تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د غزې اوربند ناڅرګند راتلونکی؛ اسرائيل وايي چې د څلورو یرغملو مړي ورسپارل شوي

په داسې حال کې چې د غزې اوربند تړون باندې یوه ورځ اوړي خو راتلونکو ګامونو په اړه یې حالت ناڅرګند دی. د اسرائيل دفاع وزارت ویلي چې د حماس له لوري د ورسپارل شوو څلورو یرغملو مړي پېژندل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ. وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ.

لنډیز

  • د غزې اوربند راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا؛ اسرائيل وايي چې څلور مړه یرغمل ورسپارل شوي
  • ډونلډ ټرمپ بېرته واشنګټن ته ستون شو او د غزې اوربند تړون لاسلیکېدل یې یوه "تاریخي ورځ" بللې چې په وینا یې، "هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي."
  • د دوشنبې په ورځ (۱۳اکټوبر) د ۲۰ تنو اسرائيلي يرغملو په بدل کې له ۱۷۰۰ زيات فلسطيني بنديان خوشي شول.
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، د امريکا ولسمشر ته به د نيل مډال چې تر ټولو لوړ دولتي مډال ګڼل کېږي ورکړل شي.
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ

ژوندی پوښښ

  1. نتنياهو: سبا د يوې نوې لارې پیل دی

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدلیوه "تاریخي پیښه" بللې، چې په وينا یې "ځینو خلکو ويل چې دا امکان نه لري."

    په اسرائیلو کې دننه کورنيو اختلافونو ته په اشارې، ښاغلي نتنیاهو وویل، "موږ له یو بل سره ګڼ توپیرونه لرو، خو زه هیله لرم چې په راتلونکي کې به موږ وکولی شو دا توپیرونه یوې خوا ته کړو."

    د اسرائیلو لومړي وزیر یو ځل بيا وویل، "هرچېرې چې موږ جګړه کړې، هغه مو ګټلې ده."

    خو نوموړي سملاسي زیاته کړه چې "دا کمپاین لا پایته نه دی رسېدلی، او اسرائیل لاهم د لویو امنیتي ننګونو سره مخامخ دی."

    بنیامین نتنیاهو وویل،چې ده او مېرمنې یې ډیر ځله د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره لیدلي او د دوی "لیوالتیا او درد" یې په مستقیم ډول لیدلي دي.

    د خپلې وینا په یوه برخه کې، یې دیرغمل شویو کورنیو ته وويل، "موږ به ستاسو عزیزان بیرته راولو."

    ښاغلي نتنياهو زياته کړه، "سبا د یوې نوې لارې پیل دی. په ګډه به موږ بریا ته دوام ورکړو، او په ګډه به د خدای په مرسته د هېواد او د اسرائیلو د ځمکې تلپاتې والی ډاډمن کړو."

  2. په مصر کې د غزې سولې په غونډه کې به څوک ګډون کوي؟

    ټاکل شوې چې د غزې سولې غونډه دوشنبې (۱۳ اکټوبر) د مصر په شرم الشیخ ښار کې چې د سینا ټاپووزمې په جنوبي برخه کې موقعیت لري، ترسره شي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره د خبرو اترو مشري وکړي.

    سربېره پردې، د بريتانيا د لومړي وزير کېير سټارمر، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د جرمني لومړي وزير، په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو هم په دې غونډه کې د ګډون تائید کړی دی.

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم وايي چې په دې کنفرانس کې به ګډون وکړي.

    یوې امریکايي رسنۍ مخې د یو لوړ پوړي فلسطیني چارواکي له قوله ویلي چې د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس به هم په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

  3. وروستی, د مرستې په توکو بار لارۍ غزې ته ننوتلې، سلګونه نورې د ننوتلو انتظار کوي, رشدي ابوالعوف، د غزې لپاره د بي بي سي خبریال-استانبول

    سلګونه د مرستو په توکو بار لارۍ غزې ته د ننوتلو لپاره د کیریم شالوم او العوجه بندرونو مخې ته ولاړې دي

    دا چاره د اوربند د تړون يوه برخه ده.

