تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د غزې اوربند ناڅرګند راتلونکی؛ اسرائيل وايي چې د څلورو یرغملو مړي ورسپارل شوي

په داسې حال کې چې د غزې اوربند تړون باندې یوه ورځ اوړي خو راتلونکو ګامونو په اړه یې حالت ناڅرګند دی. د اسرائيل دفاع وزارت ویلي چې د حماس له لوري د ورسپارل شوو څلورو یرغملو مړي پېژندل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ. وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ.

لنډیز

  • د غزې اوربند راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا؛ اسرائيل وايي چې څلور مړه یرغمل ورسپارل شوي
  • ډونلډ ټرمپ بېرته واشنګټن ته ستون شو او د غزې اوربند تړون لاسلیکېدل یې یوه "تاریخي ورځ" بللې چې په وینا یې، "هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي."
  • د دوشنبې په ورځ (۱۳اکټوبر) د ۲۰ تنو اسرائيلي يرغملو په بدل کې له ۱۷۰۰ زيات فلسطيني بنديان خوشي شول.
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، د امريکا ولسمشر ته به د نيل مډال چې تر ټولو لوړ دولتي مډال ګڼل کېږي ورکړل شي.
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ

ژوندی پوښښ

  1. محمود عباس وايي هیله مند دی چې د اوربند هوکړه د یوې دایمي سیاسي حل‌ لارې پیلامه شي

    د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د اسرائیل او حماس ترمنځ غزه کې د ټرمپ د سولې پر پلان د هوکړې هرکلی کړی دی.‌

    د محمود عباس په مشرۍ اداره اسرائيل لخوا د اشغال شوې لوېدیزې غاړې پر ځینو برخو واکمنه ده او غزه پکې نه شاملېږي.‌

    د فلسطینۍ ادارې د بهرنیو چارو وزارت پر اړوندو خواله رسنیو خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي‌ په حواله هیله ښودل شوې چې "دا هڅې یوې دایمي سیاسي حل‌لارې ته د رسېدو پیلامه" شي.

    ښاغلي عباس همدا راز هیله ښودلې چې د دې هوکړې له پلي کېدو سره "د اسرائیل لخوا د فلسطین اشغال" پای ومومي او یو "خپلواک فلسطینی دولت" رامنځ ته شي.‌

    د فلسطینۍ ادارې د بهرنیو چارو وزارت بیان کې راغلي‌ چې ښاغلی عباس د دې هوکړې د بریالیتوب ډاډمنېدو لپاره پر خپل چمتووالي د ټینګار تر څنګ غوښته کړې چې توافق دې سملاسي عملي شي.

  2. اسرائیلۍ رسنۍ: جګپوړي امریکايي چارواکي نن شپه اسرائیل ته ځي

    اسرائیلۍ رسنۍ وايي‌ منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټېف وېټکاف او جارېډ کوشنر چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او جګپوړی سلاکار دی، نن شپه اسرائیل ته سفر کوي.‌

    وېټکاف او کوشنر په هغه امریکايي پلاوي کې شامل دي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د غزې سولې نامخامخ خبرو کې ګډون لپاره مصر ته استول شوی دی.

    ډونلډ ټرمپ په دې لړ کې د خپلو دغو استازو هڅې ستایلې دي.‌

  3. د اسرائیل پوځ: د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لیکو کې بدلون ته چمتووالی پیل شوی

    د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې د سولې هوکړې د عملي کېدو په درشل کې یې عملیاتي چمتووالی پیل کړی دی.

    په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي: "د دغه بهیر اډانه کې، د ځای پر ځای کېدو نویو لیکو ته د لېږد تیارۍ او جګړه‌ییز‌ پروتوکولونه د عملي کېدو په حال کې دي."

