ما لومړی خبر فېسبوک کې ولید چې خلکو زموږ له سیمې
دوعاګانې کولې او د بدو خبرونو د پېښېد یې ویل، بېلابیل انځورونه خپاره وو.بیا مې پلار ته زنګ وواهه. هغه وویل موږ ماشومان ټول
له خونو ویستلي دي او ویښ ناست یو.
یوه ملګري ته مې د هغه د پوښتنې لپاره زنګ وواهه ویل
یې، شفاخانه کې یم. له هرې خوا پر
ټپيانو ډکې موټرې را روانې دي. بیا یې ځینې ویډیوګانې راولېږلې. د روغتون بېړنۍ
څانګه کې ګڼه ګوڼه دومره وه چې فکر دې کاوه ټول کونړ دغه واړه روغتون ته ورغلی.
له روغتون بهر ګڼ ځوانان د وینې ورکړې لپاره په نیمه
شپه رسېدلي وو. ډاکټرانو راته پر ټلیفون وویل لسګونه ټپیان اسداباد
روغتون راوړل شوي، دوی کې ډېر یې د پوهنتون زده کونکي وو. لوی شمېر یې وارخطایۍ کې
له ودانۍ غورځېدلي وو. یو یې مړ و.
لویه ویجاړي په غرنیو سیمو کې ده. د کونړ نورګل ولسوالۍ کې بشپړ کلي ویجاړ شوي. تر سهار هلته ژغورونکې ډلې ونه رسېدلې ځکه لارې بندې وې
او د شپې مهال غرونو کې د چورلکو ناسته اسانه نه ده. نو ښايي ډېر خلک له دې امله مړه
وي چې پر وخت ونه ژغورل شول او د خاورو او ډبرو لاندې پاتې شول.
زه چې کله په نورو سیمو کې د زلزلو خبرونه ګورم کونړ
مې سترګو ته ودرېږي، کلي ډېر ګڼ دي، خوا په خوا کورونه دي. که یوه ډبره له کوره
خطا شي ترې لاندې لس نور کورونه زیانمنیږي. که غر وښوېږي، ګڼ خلک به ژوبل شي ځکه
ډېر کلي د غرونو په لمنو کې ودان دي.
کونړ یوه سختۍ غرنۍ سیمه ده، خلک یې ډېرې ځمکې نه
لري، نه د کور جوړولو لپاره او نه هم د کر کیلې لپاره. ټولو کلیو او درو ته سړکونه نه دي تللي، داسې سیمې هم
شته چې ورځې ورځې پلې مزل ورته کېږي. ټلیفوني پوښښ هم ټولو سیمو کې نشته.
هسکو غرنیو او کلیوالو سیمو کې ښځې تر ډېره کروندو کې کار کوي، کورته د څښاک اوبو
رسولو کې مرسته کوي. هر کلي او ان ځينو درو کې لا روغتیايي اسانۍ نشته.
دې وروستیو کې له پاکستانه کډوال هم خپل ټاټوبي ته ستانه شوي، ځینو ما ته
ویلي په یوه کوچني کور کې څو کډې دېره دي، په یوه خونه کې له لسو ډېر خلک بېدیږي.