    د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) د يکشنبې پر ورځ تائید کړه چې شاوخوا ۱۷۰ د مرستو لارۍ غزې ته داخلې رسېدلې دي. خو دې ادارې زياته کړېچې تر دې دمه د UNRWA لاريو د مرستو په وېش کې برخه نه ده اخيستې.

    مصري سرچينو هم تائيد کړې چې ۴۰۰ د مرستو په توکو بار لارۍ د يکشنبې پرسهار شپږ بجې د رفح بندر له لارې د کیریم شالوم او العوجه بندرونو ته رسېدلې، چې غزې ته د تګ لپاره چمتو شي.

    په لومړیو ساعتونو کې ۹۰ لارۍ د مصر له خوا د کیریم شالوم او العوجه لهبندرونو اوښتې دي.

    د دومره زياتو لاريو د ننوتوله امله دا له مارچ مياشتې راهيسې لومړی ځل دی، چې بشري مرستې د العوجه بندر له لارې استولکېږي.

    بل لور مصري سرچينې وايي چې اوس د ټولو اړخونو ترمنځ همغږي روانه ده، چې د سې شنبې پر ورځ د رفح پوله د فلسطيني اړخ له خوا پرانيستل شي، چې له غزې څخه ژوبل، ټپيان او ناروغان پرې ووځي.

    سرچينې زياتوي چې دې کېبه هغه کسان هم شامل وي،چې فلسطينيان، بهرني اتباع، دوه‌تابعيته وګړي، او هغه کسان دي چې په مصر کې بند پاتې دي.

  4. وروستی, د حماس تر ادارې لاندې د غزې عامېروغتيا وزارت وايي، د جګړې د تلفاتو شمېر ۶۷ زره ۸۰۶ کسانو ته رسېدلی

    موږ لږ مخکې د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتيا وزارت تازه ورځنی راپور ليدلی، چې پکې د اسرائيلو د پوځي عملياتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ښودل شوی.

    دغه وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال له ۷ اکتوبر راهيسې د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۶۷،۸۰۶ ته لوړ شوی، او ۱۷۰،۰۶۶ کسان ټپيان شوي دي.

    په وروستيو ورځو کې د تلفاتو شمېر کې چټک زياتوالی ځکه راغلی،چې فلسطينيان بېرته هغو سيمو ته ستنېږي چې تر دې وړاندې د اسرائيل تر ولکې لاندې وې او هلته نور مړي موندل شوي دي.

  5. اسرائیل کې د ټرمپ هرکلي ته چمتوالی کېږي، خو د یرغمل شویو کسانو له خوشي کېدو مخکې اضطراب هم شته, په بیت المقدس کې د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریاله یولاندي نیل

    د امريکا بېرغونه په داسې حال کې لا له وړاندې د اسرائيلو د پارلمان شاوخوا رپېږي، چې سبا دغه هېواد ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورتګ ته تمه کېږي، خو دونکي د اسرائيلي یرغمل کسانو د بېرته ستنېدو لپاره له اندېښنو سره انتظار کېږي.

    اټکل کېږي چې د ۴۸ کسانو له ډلې یې ۲۰ تنه چې لا هم په غزه کې پاتې دي، ژوندۍ دي. د هغه تړون له مخې چې د ټرمپ ادارې پکې مرسته کړې ده، نږدې ۲۰۰۰ کسان چې په غزه کې نیول شوي دي، او شاوخوا ۲۵۰ فلسطينيان چې په اسرائيل کې بنديان دي، د يو بل په بدل کې خوشې کېږي.

    په دې کسانو کې ۱۷۰۰ د غزې اوسېدونکي شامل دي چې د جګړې پر مهال نيول شوي، پر ډېری هغوی تور هم نه دی پورې شوی او ۲۵۰ تنه هغه کسان دي چې په اسرائيلي زندانونو کې اوږده بندونه تېروي.

    په دغه نوملړ کې، حماس له اسرائيلو غواړي چې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې دوی يې ادعا کوي چې شوی او لږ تر لږه دوه تنه له ۷ مهمو بنديانو څخه خوشې کړي، چې دوی يې له مخکې غوښتنه کړې ده.

    په غزه کې دې نازک اوربند شونې کړه، چې عاجلې مرستې سیمې ته واستول شي.