    د یادونې ده چې که د اسرائیل حکومت په دې روانه ورځ کې د سولې په لومړي‌ پړاو شوې هوکړه تایید کړي، نو په غزه کې به سملاسي‌ توګه اوربند عملي او اسرائیلي ځواکونه به نویو ټاکل شوېو سیمو ته شا تګ وکړي.‌

  4. د غزې اوربند موافقې ته د نړۍ د ځینو مشرانو غبرګونونه

    • د اروپایي‌ کمېسیون مشره اورسولا وان ډېر لیان هوکړې ته رسېدو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ستایلې دي. نوموړې وايي د اسرائیلو حکومت او د فلسطینۍ ادارې لخوا ملاتړ هڅولې ده. د اروپايي‌کمېسیون مشره وايي‌: "اوس، ټولې خواوې باید د تړون شرایط په بشپړه توګه عملي‌ کړي."
    • د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس دا تړون "یو مهم پرمختګ" - "د یوې ویجاړونکې جګړې پای ته رسولو او د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یو ریښتینی چانس" بللی دی.
    • د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي هېواد یې سولې ته رسېدو لپاره "مرستې ته چمتو " دی. هغه له "ټولو خواوو وغوښتل چې د دې هوکړې شرایط په کلکه پلي کړي."
    • د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي چې دی "خوشحاله دی چې یرغمل شوي کسان به ډېر ژر له خپلو کورنیو سره یو ځای شي." نوموړي‌ ویلي، "له کلونو سختو کړاوونو وروسته، بالاخره داسې احساسېږي چې سوله ترلاسه کېږي."
    • د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، "ډېر خوښ" دی چې خبرې اترې د اوربند تړون ته رسېدلې. خو نوموړی زیاتوي "موږ به د یوه فلسطیني‌ دولت تر جوړېدو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."
  5. د سولې پلان پر لومړي پړاو له هوکړې وروسته غزه کې د خلکو خوښي

  6. په تل ابیب کې د خوښۍ صحنې

    غزه کې د سولې موافقې پر لومړي پړاو د هوکړې د خبر له خپرېدو سره، تل ابیب کې د یرغمل شویو څلور لاره کې د خلکو ګڼه‌ګوڼه په زیاتېدو ده.‌

    د یادونې ده چې حماس د غزې د سولې هوکړې لومړي پړاو کې هغه ټول اسرائیلي یرغمل ازادوي،‌ چې په دې تراړه کې ساتل کېږي.‌

  7. سټارمر وايي غزه کې د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه د 'ژورې هوساینې' شیبه ده

    د بریتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر چې د هند په سفر بوخت دی، له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د اوبند هوکړې د خبر تود هرکلی کوي.‌

    سټارمر دا هوکړه د "ژورې هوساینې" شیبه بللې او زیاته کړې یې ده، چې بریتانیا به د اوربند د "مهمو او سملاسي ګامونو" ملاتړ وکړي.

    نوموړی زیاتوي، هیله لري چې دا به "اوږدمهاله سولې لپاره دوامداره لاره" وي.

    د بریتانیا لومړي ‌وزیر دا څرګندونې له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره ممبۍ ته د سفر پر مهال کړې.

    هغه وویل، دوی دواړو د سولې پلان په اړه بحث وکړ.

  8. ګوتېرش: ټولې خواوې دې د هوکړې شرایطو ته ژمن پاتې شي

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، ملګري ملتونه به د سولې هوکړې د "بشپړ پلیتابه" ملاتړ وکړي، غزې ته به د بشري مرستو لېږد ډېر او په دې تراړه کې به د بیارغونې هڅې ګړندۍ کړي.

    هغه له ټولو خواوو غوښتي چې د اسراییلي یرغملو د خوشې کېدو، دایمي اوربند او په سملاسي توګه غزه ته د بشري توکو رسېدو ته د اجازه ورکولو په ګډون، د دې هوکړ ټولو شرایطو ته غاړه کېږدي.

    ښاغلی ګوتېرېش وايي: "کړاو باید پای ته ورسېږي."

    نوموړي زیاته کړې، "زه له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوم چې له دې مهم فرصته د اشغال پای ته رسولو لپاره د یوې بااعتباره سیاسي لارې په موندل کېدو کې، د فلسطیني خلکو لخوا پخپله د خپل برخلیک ټاکلو حق په رسمیت پېژندنې او د دوو هېوادو حل‌لارې په تحقق کې ګټه واخلي، چې اسرائیلیان او فلسطینیان په سوله او امنیت کې ژوند تېر کړي."

