پرلهپسې زلزلې او پسلرزې: د ننګرهار او کونړ ولایتونه د اګست پر ۳۱مه د یوې سختې زلزلې او وروسته د سپتمبر پر دومه او څلورمه د دریو قوي پسلرزو له امله سخت زیانمن شول. لوړه مرګژوبله او ویجاړي یې درلوده.
انساني او مالي تلفات: تر اوسه د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې ۲٬۲۰۵ کسان مړه شوي، له ۳٬۶۴۰ زیات ټپیان شوي، او ۶٬۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي، چې شاوخوا ۸۴٬۰۰۰ کسان یې اغېزمن کړي دي.
د لاسرسي ستونزې: د مرستې رسونې پر مهال ځینې کارکوونکي د پسلرزو له امله ټپیان شوي، او د سړکونو بندښت د مرستو رسولو او اغېزمنو سیمو ته د تګ راتګ مخه نیولې وه.
بېځایه شوي او غیر رسمي کمپونه: په کونړ ولایت کې د نورګل ولسوالۍ په شالت او زېري بابا کلیو کې زلزلهځپلو لپاره غیر رسمي کمپونه جوړ شوي، او راپورونه په پټان او خاص کونړ ولسوالیو کې هم د ورته کمپونو یادونه کوي.
دوجاریک زیاته کړه: "فلېچر خبرداری ورکړ چې دا اندازه کافي نه
ده او ټینګار یې وکړ که اوس نورې سرچینې برابرې نه شي نو کړاوونه به ډېر شي او لا ډېر خلک به مړه شي".
اوس مړي او ټپیان را اېستل شوي او ځینې ټپيان د ننګرهار او ځینې یې د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د سیمې د تصفیې کار به یوه یا دوه ورځې نورې ونیسي چې په بشپړ ډول پای ته ورسېږي".
د طالبانو حکومت وایي، د زلزلو له کبله تر شپږ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي. ښاغلی حماد وایي، د کورونو د جوړولو د لګښت پنځه یا لس سلنه به له طبیعي پېښو سره د مبارزې او غبرګون ملي اداره ورکوي او پاتې نور لګښت به یې نورې مرستندویه ادارې ورکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
دې ادارې همداراز ویلي چې د ننګرهار ولایت په دوو او د کونړ په درو ولسوالیو کې زلزلې مالي زیانونه اړولي دي خو تر اوسه کوم ځاني زیان نه دی ثبت شوی.
د ماشومانو د خوندیتابه دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ویلي چې په زلزله کې د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو میندې او پلرونه وژل شوي او ټولټال تر ۲۶۰ زرو ډېر کوچنیان یې اغېزمن کړي دي.
دغه بنسټ همدا راز ویلي چې په وروستۍ سخته زلزله کې تر ۵۰۰۰ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي چې ماشومان او د هغوی کورنۍ یې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ کړي دي؛ هغه هم په داسې حالت کې چې ځینې یې د وریجو له زړو بوجیو د بسترو په توګه کار اخلي.
د طالبانو حکومت که څه هم داسې شمېر نه دي ورکړي چې په وروستیو زلزلو کې په ټوله کې ماشومانو ته څومره زیان اوښتی دی خو ویلي یې دي چې ۲۲۰۵ تنه پکې وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ژوبل دي.
وروستی, د طالبانو حکومت وايي چې ترکمنستان او ایران له زلزلهځپلو سره د مرستو ژمنه کړې
د عکس سرچینه، MoFA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې ترکمنستان او ایران هم له زلزلهځپلو سره د مرستو ژمنه کړې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو له وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او هغوی له زلزلهځپلو سره د مرستو ژمنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په زلزله کې په اوښتي زیان خواشيني او له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترکمنستان د "ملي رهبر" قربانعلي بیردي محدودف د خیریه بنسټ له لوري به له زلزلهځپلو سره بېړنۍ بشري مرستې د طالبانو حکومت ته وسپاري چې پوښاک، خېمې، درمل او خواړه پکې شامل دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه همدا راز لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي هم له ښاغلي متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د کونړ له زلزلهځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او "د اړتیا وړ بشري مرستو ډاډ یې ورکړی دی."
