جورجیا کې د ټرمپ بریا, ۲۶ نورې ټاکنیزې رايې
د اې بي سي د ارزونې له مخې، ډونلډ ټرمپ په جورجیا ایالت کې بریالی شوی دی. ډونلډ ټرمپ له دې بریا وروسته ۲۶ ټاکنیزو رایو ته اړتیا لري.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ د امریکا تلوېزیوني چینل سي اېن اېن وايي، هیلیري کلنټن ډونلډ ټرمپ ته خپله ماتې منلې ده.
د اې بي سي د ارزونې له مخې، ډونلډ ټرمپ په جورجیا ایالت کې بریالی شوی دی. ډونلډ ټرمپ له دې بریا وروسته ۲۶ ټاکنیزو رایو ته اړتیا لري.
ټرمپ له برخلیک ټاکونکو ایالتونو فلوریدا، اوهایو او شمالي کارولاینا وګټل او کلنټن وېرجینیا وګټله. تر نژدې یوه ساعته ښايي وروستۍ پایلې ترلاسه شي.
ټرمپ: ۲۴۴ ټاکنیزې رایې ګټلي
کلنټن: ۲۰۹ ټاکنیزې رایې ګټلي
خوښي او مایوسي د ټاکنو یوه برخه وي
ټرمپ: ۲۲۸
کلنټن: ۲۰۸
د ګټلو شمېره: ۲۷۰
کالیفورنیا چې یو مهال جمهوریپالو ته رایه ورکوله، دیموکراتې کلنټن ته رایه ورکړي.
هاوايي له کله راهیسې چې ۱۹۵۹ کال کې د امریکا د متحده ایالتونو برخه شوې، یوازې دوه ځلې جمهوریپالو ته رایه ورکړې.
آیډاهو د جمهوریپالو قوي ایالت دی او ټرمپ ته یې رایه ورکړې.
کولوراډو چې یو اووښتونکی ایالت دی د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ټاکنو کې دیموکرات نوماند بارک اوباما ته رایه ورکړه، اوس یې هم دیموکرات ګوند ته رایه ورکړې.
دا اووښتون وروسته له دېرشو کلونو وشو.
د اوهایو ایالت چې ډېر ګمان کېده هېلیري کلنټن به یې وګتي، ټرمپ ته رایه ورکړې. د دیموکرات ګوند نوماندې مېرمن کلنټن فکر کاوه چې اوباما دغه ایالت ګټلی ؤ، نو دا به یې هم وګټي.
اې بي سي نیوز وايي سره له دې چې نیو مکسیکو پخوا اووښتونکی ایالت ؤ، خو اوس د دیموکړات ګوند پر لور رغړي او کېدی شي کلنټن ته رایه ورکړي.
خو وایي مېزوري ښايي ټرمپ ته رایه ورکړي.
روسیه کې د بي بي سي خبریال سټیف روزنبرګ وایي، له هغو روسانو سره چې ده خبرې کړي، د ډونلډ ټرمپ پلویان او هیله لري د امریکا نوی ولسمشر شي.
اوسنیو پایلو ته په کتو، څارونکي په دې تمه دي چې د ډېرو رایو درلودونکي ایالتونه څوک ګتي.
ټرمپ: ۱۳۷ ټاکنیزې رایې ګټلي
کلنټن: ۱۰۴ ټاکنیزې رایې ګټلي
" زه فکر کوم چې هغه واقعا د دې څوکۍ لپاره وړ مېرمن ده. زه پوهېږم چې ډونلډ ټرمپ هغه خلک پارولي دي چې فکر کوي حکومت له پامه غورځولي دي. زه فکر نه کوم چې هغه دې د ولسمشرۍ د څوکۍ وړ وي. که دی ولسمشر شي نو زموږ بهرني ملګري به زموږ درناوی ونه کړي."
که څه هم د ځینو ایالتونو پایلې اعلان شوي دي او دواړه نوماندان ډېر سره نژدې دي، خو د اووښتونکو ایالتونو رایې چې ښايي برخلیک ټاکونکي وي، لا نه دي اعلان شوي.
په پام کې ده چې ګټونکی شاو خوا څلورو ساعتونو کې چې د افغانستان په وخت نژدې ۱۰ بجې کېږي، اعلان شي.
کلنټن ۶۸ ټاکنیزې رایې خپلې کړي
ټرمپ ۶۶ ټاکنیزې رایې ګټلي
د بریالي کېدو شمېره ۲۷۰
هېلیري کلنټن ۶۸ او ډونلډ ټرمپ ۳۷ ټاکنیزې رایې خپلې کړي.