له پټو پولیسو مننه
ډونلډ ټرمپ د امریکا د پټو پولیسو د فعالیت مننه هم وکړه.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ د امریکا تلوېزیوني چینل سي اېن اېن وايي، هیلیري کلنټن ډونلډ ټرمپ ته خپله ماتې منلې ده.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د پټو پولیسو د فعالیت مننه هم وکړه.
جمهوریپال ډونلډ ټرمپ د خپلې بریا له اعلانولو وروسته وویل، پر امریکا مین ولسمشر به وي او د هر امریکايي وګړي ولسمشر به وي.
په پام کې ده چېد پنجشنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري
اسوشېټېډ پرېس وايي، د پاتې ایالتونو د پایلو په ارزولو سره، ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی.
دا د امریکا ۴۵ ولسمشر دی.
د اې بي سي شبکې د شمېرنې له مخې د مېن ایالت له څلورو ټاکنیزو رایو درې کلنټن او یوه ټرمپ ګټلې ده.
د هېلیري کلنټن ټاکنیز کمپاین یوه مشر جان پوډسټا په یوه لنډه وینا کې وویل؛ د مېرمن کلنټن کمپاین د اوسمهال لپاره دریځ نه نیسي او په پاتې ایالتونو کې د رایو شمېرل کېدو ته انتظار کوي.
هغه وویل؛ په دغو ایالتونو کې پایلې ډېرې نژدې دي او د اوس لپاره نشي ویل کېدای چې څه به کېږي. هغه وویل؛ موږ تراوسه صبر وکړ نو کولی شو لږ نور هم صبر وکړو.
پوډستا وویل: نن شپه ډېرې خبرې ویلو ته نه لرو.
مېرمن کلنټن د خپل کمپاین مشر سره نه وه او هوټل کې پاتې وه.
یوه لوړپوړي سنګاپوري چارواکي د بي بي سي د مرکې غوښتنه رد کړې ده. دغه چارواکي ویلي؛ "اوس مرکه ګټه نه لري. ټولې نړۍ کې دولتونه وخت ته اړتیا لري ترڅو په هغه څه فکر وکړي چې پېښ شوي."
اسوشېټډ پرېس خبري اژانس وايي، ډونلډ ټرمپ په مهم پنسلوانیا ایالت کې بریالی شو
که دا خبر تایید شي، ډونلډ ټرمپ به د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریا ته کم واټن ولري.
که څه هم د تروسه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو د فرانسې د ښي اړخي افراطي (ملي جبهې) مشرې مارین لوپن د 'امریکا د نوي ولسمشر په توګه' ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ویلې. دې امریکایانو ته هم مبارکي ورکړې ده.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، وروستیو پایلو ته په پام سره، مشرانو جرګې پر ډېری څوکیو به جمهوریپال پاتې شي.
تر اوسه د ټولو رایو شمېرل نه دي بشپړ شوي، خو جمهوریپالو د مشرانو جرګې اکثریت څوکۍ (۲۱۸ څوکۍ) ګټلې دي
ترکیه کې د بي بي سي خبریال مارک لوون وايي، د ترکیې دولت به د ټرمپ له بریا څخه ناراضه نه وي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ډاګه پر کلنټن نیوکه کړې او وايي چې د ترکیې دولت له ټرمپ سره د همکارۍ نظر لري.
د بي بي سي خبریال کریس میجیریان وايي، د هېلیري کلنټن ټاکنیز مرکز کې د نهیلۍ حالت راغلی
د ډونلډ ټرمپ مشر سلاکار کرټس ایلس بي بي سي ته وویل: ''دا یوه ډېره په زړه پورې شپه ده. دا د امریکا لپاره یوه لویه شپه ده. دا د بهرنۍ نړۍ لپاره یوه لویه شپه ده.''