وروستی, نتنیاهو: راتلونکو پړاوونو کې به حماس بې وسلې او غزه غیرنظامي شي
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ولس ته په وینا کې غزه کې د اوربند او د یرغملو کسانو د ازادېدو هوکړې په تړاو څرګندونې کړې.
هغه اسرائیليانو ته وویل چې د ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته ورګرځولو ژمنه پر ځای کوي.
د یادونې ده چې اسرائیلي ځواکونه اوس د اوربند تړون د لومړۍ مرحلې د یوې برخې په توګه د غزې له ځینو سیمو وتلي دي.
خو نتنیاهو وویل چې اسرائیل لاهم "حماس له هر لوري کلابند کړی دی."
هغه زیاته کړه چې د ټرمپ د سولې پلان راتلونکي پړاوونه داسې دي چې "حماس به بې وسلې او غزه به غیرنظامي شي." حماس تر اوسه د بې وسلې کېدو څه ژمنه نه ده کړې.
نتنیاهو خبرداری ورکړ چې "که دا کار له اسانې لارې وشي، نو ډېره ښه - کنه، په ستوغه لار به ترسره شي."