د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایلو راڅرګندېدو سره کابل کې د امریکا سفیر مایکل مک کینلي خبریالانو ته وویل؛ افغانستان سره به د امریکا اړیکې پیاوړې او نژدې پاتې شي.
ښاغلي مک کینلي زیاته کړه؛ د کابل او واشنګټن اړیکې پر ټاکنو، شخص، یا ګوند ولاړې نه دي، بلکې زموږ د ملي ګټو، د خلکو – خلکو ترمنځ اړیکو او ګډو ارزښتونو بنا دي.
هغه وویل؛ په داسې حال کې چې راتلونکې اونۍ کې امریکا کې واک لېږدول کېږي او نوې اداره رامنځته کېږي، خو موږ ډاډ ورکوو چې افغانستان به زموږ د بهرنۍ پالیسۍ د لوړې کچې اجنډا په سر کې وي.
ښاغلي مک کینلي په وارسا او بروکسل کې له افغانستان سره د اوږدمهاله ملګرتیا ژمنې ته په اشارې سره وویل؛ دا ژمنې په هر ډول شرایطو کې پرځای پاتې وي.