  9. پر څه شي هوکړه شوې؟

    د اسرائیل او حماس ترمنځ غزه کې د سولې هوکړې د لومړي پړاو ټول جزییات لا رسمآ نه دي خپاره شوي:

    • یوې فلسطینۍ سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، د هوکړې له مخې به ۲۵۰ فلسطیني بندیان او د غزې ۱۷۰۰ اوسېدونکي چې اسرائيلي ځواکونو د جګړې له پیل راهیسې نیولي دي، ازاد شي.
    • دا سرچینه زیاتوي حماس تر اوسه د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ نه دی ترلاسه کړی چې اسرائیل یې ازادوي، خو تمه ده چې دا کار په راتلونکو څو ساعتونو کې وشي.
    • یوه جګپوړي فلسطیني چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي اسرائیل به د شوې هوکړې له مخې، هره ورځ غزې ته د ۴۰۰ لاریو بشري مرستو د رسېدو اجازه ورکوي او دا شمېر به په راتلونکو پړاوونو کې په تدریجي ډول لوړ شي.
    • د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په وینا، حماس به په لومړي پړاو کې ۲۰ یرغمل شوي ازاد کړي.‌
  10. حماس تایید کړه چې د سولې په موافقې هوکړه شوې

    حماس هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې چې غزه کې د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه شوې ده. دې ډلې له ډونلډ ټرمپ او نورو منځګړو غوښتي، چې د هوکړې ښه پلي کېدل وڅاري.

    د سولې پر لومړي پړاو د هوکړې خبر له خپریدو وروسته له غزې په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري فلسطینیان پر دې هوکړه خوښ دي.

  11. نتنیاهو د سولې هوکړه "اسرائیل لپاره مهم ورځ" وبلله

    د اسرائیل لومړي وزیر نبیامین نتنیاهو یوه بیانیه کې غزه کې له حماس سره پاتې یرغملو ته په اشارې ویلي، "که خدای کول، هغوی ټول خپلو کورونو ته راګرځوو."

    هغه دا هوکړه "اسرائیل لپاره مهمه ورځ" بللې او ویلي یې دي، چې حکومت به یې پنجشنبه د دې هوکړې تصویبېدو لپاره غونډه وکړي.

  12. وروستی, اسرائيل او حماس غزه کې د سولې پر لومړی پړاو هوکړې ته ورسېدل

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې "اسرائیل او حماس دواړو د سولې هوکړې پر لومړي پړاو" موافقه کړې ده.

    ښاغلي ټرمپ ویلي دا په دې معنا ده چې د حماس لخوا غزه کې ټول یرغمل اسرائیلیان به ژر خوشې او اسرائیل به خپل ځواکونه تر ټاکلې لیکې شاته کړي.

    د ټرمپ تر څرګندونو لږ وروسته، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم یوه اعلامیه کې وویل چې "د خدای په مرسته، هغوی ټول [یرغمل شوي] خپلو کورونو ته راګرځوو."

    همدا راز حماس هم تایید کړې چې د سولې هوکړې پر لومړي پړاو هوکړه شوې ده.

  13. وروستی, د امریکا او سیمې مهم منځګړي د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو کې ګډون کوي

    د امریکا لوړپوړو استازو او د سیمې مشهورو څېرو د اسرائیل او حماس ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو په درېیمه ورځ په مصر کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلان پر بنسټ ګډون کړی چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.

    سټیو ویتکوف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر په شرم الشیخ کې د قطر لومړي وزیر او د ترکیې د استخباراتو له مشر سره یو ځای دي او دا ورځ د مهمې ورځې په توګه اټکل کېږي چې ښيي ایا پرمختګ کېدای شي که نه.

    د خبرو د بیا پیل په وخت، د حماس یو لوړپوړي چارواکي بی بي سي ته وویل چې خبرو "ضروري مثبت والی" ښودلی او د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ یې وړاندې کړی چې غواړي اسرائیل یې د غزې د یرغمل شویو په بدل خوشي کړي.

    اسرائیلي رسنیو د چارواکو له قوله ویلي چې "احتیاطي هیله‌مندي" موجوده ده.

    ډونلډ ټرمپ هم مثبت غږ وکړ او وویل: "ریښتینی فرصت شته چې موږ یو څه و کړو."

  14. د حماس او اسرائیل ترمنځ د سولې خبرې؛ د ټرمپ ځانګړی استازی او زوم هم خبرو کې ګډون کوي

    د اسرائیلو او حماس د استازو ترمنځ د امریکا د سولې د طرحې په اړه د نامستقیمو خبرو د دوام په ترڅ کې، د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جیرډ کوشنر، د چهارشنبې په ورځ د خبرو له ډلې سره یوځای کېږي. ویل کېږي چې د قطر لومړی وزیر او د ترکیې د استخباراتو رئیس هم نن په خبرو کې ګډون کوي.