    د تړون له مخې هره ورځ باید ۶۰۰ لارۍ مرستې پرېښودل شي او ملګري ملتونه اوس له اسرائيل غواړي چې د فلسطيني سيمې لپاره ټول بندرونه پرانیزي.

  6. د فلسطیني زندانیانو په هکله څومره معلومات لرو؟

    اسرائیلي چارواکو منلې چې ۲۵۰هغه فلسطینيان چې د عمري زندان سزا ورکړل شوې او دغه راز ۱۷۲۲ نور بندیان چې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر له اوومې راهیسې له غزې نیول شوي، خوشي کوي چې پکې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

    په اسرائیل کې د زندانونو ادارې مسوولینو پرون وویل، د زندانیانو خوشي کولو لپاره یې چمتوالی پیل کړی او هغوی یې د عوفر او کتسیعوت زندانونو ته لېږدولي دي.

    تر اوسه معلومه نه ده چې دا زندانیان به کله خوشي شي، خو دا چاره به د هغو ۴۸ ژوندي پاتې اسرائیلي یرغملو تر خوشي کېدو او د وژل شویو کسانو د مړیو له سپارل کېدو وروسته ترسره کېږي، چې لا هم حماس په غزه کې ساتلي.

    د اسراییلي پوځ (ای ډي ایف) په وینا، د بندیانو کورنیو ته زنګ وهل شوی او ورته ویل شوي چې د خوشحالۍ مراسم دې نه کوي.

    رائد ابو الحمص، چې په اسرائیلي زندانونو کې د فلسطیني زندانیانو د وضعیت څارنې کمېسیون مشر دی، بي بي سي ته وویل چې د خوشي کېدونکو کسانو نوملړ ''حیران'' کړی دی.

    ابو الحمص وايي، ټول کسان چې په لیست کې دي د عمر بند سزاوې نه لري، بلکې نوموړی وايي، ځینې کسان یوازې د درې یا شپږو میاشتو په توقیف محکوم شوي دي.

  7. بي بي سي ته معلومه شوې، چې حماس په وروستیو شېبو کې د فلسطیني زندانیانو په نوملړ کې پر بدلون ټینګار کوي, رشدي ابوالعوف، د غزې لپاره د بي بي سي خبریال-استانبول

    یوه فلسطیني چارواکي چې د روانو خبرو په هکله معلومات لري، بي بي سي ته وویل چې د خبرو یو نوی پړاو له ځايي وخت سره سم لس نیمې بجې پیل شو، چې موخه یې د زندانیانو خوشي کېدو موضوع اړوند ده.

    دغه چارواکی وايي، حماس تراوسه پورې هڅه کوي، د مروان برغوثي او احمد السادات په ګډون د خپلو ۷ مهمو کسانو نومونه د هغو زندانیانو په لیست کې شامل شي، چې له اسرائیلي زندانونو سره په تبادله کې به خوشي کېږي.

    د سرچینو په وینا، د تبادلې د تړون فورمول د لوړو سزاګانو لرونکي فلسطیني بندیانو خوشې کول ښيي او دا ۷ نومونه دا معیارونه پوره کوي، خو اسرائیل بیا د خبرو له پیله د دې کسانو د خوشي کولو خبره رد کړې ده.

    ویل کیږي چې حماس لا هم په دې هکله سخت ټینګار کوي او منځګړو ته یې ویلي، چې که اسرائیل موافقه وکړي چې له دې ډلې دوه کسان هم خوشيکړي، دوی به د دوشنبې ورځې له ټاکل شوي مهالوېشه مخکې همدا نن یرغمل شوي اسرائیلیانخوشيکړي.

    خو دا معلومه نه ده، چې که د حماس غوښتنه نه منل کېږي، بیا به څه کېږي.

    د نن په خبرو کې به د ټولو ۲۰ تنو ژوندي پاتې یرغمل اسرائیلیانو د خوشيکولو لپاره د وخت او لوژستیکي مسائلو او دغه راز د وژل شویو یرغملیانو مړو سپارلو په تړاو هم بحث کېږي.

