افغانستان کې پر ویجاړوونکي زلزلې ګڼو هېوادونو او نړیوالو
بنسټونو خواشیني ښودلې او د اړتیا پر مهال یې د مرستو ویلي دي.
هند: هند لومړنی هېواد دی چې له زلزله ځپلو سره یې د خیمو، خوراکي
توکو او درملو مرسته اعلان کړې. افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت
ویلي د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر له امیر خان متقي سره د تیلیفوني خبرو له
لارې د زلزلې له امله په اوښتو زیانونو په پار غمرازي کړي او د بشري مرستو اعلان
یې کړی دی.
د یاد وزارت ویاند احمد تکل وايي د هند په بېړنیو بشري مرستو کې زر خیمې او ۱۵ ټنه غذايي مواد شامل دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر پر خپله اېکس پاڼه
لیکلي، دا مرستې کابل کې د دوی استازولۍ له خوا سملاسي کونړ ته لېږل شوې دي. جې شنکر
ویلي سبا به له هنده هم افغانستان ته د مرستو جوپه ولېږل شي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د اېکس پر پاڼه لیکلي د زلزلې له امله په
اوښتو زیانونو خواشینی دی هغه ویلي: "هند د اړتیا وړ هر ډول بشري او روغتیايي مرستو ته چمتو دی."
پاکستان: د پاکستان لومړي
وزیر شهباز شریف هم پر اېکس لیکلي، د دغه هېواد په ځینو سیمو کې هم د زلزلې
ټکانونه حس شوي خو هغه د پاکستان خوا د کومو زیانونو یادونه نه ده کړې. ښاغلي شریف د
افغانستان په ختیځ کې په اوښتو ځاني او مالي زیانونو د خواشیني تر څنګ همکارۍ ته
چمتووالی ښودلی دی.
ایران: د
ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کې د افغانستان له خلکو سره خپله
خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی زلزله
ځپلو سیمو ته هر ډول همکاري، مرستې او بشري مرستې ولېږدوي. د ایران د بهرنیو چارو
وزارت هم پر اېکس لیکلي "حکومت یې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ او
ژغورنې عملیاتو ته چمتو دی."
د افغانستان په ختیځ کې د دغې زورولې زلزلې له کبله د سلګونو کسانو پر مړینې
د چین، ترکیې، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، اذربایجان او د یو شمېر نورو
هېوادونو مشرانو هم ژوره خواشني ښودلې او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی.
اسیايي هېوادونه: جاپان هم ویلي حالت
له نږدې څاري او د زیانمنو خلکو سره یې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی. د چین، ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو
او اذربایجان مشرانو هم د دې مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره
خواخوږي څرګنده کړې او د مرستې چمتووالي یې اعلان کړی دی.
نړیوالې ادارې: د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېرېش د
زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او په خپله اېکس پاڼه یې لیکلي چې
"د هر ډول ملاتړ او همکارۍ لپاره د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی." د روغتیا نړیوالې ادراې هم له قربانیانو سره د
مرستې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې خپلې طبي او مرستندویه ډلې
یې سیمې ته لېږلي دي.له ماشومانو سره د مرستو بنسټ
سېو دې چېلډرن او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسیف زلزله ځپلو
سیمو ته د روغتیايي او مرستندویه ډلو د رسېدو ویلي دي. دوی ویلي ډلې یې ماشومانو او کورنیو ته بېړني
روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي.
پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني هم پر ټولنیزو رسنیو د خواشینۍ پیغامونه شریک کړي او پر خلکو یې غږ کړی چې
له زیانمنو سره د مرستو لپاره یو ځل بیا همکارۍ ته ودانګي. ښاغلي غني لیکلي " طبیعي ناورینونو په
ځانګړي ډول سېلابونو خیبر پښتونخوا کې هم زیانونه اړولي چې سر په سر د چاپېریال
دغو بدلونونو د ولس کړاوونه بیا برسېره کړي.
د پښتونخوا مشهور پانګه وال جاوېد افریدي هم له افغانانو سره په دې
غم کې ځان شریک بللی دی. هغه چې د پاکستان په سوپر لیګ کې د پېښور زلمو
کرېکټ لوبډلې څښتن هم دی له زلزله ځپلو سره یې سملاسي د لس میلیونه کلدارو مرستې
اعلان کړی دی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي چې دا مهال له پاکستان او متحده عرب
اماراتو سره د درې اړخیزه سیالیو په موخه شارجه کې دي هم د خپلو ټولنیزو رسنیو له
لارې د زلزلې له کبله د نړېدلو کورونو انځورونه خپاره کړي او ورسره یې خپلې
غمشریکي لیکلې ده.
لوبغاړي: راشد خان، محمد
نبي، ابراهیم ځدران، رحمان الله ګوربز او نورو د زلزلې له کبله په اوښتو
زیانونو د خواشنیۍ تر څنګ غږ کړی چې "راځئ په دې ویرجن چاپېریال کې په ګډه د
خپلو وروڼو او خویندو لاسنیوئ وکړو."