دا و، چې د سسټم د هک کېدو وېره په کې نه وه، هغه ستونزې، چې اوس یې شاهدان یوو په کې نه وې.

  7. د ټرمپ رايه ورکول, د جمهوريپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ او مېرمنې يې په نيويارک ښار کې خپله رايه وکړه

  8. د امريکا ټاکنې

  9. جان مکېن: راووځئ او رايه ورکړی, د امريکا د ايرزونا ايالت سنېټر جان مکېن ويلي، راووځئ او رايه ورکړئ. جان مکېن لومړی د ډونلډ ټرمپ ملاتړی و خو وروسته يې دد ه له ملاتړ لاس واخيست

  10. د ټاکنو په موخه د امريکا په بېلابېلو برخو کې ګڼ امنيتي تدابير نيول شوي دي

  11. دغو ټاکنو کې ۲۴۵ میلیونه امریکایان خپلې رایې کاروولی شي، چې له دې نه څلور میلیونه او ۶۰ سوه زره کسانو خپلې رایې له مخکې کاروولې دي.

  12. د دیموکرات ګوند کاندیده هېلیري کلنټن په نیویارک کې له خپل میړه او پخواني ولسمشر بل کلنټن سره یو ځای د رایې مرکز ته لاړه. له رایې کارونې وروسته مېرمن کلنټن خوښه معلومېده، خپلو پلویانو ته یې لاس وښوراوه او ویې ویل: 'زه ډېره خوښه یم، زه ډېره خوښه یم '

  13. د امریکا متحدو ایالتونو کې له اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته د رایې کارونې بهیر له کومې ستونزې پرته روان دي.

    د رایې کارونې مرکزونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه تر سترګو کېږي.

  14. امریکا کې د رایې اچونې بهیر پیل شو, امریکا کې له اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته رایې کاروونه پیل شوه

    امریکا متحدو ایالتونو کې ۱۹ میاشتې روان ټاکنیز کمپاین پای ته ورسېد او ورسره د سې شنبې په سهار د دغه هېواد د ۴۵ ولسمشر ټاکلو لپاره رایې کاروونه پیل شوه. دغو ټاکنو کې ۲۴۵ میلیونه امریکایان خپلې رایې کاروولی شي، چې له دې نه څلور میلیونه او ۶۰ سوه زره کسانو خپلې رایې له مخکې کاروولې دي.