    یو لوړپوړي فلسطیني چارواکي چې د خبرو له جزییاتو خبر دی، بي بي سي ته ویلي د ډونلډ ټرمپ استازي نن داسې مهال خبرو ته ورګډېږي چې د سه‌شنبې ورځو غیرمستقیمو خبرو کومه څرګنده پایله نه لرله.

    د دغه چارواکي په وینا، چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فلسطیني او اسرائیلي لورو ترمنځ اصلي اختلاف پر دوو مهمو موضوعاتو پورې تړاو لري:

    لومړی، هغه نقشې چې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو لپاره وړاندې شوې دي او دویم هغه تضمینونه چې حماس یې د اسرائیلو د بیا برید او د جګړې د بیا پیل مخنیوي لپاره غواړي.

    هغه وویل چې پرونۍ خبرې "سختې" وې او "هېڅ واقعي لاسته راوړنه" یې نه لرله، خو منځګړو د اختلافونو د کمولو لپاره ډېره هڅه کوله.

    یو بل رسمي چارواکي هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني، چې د اصلي منځګړو له ډلې ګڼل کېږي، هم په دغو خبرو کې ګډون کوي.

    دغه چارواکي زیاته کړه چې د قطر د لومړي وزیر ګډون د دې لپاره دی چې د "غزې د اوربند طرحه پرمخ یوسي او د بنديانو د خوشې کېدو په اړه موافقه وشي".

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اکتوبر د اومې نېټې برید د دویمې کلیزې په مناسبت له اسرائیل سره د واشنګټن پر قوي ملاتړ ټینګار وکړ.

    ښاغلي روبیو وویل د ښاغلي ټرمپ شل ماده‌یزه د سولې طرحه "یو تاریخي فرصت دی چې دا تیاره پړاو بند کړي او د ټولو لپاره دایمي سولې او امنیت بنسټ کېږدي".

  15. حماس په مصر کې له روانو خبرو اترو څه ترلاسه کول غواړي؟

    حماس وايي د مصر په شرم الشیخ کې یې استازي "هوکړې ته د رسېدو لپاره د ټولو خنډونو د لرې کولو" هڅې کوي، دا په داسې حال کې ده چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره د اسرائیلو او حماس تر منځ غیر مستقیمې خبرې اترې روانې دي.

    د حماس یوه وياند د شرم الشيخ خبرو اترو مهم اهداف په ډاګه کړي دي.

    • د "غزې تړانګې له ټولو سیمو" د اسرائیلي ځواکونو وتل
    • غزې ته له" خنډ او محدويت پرته" د بشري مرستو د لېږد اجازه
    • خپلو کورونو ته د فلسطيني کډوالو د بېرته ستنېدو ډاډ ترلاسه کول
    • د فلسطيني تکنوکراتانو تر څار لاندې د بيا رغونې پروسې سملاسي پيل
    • د بنديانو د تبادلې عادلانه تړون
  16. د اسرائيلو ولسمشر وايي تر هغه ارام نه کېني چې ټول يرغمل بېرته خپلو کورونو ته راستانه نشي

    د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ د اکټوبر اوومې نېټې بریدونو د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ويلي، حکومت یې تر هغه "ارام نه کېني" چې ټول یرغمل شوي کسان بېرته خپلو کورونو ته راستانه نشي.

    نوموړي ويلي، په داسې حال کې چې د "يهودانو پر ضد کرکه" په ډېرېدو ده هغه د یهودي ټولنو سره "اوږه په اوږه" ولاړ دی.

    هغه د اسرائیلو له متحدینو د "یووالي او دوستانه پیغامونه" لېږلو له کبله مننه وکړه.

  17. په تل ابیب کې د اکټوبر اوومې نېټې بریدونو د دويمې کلیزې مراسمو انځورونه

    په تل ابیب کې د اکټوبر د اوومې نېټې د بریدونو د دویمې کلیزې د لمانځلو لپاره ستریادګاري مراسم ترسره کېږي.

    په زرګونو خلک د مراسمو ننداره کوي. دغه مراسم له یوې شېبې چوپتيا سره پيل شول.

    د بريد پر مهال سوځېدلی موټر په سټېج کې اېښودل شوی، چې په ګلونو سینګار شوی دی.