  8. اسرائیل دفاع وزیر وايي، ځواکونه یې په غزه کې د حماس تونلونو ویجاړولو لپاره چمتوالی کوي

    د اسرائیل دفاع وزیر وايي، د یرغمل شویو اسرائیلیانو له خوشي کېدو وروسته به د دوی لپاره ''لویه ننګونه په غزه کې د حماس ترهګریزو تونلونو ویجاړول'' وي.

    اسرائیل کاتز په یوه اېکس پیغام کې ویلي، اسرائیلي دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) به د دې تونلونو د له منځه وړلو چاره ''د امریکا تر مشرۍ او څارنې لاندې رامنځته شوي نړیوال میکانیزم له لارې په خپله کوي.''

    کارتز وايي، ای ډي ایف ځواکونو ته یې د دې ماموریت ترسره کولو امر کړی.

  9. د مرستې لارۍ د خان یونس په ښار کې لیدل شوې

    له غزې تازه خپاره شوي تصویرونه د مرستې له توکو بارلارۍ ښيي، چې د غزې تړانګې ته ننوځي. د اوربند د تړون له مخې، ټاکل شوې چې "بشپړه مرسته" باید سملاسي غزې ته ورسېږي.

    په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې د مرستې په توکو بار لارۍ خان یونس سیمې ته روانې دي.

    د اسرائیلي پوځ اړوند ادارې "کوګات" په خپل وروستي رپورټ کې چې د پنجشنبې پر ورځ خپور شوی، ویلي چې ۵۰۰ لارۍ غزې ته ننوتې، چې له ډلې یې شاوخوا ۳۰۰ د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له خوا وېشل شوې دي.

    د یادونې ده، چې ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې د بشري ناورین د حل لپاره لږ تر لږه ۶۰۰ د مرستې لارۍ هره ورځ اړینې دي.

  10. وروستی, په مصر کې د دوشنبې ورځې غونډې په هکله څومره معلومات لرو؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د دوشنبې پر ورځ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یوځای په مصر کې دسولې یوې نړیوالې غونډې مشري وکړي.

    د مصر د ولسمشرۍ ویاند د شنبې پر ورځ وویل، دغه غونډه د دې لپاره رابلل شوې چې "په غزه کې جګړه پای ته ورسوي، د سولې او ثبات هڅې پیاوړې کړي، او د سیمې لپاره د امنیت او ثبات یوه نوې پاڼه پرانیزي.''

    د السیسي ویاند ویلي چې تمه ده د ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو مشران به په شرم‌الشیخ سیمه کې د غونډې برخه وي.

    ټرمپ د جمعې پر ورځ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: "له موږ سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مشران یو ځای کېږي، هغوی ته بلنه ورکړل شوې."

    د برېتانیا لومړي وزیر دفتر تائید کړې، چې لومړی وزیر کیئر سټارمر به هم دغې غونډې ته سفر کوي. دغه راز په فرانسه کې چارواکو تائید کړې، چې د د دغه هېواد ولسمشر ایمانوئل ماکرون به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

    له دې مخکې د مصر ولسمشرۍ دفتر وویل چې ټرمپ او ۲۰ نور مشران به په سرمشریزه کې ګډون وکړي. مصري چارواکو تائید کړه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د دوشنبې پر ورځ د مصر په شرم الشیخ کې د غزې د سولې پلان په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي.

    دوی زیاتوي چې له ۲۰ څخه ډیر نور مشران به هم په دې سرمشریزه کې وي، چې تمرکز به یې "په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر موافقې" ورټول وي.

    د مصر ولسمشرۍ ویندوی په یوه بیان کې وايي چې "د سرمشریزې موخه په غزه کې د جګړې پای ته رسول، په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیاوړې کول دي."

    دوی زیاتوي چې دا غونډه د ولسمشر ټرمپ له لوري "په سیمه کې د سولې د ترلاسه کولو لپاره د لیدلوري او په ټوله نړۍ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د هغه له نه ستړې کېدونکو هڅو" وروسته ترسره کېږي.

  11. اسرائیلي روغتونونو کې د یرغمل شویو کسانو ترلاسه کولو لپاره چمتوالی کېږي, ټام بېنیت- بیت المقدس

    اسرائیل د هغو ۲۰ یرغمل شویو کسانو د ترلاسه کولو لپاره چمتووالی نیسي چې ګومان کېږي د دوشنبې پر ورځ به له ځايي وخت سره سم له ۱۲:۰۰ بجو مخکې دوی ته وسپارل شي.

