لکه څرنګه چې د امریکا
ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته په سفر وتلی، د
خپلې الوتنې دمخه یې خبریالانو ته وویل چې باور لري "په غزه کې جګړه پایته رسېدلې ده" خو
دوشنبه د اکټوبر ۱۳ نېټه د منځني ختیځ په
ځانګړې توګه د غزې او اسرائیلو لپاره یوه مهمه ورځ ده. ویل کېږی حماس به پاتې يرغمل خوشي کړي او په
بدل کې به اسرائیل سلګونه بنديان ازاد کړي.
د اوربند د شرایطو له مخې، حماس د دوشنبې په ورځ
تر ۱۲:۰۰ بجو پورې وخت لري چې ټول پاتې یرغمل خوشې کړي.
که څه هم کره وخت نه دی اعلان شوی، خو
اسرائیل وايي تمه لري چې د حماس لخوا نیول شوي ټول ۲۰ ژوندي یرغمل کسان به د دوشنبې په سهار
سره صلیب ته وسپارل شي. سره صلیب د حماس لخوا اسرائیلو ته د یرغمل شویو کسانو د سپارلو
مسؤلیت لري.
د ډونلډ ټرمپ الوتکه، چې د یکشنبې
په ماښام له واشنګټن څخه اسرائیلو ته روانه شوې، ټاکل شوې چې د دوشنبې په سهار په اسرائیلو کې ښکته شي، د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین
نتنیاهو او ولسمشر اسحاق هرزوګ به د امریکا د ولسمشر هرکلی وکړي.
ښاغلی ټرمپ به بیا مصر ته سفر وکړي، هلته به
د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره غونډه وکړي، د نړۍ مشران به هم په غونډه کې ګډون ولري. نتنیاهو او هرزوګ به په اسرائیلو کې پاتې شي. د حماس لوړ پوړي غړي به هم په
غونډه کې نه وي.
ټاکل شوې چې د غزې
سولې لپاره طرحه به هم په همدې غونډه کې لاسلیک شي.