د عکس سرچینه، MoFA
د کونړ له زلزلهځپلو سره د بهرنیو هېوادونو د مرستو لړۍ داسې مهال روانه ده چې د طالبانو حکومت ویلي چې په زلزله کې د وژل شوو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپيانو ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.
تېر ماښام هم د افغانستان د ختیځ له بېلابېلو سیمو ځینو عیني شاهدانو بيبيسي ته وویل چې کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یوې بلې زلزلې لړزولي دي.
د کونړ ولایتي روغتون کې روغتياپالانو بيبيسي ته وویل چې ۱۷ ټپیان اسداباد روغتون ته ور وړل شوي دي خو نور جزیات لا په لاس کې نه شته چې دې تازه زلزلې څومره مالي یا ځاني زیان اړولی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
وروستی, اروپايي ټولنې د افغانستان له زلزلهځپلو سره یو میلیون یورو بشري مرسته اعلان کړې
د عکس سرچینه، @hadjalahbib
اروپایي ټولنې د افغانستان د وروستۍ زلزلې
له اغېزمنو شویو خلکو سره یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته اعلان
کړې ده.
د افغانستان په ختیځ کې له سختې زلزلې وروسته، اروپایي ټولنې د ۱ میلیون یورو بېړنۍ بشري
مرستې منظوري اعلان کړې چې و د اغېزمنو شویو خلکو تر ټولو بېړنۍ اړتیاوې پوره شي.
دغه پیسې به هغو بشري شریکانو ته ورکړل شي چې لا له وړاندې په سیمه کې د
مرستو په عملیاتو بوخت دي.
سربېره پر دې، اروپایي ټولنه به
شاوخوا ۱۳۰ ټنه مرسته
شوي توکي له خپلو بشري زېرمو ورکړي. په دغو توکو کې
بنسټیزې اړتیاوې لکه خېمې او نور د سرپناه وسایل، جامې، طبي توکي او د اوبو د پاکولو وسایل
شامل دي. دغه مرستې به د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د دوو بشري الوتنو له لارې،
چې تمه ده د همدې اونۍ په وروستیو کې کابل ته وشي، ولېږدول شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
پر خواله رسنیو ځينې داسې معلومات هم خپاره شوي چې دا شمېرې څو برابره لوړې ښيي خو حمدالله فطرت یې په اړه ویلي چې د ځينو "نامسؤلو" کسانو له لوري د مرګژوبلې "ډېر لوړ ارقام شریک شوي چې حقیقت نه لري او موږ یې نه تاییدوو."
وروستی, قطر وايي چې افغانستان ته یې څلورو الوتکو بېړنۍ مرستې رسولې دي
د عکس سرچینه، MofaQatar
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني له "لارښوونو" سره سم د قطر 'امیري هوايي ځواک' څلورو الوتکو کابل ته بېړنۍ بشري مرستې رسولې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو مرستو کې د خوړو، طبي توکو او د سرپناه وسایلو تر څنګ دوه ساحوي روغتونونه هم شامل دي او په وینا یې، دا مرستې د قطر د پراختیايي صندوق لخوا د شاوخوا ۱۱ زرو کسانو لپاره چمتو شوې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
په اعلامیه کې راغلي چې دا کومک د قطر دولت له لوري د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله "د افغان وروڼو د کړاوونو کمولو لپاره" ترسره کېږي.
افغانستان ته د قطر د بشري مرستو رسولو پلاوي مشري د دغه هېواد د نړیوالو همکاریو په برخه کې د دولت وزیرې ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله. له هغې سره په دې سفر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد د وسلهوالو او د کورني امنیت ځواکونو د استازو تر څنګ د نړیوالې پلټنې او ژغورنې ډله او د قطر د پراختیايي صندوق استازي هم ورسره وو.
د عکس سرچینه، MofaQatar
قطر ویلي چې دا مرسته یې له افغانانو سره د دوامداره ملاتړ ښکارندويي او د طبیعي پېښو له اغېزمنو سره ملاتړ ته ژمنتیا ښيي.
وړمه ورځ (سپتمبر ۲ / وږی ۱۱) په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې اغلې مریم بنت علي ناصر المسند له مولوي امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي او په کونړ او څېرمه ولایتونو کې یې په وروستیو زلزلو کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړې او د مرستې چمتووالی یې ښودلی دی.