    د این بي سي نیوز خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د روغتونونو څخه یو چې د دې کسانو د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوی، د ممثلینو په مرسته یې چې د یرغمل شویو کسانو تمثیل یې کاوه، له بېلابېلو سناریوګانو د تېرېدو تمرینات وکړل.

    یوه ډاکټر این بي سي ته ویلي، چې لومړی ګام به یې له کورنیو سره د دې کسانو یوځای کول وي.

    له هغه وروسته به د طبي معایناتو لپاره د لېږل کېدو پرځای، تر دوه کلونو پورې په بند کې د پاتې کېدو له کبله د دوی رواني درملنې په موخه یرغمل شویو کسانو ته انتخاب ورکړل شي چې څه باید وکړي.

    له دوو نورو سره چې برخلیک یې نامعلوم دی، نور ۲۶ یرغمل شوي کسان هم شته چې فکر کېږي مړه شوي دي.

    تمه کېږي چې د ځینو نورو مړي به هم راتلونکو ورځو کې وسپارل شي، خو داسې انګېرل کېږي چې د ځینو یرغمل شویو کسانو ځای ځایګی حماس ته هم معلوم نه دی او ښايي د هغوی موندل زیات وخت ونیسي.

    د ټایمز اف اسرائیل په رپوټ کې ویل شوي، چې د وژل شويو کسانو مړي به د پوځي پرسونل لخوا ترلاسه شي، د دوی درناوي ته به د پوځي مذهبي مشر په ملتیا مراسم ترسره شي او بیا به یې د عدلي طب معاینات کېږي.

  12. په غزه کې د مدني دفاع ادارې فعالیتونه پیل شوي

    په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې مدني دفاع ادارې د خپلو تازه فعالیتونو جزیات خپاره کړي دي. دغه اداره وايي، له اوربند وروسته شاوخوا ۳۰۰ زره کسان بېرته غزې ښار ته راستانه شوي دي، خو په وینا یې هلته نه خېمې شته او نه هم داسې مېشت ځایونه چې دغه خلک پکې واوسي.

    شاوخوا ۷۰۰ زره خلک د اسرائیلي بریدونو له امله د غزې ښار او شمالي سیمو پرېښودو ته اړ شوي وو. پر دې سیمو سختې بمبارۍ وشوې او ځینو برخو ته یې اسرائیلي ځمکني پوځونه ننوتي وو.

    د مدني دفاع اداره وايي چې دوی په سیمه کې د مرستې فعالیتونه پیل کړي، او د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې له ورانو، ویجاړو ودانیو د ۱۵۰وژل شویو فلسطینیانو مړي را ایستلي دي.

    دغې ادارې نه دي ویلي، چې دا کسان کله وژل شوي وو، چې ښايي مړي یې تر خاورو لاندې پاتې شوي وي.

    دغه اداره وايي چې په ټوله سیمه کې لا هم نهه زره ۵۰۰ فلسطینیان بې درکه دي.

    د یادې ادارې مسوولین وايي، له نن ګهیځ راهیسې ۷۵ ځله د مرستې غوښتنه ترې شوې او له سره صلیبه غواړي چې له اسرائیل سره همغږي وکړي، چې د بې درکه شویو کسانو موندنه اسانه شي، ځکه دوی سره د ټولو جسدونو را ایستلو لپاره لازم تجهیزات نه شته.

  13. یونېسف وايي، تر اوسه غزې ته د مرستو رسولو بهیر نه دی پیل شوی

    د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف یوه مسووله تیس انګرام وايي، دا اداره چمتو ده، چې غزې ته مرستې ورسوي، خو په خبره یې تر اوسه پورې دا چاره نه ده پیل شوې. نوموړې چې اوس په غزه کې ده، د بي بي سي راډیو فور له 'نن' خپرونې سره مرکه کې وویل:

    "موږ ډېر هیله‌ من یو چې دا اوربند به دا معنی ولري چې مرستې به په پراخه کچه ورسېږي، ځکه دا هغه څه دي چې د غزې ماشومان ورته سخته اړتیا لري او له ډېر وخت راهیسې ورته انتظار کوي، خو تر اوسه موږ داسې څه نه‌ وینو چې دا کار عملي شوی وي."