  18. یوه فلسطیني چارواکي ویلي، په مصر کې د سولې د خبرو لومړۍ ناسته ترسره شوه

    یوه فلسطیني چارواکي ویلي، په مصر کې د فلسطیني او اسرائيلي پلاوو د اوربند د خبرو لومړۍ ناسته له څلورو ساعتونو وروسته پای ته ورسېده. د دغه فلسطیني چارواکي په خبره، دواړه غاړې د خبرو اترو لپاره د اجندا او میکانېزم په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

    په خبرو کې د مصر او قطر منځګړي هم حاضر وو.

    دغه فلسطیني چارواکي چې په غزه کې د اوربند او سولې په اړه له روانو خبرو خبر دی، بي‌بي‌سي ته ویلي، سهارنۍ ناسته ختمه شوې او نن ماښام به بېرته خبرې پیل شي.

    نوې ناسته دغه ماښام ترسره کېږي او د پنځو اساسي موضوعاتو په اړه به بحث وشي:

    • د جګړې پای ته رسول او د غزې په ټولو برخو کې د بشپړ او دوامداره اوربند ټینګول
    • له فلسطیني بندیانو سره د اسرائیلي یرغمل شویو تبادله
    • له غزې د اسرائيلي ځواکونو وتل، د ځواکونو د وتلو د تدریجي ترتیباتو او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره د تضمینونو په اړه هوکړه کول
    • د بشري مرستو د برابرولو ترتیبات. تر نړیوال څار لاندې د مرستو دوامداره لېږل
    • د جګړې وروسته د اداري چارو او د غزې د امنیت په اړه بحث کول
  19. د غزې اوسیدونکي بي بي سي ته: ولې یوازې موږ محاسبه کېږو؟, لیلى بشار الکلوب – بي بي سي عربي نیوز

    له بي بي سي سره په خبرو کې، ربى (مستعار نوم)، ۲۵ کلنه ځوانه نجلۍ چې په غزه کې ژوند کوي، د جګړې تر پیل مخکې حالت داسې بیانوي: "کله چې د خوړو خبره وه، شکر دی، هېڅ شی داسې نه و چې ذهن ته مې راغلي وای او ما دې نه وي اخیستی".

    ربى زیاتوي: "هغه څه چې پېښ شول، د فلسطیني ولس، په ځانګړي ډول د غزه‌ والو لپاره یو ډېر لوی ناورین و". او پوښتي چې: "ولې موږ، د غزې خلک، یوازې موږ، له کلونو راهیسې محاسبه کېږو؟"

    خبریاله عبیر ایوب وايي زدکړه په غزه کې بنسټیزه موضوع وه او "لګښت تر ټولو لویه ستونزه نه وه. " خو سعاد، یوه بله غزه‌ واله ښځه چې اوس په مصر کې ژوند کوي، وايي: "زما درې ماشومان منظم ښوونځي ته تلل، دوی ډېر تکړه ماشومان وو… خو د اکتوبر له اوومې وروسته زموږ ژوند په بشپړه توګه ویجاړ شو، زما ماشومان له رواني لحاظه له منځه لاړل."

    ۴۱ کلنه شیماء چې د نظر له کمزورتیا سره مخامخه ده، وايي تر جګړې وړاندې یې عادي ژوند درلود، خو د بمبارۍ، لوګي او دوړو له کبله یې د سترګو وضعیت نور هم خراب شو او د جګړې له امله یې د درملنې یا تشخیص فرصت له لاسه ورکړ.

    هغې له خان یونس نه رفح ته خپله د بې‌ کوره کېدو تجربه داسې بیان کړه: "زه یوازې نه شوم تللی، یو ملګری مې ضرور راسره و، مرمۍ زموږ ترڅنګ تېرېدې، موږ دوه ساعته په پښو مزل وکړ چې یو موټر پیدا کړو رفح ته مو ورسوي."

    خو شیماء رفح ته رسېدل هم یو بل "ناورین" یادوي.

  20. د اکتوبر اوومې له برید دوه کاله وروسته — غزه د انځورونو په ژبه

    د اکتوبر له اوومې او پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د وینا له مخې، د دې سیمې شاوخوا "۸۰ سلنه" ودانۍ ویجاړې شوې او له ۶۶ زرو ډېر اوسېدونکي وژل شوي دي.

    دلته ځینې انځورونه لیدلای شئ چې د غزې له بېلابېلو سیمو اخیستل شوي او د ویجاړۍ پراخوالی او د خلکو بې‌کوره کېدل ښيي.