    هغې زیاته کړه: "موږ هیله‌ من یو چې دا به نن یا سبا وشي." خو دا چې د دې لپاره څه اړتیا ده؟ نوموړې وايي:

    "اړینه ده چې ټولې لارې یا پولې چې غزې ته داخلېږي، پرانیستل شي او دا لارې باید فعالې وي، چې موږ وکولای شو ګاډي ژر داخل کړو او همدارنګه موږ د غزې دننه داسې حالت ته اړتیا لرو چې هلته مرستې ووېشل شي."

    هغې وویل: "موږ چمتویو، له موږ سره د یونېسف لخوا شاوخوا ۱۳۰۰موټر ولاړ دي او زموږ د ملګرو ملتونو شریکانو سره لا ډېر زیات نور هم شته. موږ یواځې د دې شرایطو رامنځته کېدو ته اړتیا لرو، چې د مرستو دا بهیر پیل شي."

  14. اسرائیل وايي له غزې د وتلو لومړی پړاو یې بشپړ کړی

    که تاسې همدا اوس لهموږ سره یوځای شوي یاست، دلته د شنبې پرسهار په غزه کې داوسنيوضعیت وروستی حالدرته وړاندې کوو:

    • اسرائیلي پوځ ویلي چې وروسته له هغه چې د جمعې پرسهار د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند عملي شو،لهغزې څخه یې د وتلو لومړی پړاو بشپړ کړی. خو اسرائیلي پوځیان لا هم د غزې شاوخوا نیمايي سیمې تر کنټرول لاندې لري.
    • زرګونه فلسطینیان د غزې شمال ته خپلو ویجاړو شویو کورونو ته بېرته روان دي. دا هغه سیمه ده چې په تېرو میاشتو کې خورا سختېبمبارۍ پرېشوې وې.
    • حماس ته د دوشنبې تر غرمې له ځايي وخت سره سم ۱۲:۰۰ بجو پورې وخت ورکړل شوی چې ټول اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، چې ویل کېږي شاوخوا ۲۰تنه ژوندی دي او د ۲۸کسانو د مړیود سپارلو تمه هم کېږي.
    • اسرائیل به نژدې۲۵۰فلسطیني زندانیان چې ځینو ته د عمري زندانسزاوې ورکړل شوې، خوشيکړي. له دې سره هغه ۱۷۰۰ نور فلسطینیان چې د غزې له سیمې نیول شوي، هم باید خوشې شي.
    • تمه کېده چې له جمعې راهیسې به شاوخوا ۶۰۰لارۍ چې مرستې پکې بار ديغزې ته ننوځي، خو لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا مرستې خلکو ته رسېدلي که نه.
    • امریکايي چارواکي تاییدوي چې تر ۲۰۰پورې امریکايي سرتېري چې دا مهال په منځني ختیځ کې مېشت دي، اسرائیل ته ولېږدولشي چېد اوربند څارنه وکړي.
  15. وروستی, امریکايي چارواکي وايي، د غزې اوربند څارنې لپاره ۲۰۰ امریکايي سرتېري اسرائیل ته استول کېږي, د امریکا بهرنیو چارو وزارت لپاره د بي بي سي خبریال ټام باتمان

    د امریکايي چارواکو په وینا، تر ۲۰۰ پورې امریکايي سرتېري چې دا مهال په منځني ختیځ کې ځای پر ځای دي، اسرائیل لېږدول کېږي، چې د غزې په تړاو د اوربند څارنه وکړي.

    د چارواکو په خبره، امریکایي پوځیان به په اسرائیل کې یو څو اړخیز ګډ ځواک جوړ کړي، چې د "مدني-نظامي همغږۍ مرکز" (Civil-Military Coordination Centre) په نوم به یادیږي او تمه ده چې پکې به د مصر، قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو پوځیان هم شامل وي.

    یو جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې هیڅ امریکایي سرتېری به غزې ته داخل نه شي. نوموړي زیاته کړې، د امریکا رول به دا وي چې یو "ګډ کنټرول مرکز" جوړ کړي، چې دا څو ملیتي ځواکونو ته همغږي برابره کړي.

    دغه ټاسک‌فورس یا ځواک به د سنټکام (CENTCOM) تر مشرۍ لاندې وي، چې دا مهال په سیمه کې فعالیت کوي. د دې هدف به د اوربند د پلي کېدو څارنه او د بشري مرستو همغږي رامنځته کول وي.

  16. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د یرغمل شویو کسانو او زندانیانو تبادلې کې مرستې ته چمتو ده

    لکه څنګه چې زموږ په مخکینو رپوټونو کې یادونه شوې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د حماس او اسرائیل ترمنځ له پخوا راهیسې د یرغمل شویو کسانو او زندانیانو تبادلې په بهیر کې مرسته کړې ده.

    ای سي ار سي اوس وايي، دوی چمتو دي چې د نوې هوکړې پلي کېدو کې مرسته وکړي او "یرغمل شوي او زنداني شوی کسان خپلو کورنیو ته ور وګرځوي".

    په یوه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ای سي ار سي ټیمونه په غزه، اسرائیل او لویدیځه غاړه کې "چمتو دي چې د وژل شویو کسانو مړي بېرته کورنیو ته وسپاري، چې هغوی وکولای شي په درناوي سره د خپلوانو ویر وکړي او وروستي مراسم ترسره کړي.

    دغه سازمان وايي، دوی به غزې ته د بشري مرستو په رسولو او وېش کې هم مرسته وکړي.

    د ای سي ار سي مشرې میریانا سپولیاریچ لیکلي:

    "راتلونکي ورځې ډېرې حساسې دي. زه له دواړو خواوو غواړم چې خپلې ژمنې عملي وکړي. دا هوکړه د ژوند ژغورلو او کړاو کمولو لپاره یو مهم فرصت دی.''

    د یادونې ده، چې ای سي ار سي تر دې وړاندې هم د حماس او اسرائیل ترمنځ د اسیرانو د تبادلې پروسې اسانتیا برابره کړې وه.

  17. وروستی, اسرائیلي ځواکونه وايي، د لبنان په سویل کې یې هوايي برید کړی

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې، چې تېره شپه یې په سویلي لبنان کې هوايي بریدونه کړي دي.

    په دې هکله یوه اعلامیه کې د اسرائیلي پوځ لخوا ویل شوي:

    ''تېره شپه ای ډي ایف ځواکونو د لبنان په سویل کې د حزب الله ترهګرې شبکې تاسیسات په نښه او ویجاړ کړل. دغه ځای کې هغه تجهیزات ساتل کېدل، چې حزب الله وسله والو د ترهګرۍشبکې بیارغونې لپاره کار اخیست، چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د شته توافقاتو ضد چاره ده."

    بل‌ لور د لبنان رسنۍ د دغه هېواد عامې روغتیا وزارت مسوولینو له قوله وايي، چې د اسرائیلي برید له امله د ال‌مصیلح سیمه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

    د یادونې ده، چې حزب‌الله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس په مشرۍ د اسرائیل پر ضد د بریدونو تر پیل یوه ورځ وروسته له شمالي لبنان څخه اسرائیل ته د راکټونو ویشتلو لړۍ پیل کړه او ویې ویل چې دا بریدونه په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په توګه کوي.

    دا پخوانۍ شخړه وروسته لا پسې جدي شوه، چې له امله یې اسرائیل پر لبنان پراخ هوايي بریدونه پیل کړل او د سویلي لبنان پر ځینوسیمو یې ځمکنی یرغل وکړ. خو د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې اوربند وشو.

  18. وروستی, ټرمپ 'د بریا نمانځلو لپاره' اسرائیل ته روان دی, نومیا اقبال-د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي خبریاله

    دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ اسرائیل ځي. ټاکل شوې چې د دوشنبې پر ورځ به نوموړی د اسرائیل پارلمان ته وینا وکړي.

    دا به یو ډول د بریا جشن ورته وي.

    دی هڅه کوي چې د حکومت پر ښي اړخو غړو نور فشار واچوي، پر هغو غړو چې لا هم د اوربند پر ځینو برخو نیوکې کوي.

    موږ ته ویل شوي چې ټرمپ به غزه ته لاړ نه شي، سره له دې چې مخکې ویل کېدل، چې کېدای شي دی هلته لاړ شي.

    ډېرې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي، د بېلګې په توګه د غزې به څه کېږي؟ څوک به یې اداره کوي؟ خلک به څنګه خپل ژوند بېرته رغوي؟

    تمه ده چې ولسمشر ټرمپ به وروسته د مصر شرم‌الشیخ ته لاړ شي، هلته چې د مصر ولسمشر دی اوربند لاسلیک رسمي مراسمو ته بللی دی.

    ټرمپ د ښکاره څرګندونو سړی دی او پوهیږي چې دا هر څه د دې په اړه دي چې څرنګه ښکاري. دا به یو تاریخي شېبه وي، چې هلته به ډېر عکسونه واخیستل شي، چې دا شېبې ثبت شي.

  19. حماس د یو شمېر نورو زندانیانو د خوشي کېدو لپاره هڅې کوي, رشدي ابوالعوف، د غزې لپاره د بي بي سي خبریال، استانبول

    د اسرائیل عدلیې وزارت د ۲۵۰ فلسطینیانو یو نوملړ خپور کړی، چې د اسرائیلي یرغمالیانو بدل کې به له زندانه خوشي کېږي.

    په دې لیست کې د هغو اووه تنو مشهورو فلسطینیانو نومونه شامل نه دي، چې حماس یې د تبادلې پلان له مخې خوشي کېدل غوښتل.

    په دې کې مروان برغوتي او احمد السعادات نومونه هم شامل دي، چې له اوږدې مودې راهیسې فلسطینیان ورته د مقاومت سیمبولونو په نظر ګوري.

    یوه مهم فلسطیني شخصیت چې د خبرو له بهیره خبر دی، بي بي سي ته وویل، چې د امریکا استازي سټېو وېټکوف ژمنه کړې، چې له اسرائیلي لومړي وزیر سره به خبرو کې د دوی ګډون موضوع راپورته کوي، خو اسرائیل په سختۍ سره د دې کسانو نومونو له شاملولو انکار کړی دی.

    بي بي سي په دې باور ده، چې حماس د ځینو نورو زندانیانو خوشي کولو لپاره هم فشار راوړي. دا هغه کسان دي، چې څو کاله مخکې د یرغمل شوي ګیلاد شالیت خوشي کولو بدل کې پرېښوول شوي وو، خو د اکتوبر ۷مې له بریدونو وروسته بیا نیول شوي وو.

    حماس وايي، دا چې دغه کسان د تبادلې یوې مخکیني بهیر برخه وو، ځکه باید دوی د هغو ۲۵۰ کسانو په نوملړ کې شامل نه وي، چې په تازه تبادله کې پرې هوکړه شوې.

  20. اسرائیل د هغو فلسطیني بندیانو نوملړ خپور کړ چې باید خوشې شي

    د اسرائیل عدلیې وزارت د ۲۵۰ فلسطیني بندیانو نومونه خپاره کړي چې غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د ازادېدو هوکړې د یوې برخې په توګه به خوشې شي.

    د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو فلسطیني بندیانو له ډلې به ۱۵ په ختیځ بیت المقدس او ۱۰۰ په لوېدیزه غاړه کې ازاد شي. د پاتې ۱۳۵ نورو په اړه ویل شوي ډیپورټېږي.

    مخکې د حماس چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي وو د هغو بندیانو نوملړ کې چې دوی د اسرائيل له بنده ازادېدو لپاره په مصر کې منځګړو ته سپارلی، د مروان برغوثي په څېر مشهورې څېرې هم شته.

    برغوثي د داسې بریدونو د پلانولو په تور پنځه ځله د عمري بند سزا تېروي، چې پنځه ملکي کسان پکې وژل شوي وو.

    ډېری فلسطینیان هغه ته د راتلونکي ولسمشر په سترګه ګوري.

    خو د نتنیاهو دفتر تایید کړې چې دوی د برغوثي له خوشې کولو ډډه کړې ده.‌